چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د منځني ختيځ شخړه څنګه د روسيې او اوکراين پر حالاتو اغېز کوي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 3, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د منځني ختيځ شخړه څنګه د روسيې او اوکراين پر حالاتو اغېز کوي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په منځني ختيځ کې روانې شخړې د روسيې او اوکراين پر حالاتو اغېز کړی دی. روسیې او اوکراین په دې وروستيو کې د ايران او د خليج هېوادونو په شمول د منځني ختيځ هېوادونو سره جلا جلا تماسونه نيولي دي.

شنونکي د ايران پر ضد د امريکا او اسرائيل جګړه د روسيې او اوکراين په شخړې پسې تړي او پر دې اند دي، چې د منځني ختيځ شخړه د يادو هېوادونو پر شخړې مخ زياتېدونکې اغېزه لرلی شي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

روسيې د ايران پر ضد د امريکا او اسرائيل شخړې له پېښېدو راهيسې په منځني ختيځ کې له ايران سره د خپلو اړيکو د ټينګښت ترڅنګ له خليج هېوادونو سره هم مناسبې اړيکې ساتلې دي.

روسیې له يوې خوا ايران څخه ملاتړ کړی او له بلې خوا يې له خليج هېوادونو سره همغږې ساتلې ده.

ولسمشر ولاديمير پوتين خپل هېواد ”د ايران وفادار او د باور وړ ملګری“ بللی او دوه ځله يې له ايراني سيال مسعود پزشکيان سره تليفوني خبرې کړې دي.

د روسيې خارجه وزارت له تېر مارچ راهيسې د ايران د حالاتو په اړه ۵ اعلاميې خپرې کړي، پر ايران يې د امريکې او اسرائيل بريدونه غندلي او د سمدستي اوربند غوښتنه يې کړې ده. برسېره پر دې، ايران ته يې درمل او نورې زياتې بشري مرستې هم لېږلې دي.

د روسيې خارجه وزير سيرګي لاوروف څو ورځې مخکې له ايران سره د پوځي تخنيکي همکارۍ تړون د لاسليک اعلان هم کړی، چې له مخې به يې دغه هېواد ايران ته څو ډوله پوځي تجهيزات برابروي.

راپورونه وايي، روسيې په وروستيو کې ايران ته بريدګرې چورلکې، د هوايي بريدونو ضد توغندي او نورې زياتې وسلې هم لېږلې دي. خو روسيې تراوسه د دې خبر پخلی نه دی کړی.

اوکراين بیا په دې موده کې په منځني ختيځ کې فعالې ډيپلوماتيکې تګلارې غوره کړي او هم يې د سیمې هېوادونو ته د بېپيلوټه الوتکو ضد تخنيکونه ورکړي دي.

ولسمشر ولاديمير زيلنسکي د تېر مارچ په وروستۍ لسیزې کې د منځني ختيځ څو هېوادونو ته تللی او د عربي متحده اماراتو او قطر په شمول ځينو هېوادونو ته يې ياد تخنيکونه معرفي کړي دي. دغه راز اوکراين څو سيمه ييزو هېوادونو ته ۲۰۱ کارپوهان هم لېږلي، چې د ايران د بېپيلوټه الوتکو او توغنديو د ګواښونو پر وړاندې مقابله وکړي.

اوکراين له خليج هېوادونو سره د امنيت او دفاعي چارو د اوږدمهالو همکاریو په هڅه کې دی.

ولسمشر زيلانسکي د تېر مارچ په پای کې ويلي، چې هېواد يې له سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او قطر سره امنيتي هوکړه ليکونه لاسليک کړي دي. په دغو هوکړه ليکونو کې د توغنديو او بېپيلوټه الوتکو ضد تخنيکي همکارۍ او ګډې پانګونې شاملې دي او د باور موده يې لس کاله ښودل شوې ده.

شنونکي وايي، په ايران کې د شخړې له پيل راهيسې نړيوالې ټولنې او په تېره بيا  لوېديځو خبري رسنيو د روسيې او اوکراين حالاتو ته پام کم کړی دی.

اوکراين کوښښ کوي، چې د لوړ پوړي تګ راتګ او د دفاعي همکاريو په لارو چارو د نړيوالې ټولنې زیاته پاملرنه راخپله کړي او د منځني ختيځ هېوادونو په همکارۍ خپل جنګي تکتيکونه او تخنيکونه په اقتصادي ګټو او ډيپلوماتيک ملاتړ بدل کړي.

د کارپوهانو په اند، په ايران کې د امريکا او اسرائيل جنګ اوس په پوځي، اقتصادي، ډيپلوماتيکو او ستراتيژيکو چارو کې د روسيې او اوکراين پر حالاتو اغېزه کوي.

پوځي چارو ته په کتو، د منځني ختيځ شخړه مستقيماً د هوايي بريدونو ضد د اوکراين پر وړتيا اغېزه لرلی شي او اقتصادي چارو ته په کتو، د نفتو لوړې بيې بیا روسيې ته فرصتونه برابروي.

په ډيپلوماتيکو چارو کې د منځني ختيځ شخړه د نړيوالې ټولنې د پام وړ ګرځېدلې او د روسيې او اوکراين سوله ييز بهير ممکن پر له پسې په رکود کې ولوېږي. د دې ترڅنګ، د امريکا او اروپا ترمنځ د توپيرونو زياتوالی به په راتلونکو ستراتيژيکو لوبو کې روسيې ته ګټور شرايط برابر کړي.

Previous Post

امریکا چين ته يو قاچاقبر وسپاره

Next Post

مین اونګ هلاینګ د میانمار د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
مین اونګ هلاینګ د میانمار د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو

مین اونګ هلاینګ د میانمار د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا او نورو هېوادونو ته د هرات د کاني ډبرو صادرات ډیر شوي

امریکا او نورو هېوادونو ته د هرات د کاني ډبرو صادرات ډیر شوي

اگست 1, 2026
کونړ کې د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو چارې پيل شوې

کونړ کې د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو چارې پيل شوې

سپتمبر 17, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ