چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۳مه غونډه پای ته ورسېده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 15, 2023
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د جون له ۱۹مې څخه د جولای تر ۱۴مې پورې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۳مه غونډه په ژنيو کې  جوړه شوه. په داسې حال کې چې تر کرونا وبا وروسته د نړیوال اقتصاد د بيا سمسورتيا بهیر ورو شوی او نړیوالې ننګونې مخ په زیاتېدو دي ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د بشري حقونو د ستونزو په هوارولو کې نړيوالو ته لارښوونه  کړې ده.

په دې غونډې کې د چين پلاوي د بېلا بېلو موضوعاتو په باب بحث وکړ او د پرمختيايي هېوادونو د ګډو ګټو  په اړه يې خپل دريځ او وړانديزونه بيان کړل. چين د عدالت د ساتلو لپاره ډېرې هڅې کړې او کارونو يې ښې پایلې تر لاسه کړي دي.

په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په دفتر او د سويس په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شيو د چین ميډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې  وویل، چې په دې غونډې کې د چين استازو د ويناوو او د وړاندیزونو له لارې د مساواتو او متقابل درناوي پر بنسټ د بېلا بېلو خواوو د ګډو نظريو د راټولولو لپاره هڅې وکړې او د بشري حقونو د سیاسي کېدو  پر مخنیوي يې ټینګار وکړ، تر څو د بشري حقونو چارې په سالمه توګه روانې شي.

هغه وويل، په برياليتوب سره مو له ټولو بشري حقونو څخه د انسانانو د برخمنولو لپاره د اقتصادي پرمختګ د پرمخبيولو په اړه يو لړ وړانديزونه وکړل، تر کرونا وبا وروسته اقتصادي سمسورتيا ته مو پاملرنه وکړه او له بشري حقونو د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو د برخمنولو لپاره  مو هلې ځلې وکړې، تر څو د اقتصادي سمسورتيا په بهير کې له ننګونو سره د مختلفو هېوادونو د مقابلې توان پياوړی شي. ده زیاته کړه، چې څه باندې شپېتو هېوادونو په دې غونډې کې له چين سره ګډ وړانديز وکړ. له دې څخه هم ښکاري، چې زمونږ وړانديز او لايحه د پراخو غړو هېوادونو له ګډو هيلو سره سمون لري.

د جولای په څوارلسمه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۳مه  غونډه کې له ټولو بشري حقونو څخه د انسانانو د برخمنولو لپاره د پرمختګ د خدمتونو په هکله د چین له خوا وړاندې شوې مسوده  تصویب شوه. د پاکستان، عربي متحده اماراتو، سوډان او هندوراس په شمول د يو شمېر هېوادونو استازو په خپلو خبرو کې دغه مسوده وستايله او د چين له لارښوونکي رول څخه يې مننه وکړه. هغوی همدارنګه ويلي، چې د دغې مسودې له تصويبېدو څخه د پرمختيایي هېوادونو غوښتنه او ګډه هيله ښکاريږي.

د چين استازي چن شيو همداراز وويل، چې د چین پلاوي په جلا جلا توګه د زړو ښځو د حقونو او د مصنوعي ځيرکتیا له لارې د معلولينو حقونو د تامين په هکله وينا وکړه او نظرونه يې د بېلا بېلو خواوو د استازو له خوا تائيد شول، د بېلګې په توګه د چين پلاوي د مصنوعي ځيرکتيا له لارې د معلولينو د حقونو د پرمخبېولو په هکله نظر وښود او د امريکا، يونان او اطريش په شمول څه باندې اويا غربي هېوادونو له دغه نظر سره موافقه وکړه، چې همدې د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو همکاريو لپاره ښه زمينه برابره کړې ده.

د چین استازي چی شيو په خپلو خبرو کې په اشارې ويلي، چې د چين استازو په دې غونډې کې د نړيوال عدالت پر ساتلو ټينګار وکړ او بشري حقونو ته يې د سياسي رنګ له ورکولو سره مخالفت څرګند کړ. هغه وويل، چې ځينو هېوادونو د بشري حقونو په پلمه پر پرمختیایي هېوادونو تورونه لګولي او په دې اړه مو خپل نظر څرګند کړ او د امريکا په مشرۍ مو د غربي هېوادونو رياکارانه څېره  افشا کړه.

د چين استازو د بشري حقونو شورا په دې غونډې کې پر امريکا غږ کړی، چې پر ونزويلا  يواړخيز بنديزونه لېری کړي او د سوريې په دننه کې له بريټانيا سره غير قانوني ګډ پوځي عمليات بند کړي. دغه راز يې سمندر ته د جاپان د اټومي ککړو اوبو له خوشي کولو او د بهرنيو مهاجرينو پر حقونو د بريټانوي حکومت له  تېري سره مخالفت څرګند کړی او له اسلامي هېوادونو يې غوښتي چې د ځينو لوېدېځو هېوادونو له خوا د قران کريم د سوځېدو په هکله بېړنۍ مباحثوي غونډه جوړه کړي، او له نړيوالو څخه يې هم غوښتي چې د نړيوال تمدن وړانديز عملي او د نړيوالو تمدنونو د تنوع ګډه ستانه وکړي.

Previous Post

د چین استازي پر دغه هېواد د ناټو بې اساسه نيوکه رد کړه

Next Post

جنوبي کوریا له اوکراین سره د نورو مرستو ژمنه کړې ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
جنوبي کوریا له اوکراین سره د نورو مرستو ژمنه کړې ده

جنوبي کوریا له اوکراین سره د نورو مرستو ژمنه کړې ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

نورستان کې د پارون برېښناکوټ کانال د بیارغونې چارې پیل شوې

نورستان کې د پارون برېښناکوټ کانال د بیارغونې چارې پیل شوې

مې 21, 2024
بلخ کې د اوبو ۹ چکډیمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

بلخ کې د اوبو ۹ چکډیمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

سپتمبر 17, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ