د قزاقستاني رسنیو د راپورونو له مخې نن ورځ د لیندۍ میاشتې په ۹مه نېټه، د دغه هېواد د الماتې ښار په یوه لیلیه کې اور لګېدنه رامنځته شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي. چارواکو ویلي، چې د پیښې په تړاو یې جنایي څېړنې روانې کړې دي، خو د لومړنیو مالوماتو له مخې ویل کیږي،چې قربانیان ښايي د ودانۍ په لاندیني پوړ کې د ساه تنګۍ له امله وژل شوي وي. سیمه ییزو رسنیو ویلي، لومړی اور د دې ودانۍ په لاندیني پوړ کې پیل شوی و، چې اور وژونکي ۷ دقیقې وروسته د پېښې ځای ته را ورسېدل او اور یې په یوه ساعت کې قابو کړ. ویل کیږي چې دا ودانۍ څو اونۍ وړاندې په لیلیه بدله شوې وه، چې د ترمیم کار ته یې اړتیا لرله. الماتې د منځنۍ اسیا تر ټولو لوی ښار دی چې پخوا د قزاقستان پایتخت هم و.












