د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش د چين د مار کال د پسرلني اختر د رارسېدو په مناسبت یوې ویډیويي وینا کې ټولو ته مبارکي وويله.
نوموړي په وينا کې هيله ښودلې: “راځئ چې په نوي کال او نوي پیل سره ښکلې هیلې او ټينګ هوډ ولرو، چې ټولو ته به يوه لا روښانه راتلونکی رامنځته شي.“
هغه په نوي کال کې د روغتیا، خوښۍ، سوکالۍ او نوي کېدو هیله وکړه او د ملګرو ملتونو، څو اړخيزم او نړيوالې همکارۍ لپاره د چين او چينايانو له باثباته ملاتړ څخه يې مننه څرګنده کړه.











