چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د فوکوشیما اټومي ککړو اوبو څخه اغېزمن شوي هېوادونه له جاپانه د تاوان غوښتنې حق لري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 27, 2023
in نړیوال خبرونه
0
د فوکوشیما اټومي ککړو اوبو څخه اغېزمن شوي هېوادونه له جاپانه د تاوان غوښتنې حق لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په وروستيو کې سمندر ته د جاپان له خوا د فوکوشيما اټومي برېښناکوټ د اټومي ککړو اوبو په خوشي کولو سره د ارام سمندر پر غاړه پرتو هېوادونو په پر له پسې توګه د جاپان پر حکومت نيوکې کړې او ويلي يې دي چې د دې هېواد حکومت د دوی د هېوادونو خلک، سمندر او اقتصاد زيانمن کړي دي. هغوی وايي، پر هغو جاپاني سياستوالو باور نه لرو چې وايي سمندر ته د يادو اوبو خوشي کول به نورو هېوادونو ته زيانونه ونه رسوي. د جاپان کړنې د مارشال ټاپوګانو جمهوريت په ګډون په سمندر کې راګير شوو هغو هېوادونو غمجمنه تجربه يوځل بيا وريادوي چې پخوا د اټومي ککړتيا له کبله زيانمن شوي وو.

اړوند کارپوهانو دې ته په اشارې سره ويلي چې د ارام سمندر پر غاړه پراته هېوادونه حق لري چې د جاپان د دغې ناسمې کړنې له کبله د تاوان غوښتنه ورڅخه وکړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د مارشل ټاپوګانو جمهوریت چې د ارام سمندر په منځ کې موقعيت لري، تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د امريکا د اټومي ازموينې مرکز ټاکل شوی و. د امريکا لاس انجلس ورځپاڼې په ۲۰۱۹م کال کې په خپلې مقالې کې ليکلي چې هېواد يې له ۱۹۴۶م کال څخه تر م۱۹۵۸ کاله پورې د مارشل په اړوندو ټاپوګانو کې ۶۷ ځلې اټومي ازموينې تر سره کړې چې د ارام سمندر پر غاړه پرتو ټاپوګانو، سمندري ايکولوژیکي چاپيريال او د خلکو روغتيا ته يې ډېر زيانونه ورسول. سربېره پر دې، امريکا د نيواډا ايالت  د اټومي ازموينې اډې څه باندې ۱۳۰ ټنه اټومي ککړ مواد مارشل ټاپوګانو ته وغورځول چې تر اوسه پورې ځايي اوسيدونکي د اټومي وړانګې د خپرېدو، د سمندري توکو د ککړتيا او د اټومي کثافاتو د خوشي کولو له امله زیان ويني.

زاړه زخمونه لا نه دي روغ شوي، چې نوي زخمونه يې جوړ کړي. دوه کاله دمخه وروسته تر هغې چې د جاپان حکومت سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو پلان اعلان کړی، د ارام سمندر پر غاړه پرتو هېوادونو سمدلاسه له ياد پلان سره مخالفت په ډاګه کړ او پرجاپان يې نيوکه وکړه چې بيا يې دغو هېوادونو ته زيانونه ورسول. د مارشل ټاپوګانو څو څو ځلې له جاپان څخه غوښتنه وکړه چې بله مناسبه لار پيدا کړي او د سمندري چاپيريال د ساتلو لپاره نړيواله اصل او مسوولیت عملي کړي او ارام سمندر د اټومي کثافاتو د غورځولو ځای ونه بولي.  په وروستيو کې د جاپان د مېسۍ پوهنتون يو پروفيسور له يادو ټاپوګانو څخه ليدنه وکړه. ځايي وګړو ويلي چې جاپان د نورو هېوادونو زیان او ژوند په پام کې نه نیسي او دغه کړنه يې د منلو وړ نه ده او د نورو هېوادونو له خوا به ونه بښل شي. يو ځايي سمندري سفر کوونکي وويل چې پر دوی تاريخي تراژيدي تکرارېږي او د تګلاره جوړونکو له خوا کنترول کېږي.

ټول پدې پوهيږي چې په ۲۰۱۱م کال کې د فوکوشيما له اټومي برېښناکوټ څخه د راډيو اکټيو موادو د ليکېدو سخته پېښه وشوه  چې له امله يې څه باندې يو ميليون او ۳۰۰ زره ټنه اټومي ککړې اوبه رامنځته شوې دي. له څېړنو څخه ښکاري، چې په دغو اوبو کې څه باندې شپېته ډوله راډيو اکټيو مواد  شامل دي او د هارفلایف موده (half-life period)  يې سلګونه زره کاله دوام کولای شي. د جاپان لوري هم منلې چې د (ALPS) تصفيې سيستم په وسيله پاکې شوې زياتره اټومي ککړې اوبه د خوشي کولو له معيار سره سمون نه لري. که دغه خطرناک مواد د سمندر اوبو کې  ګردې نړۍ ته خپاره شي، نو نتيجه به يې د تصور وړ نه وي. جاپان يوازې غواړي چې خپلې پيسې سپما کړي، خو د اټومي ککړتيا خطرونه يې ګردې نړۍ ته ليږدولي، نو بايد نورو هېوادونو ته تاوان ورکړي.

د قوانينو له لحاظه په ځينو نړيوالو تړونونو کې د يو هېواد له خوا سمندر ته د راډيو اکټیو موادو د غورځولو په هکله مشخص شرایط ټاکل شوي دي. د بېلګې په توګه  د عامه سمندر د تړون له مخې چې په ۱۹۵۸ کال کې لاسليک شوی و، بېلا بېل هېوادونه بايد سمندر ته د راډيو اکټیو ککړو موادو د غورځولو مخه ونيسي او له نړيوالو سازمانونو سره د همکاريو له لارې دې د دغو موادو او يا  نورو خطرناکو توکو د استفادې له کبله د سمندري اوبو او فضا ته د ککړتيا خپرېدو مخنیوی وکړي. د ملګرو ملتونو د سمندري قانون په اړه د تړون له مخې چې په ۱‍۹۸۲م کال کې لاسليک شوی و، هېوادونه دې د سمندري چاپيريال د ساتنې دنده پرغاړه واخلي او نه شي کولی چې اړوند خطرونه نورو هېوادونو ته وليږدوي. اوس جاپان د يادو تړونونو په شمول له تړونونو څخه سرغړولی دی، البته بايد د ارام سمندر پر غاړه پرتو هېوادونو ته تاوان ورکړي.

Previous Post

د بروندي ولسمشر: چين مغرور قوي هېواد نه، بلکې همکار دی چې را سره مساوي چلند کوي

Next Post

په جنوبي کوريا کې د جاپان لخوا د اټومي ککړو اوبو د ايستنې پر خلاف مظاهرې شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
په جنوبي کوريا کې د جاپان لخوا د اټومي ککړو اوبو د ايستنې پر خلاف مظاهرې شوې

په جنوبي کوريا کې د جاپان لخوا د اټومي ککړو اوبو د ايستنې پر خلاف مظاهرې شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

څوک د افغانستان په جګړه کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې مسئوليت پر غاړه اخيستلی شي؟

څوک د افغانستان په جګړه کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې مسئوليت پر غاړه اخيستلی شي؟

جولای 13, 2022
د چیو شه مجله د شي جين پينګ لیکنه خپره کړه

د چیو شه مجله د شي جين پينګ لیکنه خپره کړه

نوومبر 16, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ