چين د جولای په ۱۲ مې نېټې د سهار په ۹ بجو، د جو چيو دوهم نمبر ياو دوهم (ZQ-2 Y2) په نوم د مايع اکسيجن او مايع ميتان د سوند توکو په خوځنده ځواک يو بار وړونکی راکټ د جيو چيوان د سپوږمکيو د ويشتلو له مرکز څخه فضا ته وتوغاوه. دا په نړۍ کې لومړی ځل دی، چې د مايع اکسيجن او مايع میتان په خوځنده ځواک بار وړونکی راکټ د لرې فضا ټاکلي مدار ته په برياليتوب رسيږي.
د چين دغه ګام د دې ښکارندويي کوي، چې دغه هېواد د نوي ډول او ټيټ لګښت د مايعو سوند توکو په خوځنده ځواک د باروړونکي راکټ په برخه کې مهم ګام پورته کړی او په راتلونکې مرحلې کې د بيا کارېدونکو راکټونو د څېړنې او توليد لپاره يې ټينګ بنسټ اېښودلی دی.
د مالوماتو له مخې، د جو چيو دوهم نمبر راکټ به د ډله ييزو دندو په تر سره کولو پيل وکړي.
















