د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش، نن سهار له خپل پلاوي سره سوریې ته ورسېد. د راپور له مخې، د سوریې د بهرنیو چارو او کډوالو چارو وزیر، اسعد حسن الشیباني، د دمشق په نړۍوال هوايي ډګر کې د ګوترېش او د هغه د مل پلاوي هرکلی کړی. د بشري ناورین، د هېواد بیارغونه، د کډوالو وضعیت او له نړیوالو بنسټونو سره د سوریې د حکومت تعامل د دې سفر او نړۍوالې ټولنې د پام مهم موضوعات بلل کېږي.











