چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د  متحدو ايالتونو سياسي لوبه

لیکنه: ډېوه؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 4, 2023
in نړیوال خبرونه
0
د  متحدو ايالتونو سياسي لوبه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د متحدو ايالتونو د نيويارک د منهاټن سیمې يوه قاضي د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه پرېکړه وکړه، چې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ درې نيم ميليارډ ډالر به د سپټمبر د يوولسمې پېښې قربانيانو ته نه ورکول کېږي. څرنګه چې متحدو ايالتونو طالبان په رسميت نه دي پېژندلي او د سپټمبر د يوولسمې په قضيه کې بايد طالبان مسوول وګڼل شي، نه د افغانستان پرځېدلی جمهوري نظام يا د دې هېواد وګړي. د متحدو ايالتونو ولسمشر جو بايډن د تېر کال په فبرورۍ کې اعلان  وکړ، چې د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو فرمان یې لاسليک کړی. تر اوسه يو کال تېر شوی،  خو متحدو ايالتونو د دغې شتمنۍ د وېشلو قانونيت او د تطبيق امکانات نه  دي پیدا کړي. يوازې دا  څرګنده ده، چې متحدو ايالتونو د واکونو د پېژندلو لوبه لوبولې او لوبوي يې او د افغانستان خلکو لا تر اوسه پورې خپلې شتمنۍ نه دې تر لاسه کړې.

برسېره پر دې، متحدو ايالتونو  نور ۳.۵ ميليارډ ډالره د افغان ملت پانګه د سويس يو بانک ته د افغانستان صندوق تر نامه لاندې ورکړې. خو متحدو ايالتونو بيا دا نظر خپور کړی، چې له دې نه پرته چې د افغانستان مرکزي بانک د طالبانو د حکومت په سياسي کنټرول کې نه وي، نو هېڅ پيسې به ورته برابرې نه کړي. په نتيجه کې متحدو ايالتونو د افغانستان د شتمنۍ په اړه ډېرې ستونزې رامنځته کړي او هر شی، چې د دوی له اصولو سره سمون ونه لري، نو افغانانو ته به یې ورنه کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

 د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو او حلولو په کارونو کې موثر ګامونه نه اخلي او په دې کار سره یې د طالبانو د حکومت د قانونيت او د سپټمبر د يوولسمې پېښې د قربانيانو چارې ګډوډې  کړي دي. دوی په دې بهير کې یې هېڅکله په دې فکر نه دی کړی، چې دغه شتمنۍ په خلکو پورې اړه لري او د ډېرو افغان بېوزلو خلکو د ژوند بنسټيزې غوښتنې پوره کولی شي.

د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ په دغه هېواد کې د پيسو د تګ راتګ بحران  رامنځته کړی او خلک د پيسو په برخه کې د اړينو معاملو په ترڅ کې ډېرې ستونزې لري. د دغه بحران له امله سخت انفلاسيون رامنځته شوی او د خلکو بېوزلي یې زیاته کړې. په دې دوو کلونو کې د افغانستان د خلکو ډېر ځلې احتجاجونو د متحدو ايالتونو د حکومت غبرګون نه دی تر لاسه کړی. په وروستيو ورځو کې د چين میډيا ګروپ خبريال د افغانستان له خلکو سره د مرکو په ترڅ کې له متحدو ايالتونو نه د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنې ډېرې اوريدلي. د افغانستان خلکو د مرکو په ترڅ کې وويل، د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعیت خو هر چاته معلوم دی چې په څه حال کې دی، غوښتنې مو له نړیوالې ټولنې او امریکا څخه دا دي، چې دوی باید د افغانانو روان حالت درک کړي او دا کنګل شوې ملي شتمني ازاده کړي، ترڅو یې ګټه په مستقیم ډول دولت ته ورکړل شي او له دې حالت څخه پرې را ووځو. د افغانستان اقتصاد پوه د مرکې په وخت کې څرګنده کړه، که چېرته دغه بندیزونه لرې کیږي، دغه زموږ اسعاري زیرمې د حمایې په شکل باندې په قانوني او بین المللي معیارونو باندې پرېښودل کیږي، له شک پرته، چې دا به د افغانۍ د ثبات  او د افغانستان د اقتصاد د غوړېدو لپاره به کار ورکړي او د دې ترڅنګ به افغانان نور د نړۍ له دروېزو، سوالونو او خیراتونو نه خلاص شي، دوی به په خپلو پښو ودرېږي او هر څه به په خپل  تجارت او سوداګرۍ او خپلې اقتصادي پراختیا باندې ترلاسه کړي او هم به د نړۍ د اوږو نه دغه بار کم شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سرپرستې استازې په دې وروستيو ورځو کې ويلي، چې د ۹۸سلنه افغانانو ژوند د ملګرو ملتونو لخوا د بېوزلۍ کرښې نه ټيټ حالت کې دی او څه باندې نيم نفوس بېړنۍ مرستې غواړي. د متحدو ايالتونو ځينو فعالانو په  افغانستان کې د بشري بحرانونو له کتلو وروسته د بايډن له حکومت څخه غوښتنه  کړې، چې د افغانستان ټولو خلکو ته ډله ايزه سزا  ورنکړی او بېرته افغانانو ته شتمنۍ ورکړي.

متحد ايالتونه څنګه نه پوهېږي، چې په افغانستان کې سخت بشري بحران روان دی. البته دوی پوهېږي، خو دوی هغو ډلو ته سترګې نه لري، چې د ځان لپاره هېڅ ګټې نه لري او دا هم د دغه هېواد د حکومت بيړنۍ اړتياوې نه  دي.  ټوله نړۍ ویني، چې اوس متحد ايالتونه  نورې بېړنۍ دندې لري،  څو په لس ګونو ميليارډ ډالره نظامي تاسيسات او وسلې د اوکراين جنګي ميدان ته ولېږي او په هر صورت په دغه ميدان کې د متحدو ايالتونو د وسلو تجارانو ته ګټې پيدا  کړي او د متحدو ايالتونو هغه خوب په حقیقت بدل شي، څو روسیه له پښو وغورځي او تباه شي.

Previous Post

د بدخشان د سرو زرو کان کې دوه تنه مړه شوي دي

Next Post

امریکا له اوکراین سره د ۴۰۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
امریکا له اوکراین سره د ۴۰۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

امریکا له اوکراین سره د ۴۰۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې په اړه د چين او افغانستان درېيمه غونډه تر سره شوه

د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې په اړه د چين او افغانستان درېيمه غونډه تر سره شوه

اپریل 18, 2024
د سالنګونو د روښانه کولو لپاره د برېښنا د تولید توربین نصب شو

د سالنګونو د روښانه کولو لپاره د برېښنا د تولید توربین نصب شو

اکتوبر 29, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ