سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د متحدو ايالتونو له لوري د يونيسکو پرېښودل له څو اړخيزتوب څخه د تېښتې نښه ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 26, 2025
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ملګرو ملتونو له علمي او کلتوري سازمان يا يونېسکو څخه د ټرمپ تر ادارې لاندې دوه ځلې د متحدو ايالتونو د وتلو پرېکړه عادي سياستي بدلون نه دی. دا د متحدو ايالتونو او  ياد نړيوال سازمان له ګډوډيو د ډکو اړيکو وروستی څپرکی دی چې نه يوازې د يونېسکو بلکې د متحدو ايالتونو اعتبار، نفوذ او ستراتيژيکو ګټو ته یې هم دروند زيان اړولی دی.

په ۱۹۴۵م کال د يونېسکو له جوړيدو راهيسې، متحد ايالتونه په دې اړه په ژوره توګه دوه زړي دي. متحد ايالتونه په داسې حال کې چې د يونېسکو اصلي غړی هېواد دی لومړی په ۱۹۸۴ کال کې د سياسي تعصب په پلمه په دغه سازمان کې خپل غړيتوب وځنډاوه. په ۲۰۰۳م کال کې یې خپل غړيتوب بيا فعال کړ خو په ۲۰۱۷م کال کې د اسرائيل ضد سياستونو او د فلسطين د غړيتوب پر سر د متحدو ايالتونو او يونېسکو تر منځ اختلاف پيدا شو چې په پایله کې یې د ټرمپ ادارې خپل غړيتوب بيا وځنډاوه. په ۲۰۲۳م کال کې د جو بايډن د ادارې پر مهال د متحدو ايالتونو غړيتوب بيا فعال شو او اوس تازه د ټرمپ ادارې د خپل غړيتوب د ځنډولو پرېکړه کړې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

دا «غړی يم، غړی نه يم» اړيکې ډيپلوماټيک چلند نه دی. دا يوه لنډپاري ده چې نړيوالو اړيکو ته په داسې مهال کې دروند زیان رسوي چې نړۍ له ګڼو ننګونو سره مخ ده او پايدار او څو اړخیز تعامل ته شديده اړتيا لري.

ډيپلوماسي پر اعتبار او تداوم ولاړه ده. دا مسئله چې متحد ايالتونه د تعامل او پرېکون تر منځ د ادلون – بدلون په حال کې وي او د ادارې او نظريې په بدلون سره یې لوی سیاستونه هم بدليږي، د متحدينو تر منځ د بې باورۍ او د څو اړخیزو اړيکو او همکاريو د ادارو د تضعيف سبب کيږي. د يوه زبرځواک په توګه د متحدو ايالتونو سياستونه تر ډيره د سياسي بادونو لوري ته د بدلون په حال کې وي چې دا چاره د دغه هېواد اخلاقي اعتبار ته دروند زيان اړوي.

دغه بې باوري په نړيواله کچه د متحدو ايالتونو د نفوذ د کمېدو سبب شوې چې په پايله کې یې د بشريت د هوساينې لپاره د مهمو ارمانونو ملاتړ ناشونی کیږي. د «امريکا تر هر څه وړاندې» شعار نه يوازې د متحدو ايالتونو ګټو، بلکې د نړيوالې ټولنې ښېګڼې او هوساينې ته هم زيان رسوي.

د يونېسکو عمومي مشر اوډري ازولي د ټرمپ پر پرېکړې د خواشينۍ په څرګندولو سره ويلي چې له يونېسکو د وتلو په تړاو د واشنګټن پرېکړې د څو اړخيزتوب بنيادي اصول کمزوري کړي او ښايي تر هر څه وړاندې په متحدو ايالتونو کې د یونېسکو شريکان چې غواړي سيمې یې د تاريخي ابداتو، ښارونه یې د خلاقو ښارونو او پوهنتونونه یې د معتبرو پوهنتونونو په توګه ثبت شي، زيانمن کړي.

د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون پر اېکس يوه پوسټ کې له يونېسکو د خپل هېواد د ثابت ملاتړ ډاډ ورکړی او ويلي یې دي چې له ياد سازمان څخه د متحدو ايالتونو وتل به په دې برخه کې د فرانسې تعهدات کمزوري نه کړي.

د بلجيم د بهرنيو چارو وزير مکسيم پرېووټ له يونېسکو د متحدو ايالتونو د وتلو پر پرېکړې د خواشينۍ په څرګندولو سره ويلي چې هېواد یې په کلکه د يونېسکو تر څنګ ولاړ او په دې نظر دی چې نړيوالې ننګونې نړيوالو حل لارو ته اړتيا لري. هغه د پياوړو څو اړخیزو اړيکو او همکاريو د ادارو پر رامنځته کېدو ټينګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتريش هم د متحدو ايالتونو پر پرېکړې خواشيني څرګنده کړې ده. د ملګرو ملتونو وياند سټيفن ډوجاريک د ګوتریش په يوه پيغام کې د يونېسکو پر نورو غړو غږ کړی چې د اصلاحاتو لپاره تعامل ته ادامه ورکړي.

هغه ننګونې چې نننۍ نړيواله ټولنه ورسره مخ ده، لکه اقليمي بدلونونه، د ژوندي سرو د تنوع له منځه تلل، کلتور ساتنه، نړيوالې زده کړې او علمي نوښتونه، په طبيعي ډول نړيوال ماهيت لري. يونېسکو په طبيعي ډول د يوه داسې فورم په توګه مطرح دی چې هېوادونه پکې د جمعي غبرګون ښودلو، د تخنيکي معيارونو د رامنځته کولو او پوهې د شريکولو لپاره را ټوليږي.

کله چې متحد ایالتونه تعامل پرېږدي نو د همغږو اقداماتو د برياليتوب چانس ورسره کمېږي. دغه راز د واشنګټن وروستۍ پرېکړه ښيي چې څو اړخیزتوب ته د متحدو ايالتونو ژمنتيا مشروطه ده. دغه راز دا پرېکړه، د هغه قانون بنسټي نړيوال نظم اغیزناکتوب کموي چې د متحدو ايالتونو سياست جوړوونکي یې په الفاظو کې ملاتړ کوي.

له يونېسکو د متحدو ايالتونو د وتلو او بېرته ور ستنېدلو ډرامه د نړيوالې حکومتولۍ په تړاو د دغه هېواد د لنډ فکرۍ نښه ده. متحد ايالتونه په پرله پسې توګه کورنيو سياستونو ته د نړيوالو څو اړخیزو همکاريو د ادارو په تابع کولو سره په تکراري ډول د څو اړخیزتوب اصول تر پښو لاندې کوي.

واشنګټن د «امريکا تر هر څه وړاندې» شعار لپاره په شرموونکي ډول هم خپلې ګټې او هم نړيوال پرمختګ زيانمنوي.

Previous Post

بغلان کې یو شمېر سیمې له ماینونو پاکې شوې

Next Post

لي چیانګ د چین د دولتي شورا د غونډې مشري وکړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

لي چیانګ د چین د دولتي شورا د غونډې مشري وکړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تورخم کې د ۱۱زره راغلو کډوالو درملنه شوې

تورخم کې د ۱۱زره راغلو کډوالو درملنه شوې

نوومبر 9, 2023
ټولګټو وزارت: د چک – دایمیرداد سړک رغنیزې چارې به ډېرې ژر پیل شي

ټولګټو وزارت: د چک – دایمیرداد سړک رغنیزې چارې به ډېرې ژر پیل شي

فبروري 19, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved