د قرغزستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر الیکبیک یکشنکلوف څو ورځې مخکې له چیني رسنۍ سره د مرکې پر مهال ویلي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان دا شعار چې د مختلفو هېوادونو حاکمیت او امنیت، د اقتصاد ازادي او کلتوري ځانګړتیا ته باید درناوی وشي، د ګردې نړۍ د اداري سیسټم د هڅونې لپاره ستر اهمیت لري.
د شانګهای همکارۍ سازمان له جوړېدو ۲۴ کاله پوره شوي او د شریکانو شمېر یې ۲۶ ته زیات شوی دی. یکشنکلوف وویل، یاد سازمان د سیاست، اقتصاد او کلتور په شمول یو شمېر برخو کې اغېزه لرونکی نړیوال سازمان ګرځېدلی او د سیمې د ثبات ساتلو، د ترهګرۍ ضد مبارزې، د راکړې ورکړې زیاتېدو او د تمدنونو ترمنځ د ډیالوګ د هڅونې په ساحو کې يې مهم رول لوبولی دی.
نوموړي باور وښود چې د شانګهای همکارۍ سازمان د سږنۍ سرمشریزې په جوړېدو سره به د غړو ترمنځ همکارۍ نورې ژورې شي او د څوقطبي نړۍ د قایمېدو لپاره به هڅونکی رول ولوبول شي.












