چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د لوبغاړې ګو ای لينګ د طلايي مډال تر شا د دوديز چيني طب رول

لیکنه: یاسمین؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 19, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
د لوبغاړې ګو ای لينګ د طلايي مډال تر شا د دوديز چيني طب رول
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د چين مشهورې لوبغاړې ګو ای لينګ د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د ښځو د ازادې سکي په مسابقو کې يو نقره يي او دوه د سرو زرو مډالونه وګټل او په دې سره يې د اولمپيک د ژمنيو لوبو په تاريخ کې لومړۍ لوبغاړې ګرځېدلې، چې د ازادې سکي په سياليو کې ۳ مډالونه تر لاسه کړي دي.
دغه راز د لوبغاړو پر فطري استعداد، سختو او نه ستومانه کېدونکو تمرينونو او د خوراکونو پر علمي او مناسب ترتيب بر سېره، د ټپونو او ناروغيو د مخنيوي او تداوۍ په شمول طبي خدمتونه هم د لوبغاړو په برياليتوبونو کې ډېر مهم رول لري.
لوبغاړې ګو ای لينګ طلايي مډال ګټلی او د چين د ژمنيو لوبو په تاريخ کې يې نوې پاڼه پرانيستلې او په دغه بهير کې يې د دوديز چيني طب د هډوکو پروفيسورانو او ډاکټرانو ملاتړ تر لاسه کړی دی.
ګو ای لينګ په ۲۰۱۹م کال کې د تمرين پر مهال ټپي او په ملا کې يې سخت درد پيدا شوی و. د چين د هه نان ولايت د دوديز چيني طب روغتون د هډوکو ډاکټر دونګ ليانګ جيه د دوديزې مښنې يا مساج او تداوۍ له لارې د ګو ای لينګ د ملا درملنه وکړه او دغې تداوۍ پر ګو ای لينګ ډېر اغېز کړی او هغه يې حيرانه کړې ده.
همدا راز ډاکټر دونګ ليانګ جيه د چين د سپورټ ملي ادارې له خوا د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره د چيني لوبډلې د ډاکټرانو په ډلې کې شامل شوی او د چيني لوبغاړو لپاره يې خدمتونه کړي دي.
د سه چوان ولايت د هډوکو روغتون ډاکټر جو وې جيانګ، چې د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره د چيني لوبډلې ډاکټر هم دی، د دغو لوبو د چمتوالي په موده کې د ګو ای لينګ لپاره طبي خدمتونه کړي او په مسابقو او روزنو کې يې د ګو ای لينګ د ټپي کېدو امکاناتو د کمولو لپاره د نوموړې د ټپونو د مخنيوي تدبيرونه وړاندې کړي، چې دغه کار د بېجينګ د اولمپيک په ژمنيو لوبو کې د ګون ای لينګ د ښه وضعيت لپاره ښه بنسټ برابر کړی دی.
د چين دوديز طب د بېجينګ په اولمپيک ژمنيو لوبو کې د چيني کلتور د ورپېژندلو يو ښه پيژندکارډ ګرځېدلی.

No description available.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو پر مهال د خبري رنسيو د مرکز په دوهم پوړ کې د چين د دوديز طب او چيني بوټيو د معرفې نندارتون تر سره شوي. په دغه نندراتون کې د اړوندو ويډيوګانو، عکسونو او توکو د نندارې او د AIتکنالوژۍ د لوبو له لارې نندارچيانو ته د چين د دوديز طب او چيني بوټيو د کلتور، صنعتي پرمختګ او خدمتونو معلومات ورکړل شوي دي. بر سيره پر دې، د لوبغاړو په کليو کې د دوديز چيني طب او چيني بوټيو د نندارې او احساس مرکزونه ځای پر ځای شوي دي. دا لومړی ځل دی، چې د چين دوديز طب او چيني بوټي په نړيوال سپورټي ډګر کې ځانګړې نندارې ته وړاندې کيږي.
په يانګ چينګ کې د دوديز چيني طب او چيني بوټيو د نندارې او احساس مرکزونه کې د “پنځو حيواناتو” د حرکتونو په بڼه د روغتيا ساتلو لپاره د چين يو ډول عنعنوي تمرين پر پردې ننداره کوي، ورزشکاران کولای شي، چې د پردې پر وړاندې د دغه تمرين د کړنو په تقليد سره نمرې ترلاسه کړي او د ورزش خپلې ويډيوګانې پر ټولنيزو رسنيو خپرې کړي.
د امريکا يوه لوبغاړي له دې مرکز څخه د ليدنې وروسته ويلي، چې (( دغه مرکز ډېر په زړه پوري او ډېر ښه دی! د چين دوديز طب د جادو په شان ډېر د حيرانتيا وړ دی.)) د لاتونيا يوه لوبغاړي ويلي، چې (( د چين دوديز طب او چيني بوټي لرغونی تاريخ لري او نه يوازې د چين خزانه بلل کيږي، بلکې د نړيوالو د روغتيا ساتلو لپاره به خدمتونه ورکړي. ))

Previous Post

د هند دوه نیم ټنه بشري مرسته کابل ته را رسېدلې ده

Next Post

یونسیف د افغان ماشومانو لپاره نوی استازی ټاکلی دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
یونسیف د افغان ماشومانو لپاره نوی استازی ټاکلی دی

یونسیف د افغان ماشومانو لپاره نوی استازی ټاکلی دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بغلان؛ وسله والو د ماین پاکۍ د یوې موسسې ۱۰ کارکوونکي وژلي

بغلان؛ وسله والو د ماین پاکۍ د یوې موسسې ۱۰ کارکوونکي وژلي

جون 9, 2021
ایران افغانستان سره پر ګډه پوله یو روغتون جوړوي

ایران افغانستان سره پر ګډه پوله یو روغتون جوړوي

اپریل 29, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved