چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د منځګړیتوب نړيوال سازمان د تضادونو حل و فصل یوه نوې لاره برابروي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 13, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د منځګړیتوب نړيوال سازمان د تضادونو حل و فصل یوه نوې لاره برابروي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د مې په ۳۰مه نېټه، د ۳۳ هېوادونو استازو په هانکانګ کې د منځګړيتوب نړيوال سازمان تړون لاسليک کړ او د دې سازمان بنسټ يې کېښود. د دې تړون له مخې کله چې له درېیو څخه زيات لاسليک کوونکي هېوادونه له خپلو کورنيو قوانينو سره سم دغه تړون تصويب کړي، د منځګړيتوب نړيوال سازمان به په رسمي ډول تاسيس او پرانيستل شي. د دې سازمان عمومي مقر د چين په هانکانګ کې دی.

د شنونکو په اند، د منځګړيتوب نړيوال سازمان تاسيس د نړیوالو قوانينو په چوکاټ کې يو نوښتګر اقدام دی او د نړیوال منځګړیتوب په برخه کې تشه ډکوي. دا د نړيوالې سولې د ساتنې لپاره د چين لخوا برابره شوې يوه مهمه مرسته هم ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اوسمهال په ټوله نړۍ کې د نړيوالې محکمې او د تجارت نړيوال سازمان د تضادونو د حل ميکانيزم په شمول نړيوال سازمانونه شتون لري، ولې بېلا بېلې خواوې د منځګړیتوب نړيوال سازمان تاسیس ته وده ورکړي؟ دا له پېچليو نړیوالو وضعیتونو او د مختلفو هیوادونو له اصلي اړتیاوو سره تړاو لري.

په اوسني مهال کې، نړۍ د ګډوډۍ او بدلون نوې دورې ته ننوتلې ده، جیوپولیټیکي شخړې یو په بل پسې رامنځته شوې، یواړخيزم او محافظت مخ په سختېدو دي. ځینې هیوادونه د تسلطي کړنو یا حتی د جګړو له لارې د تضادونو “له منځه وړلو” عادت لري. په ورته وخت کې، د نړیوالو شخړو د حل موجوده میکانیزمونه د ځینو لوېدیځو هیوادونو تر سیاسي اغیزو لاندې دي او ځينې يې عدالت نه شي تامینولای، او يا د خپل رول د تر سره کولو توان نه لري.

د منځګړیتوب نړيوال سازمان جوړول د ملګرو ملتونو د منشور اهداف او اصول پلي کوي، د نړیوالو تضادونو د حل موجوده میکانیزمونو لپاره ګټوره ضمیمه ده او د لا عادلانه او معقول نړيوال نظم د جوړولو لپاره د نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د سراسري جنوبي نړۍ غوښتنه پوره کوي.

د یادونې وړ ده چې د منځګړيتوب نړيوال سازمان تړون زياتره لاسليک کوونکي هېوادونه پرمختيايي هېوادونه دي. په تیرو وختونو کې چې کله نړیوالې شخړې راپورته شوې نو د سراسري جنوب ګټو تامین به ډېر سخت و. په راتلونکي کې به د منځګړیتوب نړيوال سازمان دوی ته د شخړو د حل نوې لاره چمتو کړي. لکه څنګه چې چیني لوري ويلي، “دا به په نړيوالو مسئلو کې د پرمختيايي هیوادونو ګډون ته وده ورکړي، په عادلانه توګه او د ټولو په شمولیت سره به د نړیوالو شخړو د حل میکانیزمونو پراختیا ته وده ورکړي، او په نړیوالې حکومتدارۍ کې به د سراسري جنوب هېوادونو ږ پورته کړي.”

د منځګړیتوب نړیوال سازمان نه یوازې د ختیځ او لوېدیځ د حکومتدارۍ مفکورې يو ځای کوي، بلکې د موثریت، لګښت او قوانینو له پلوه هم ډېرې ګټې لري. د مثال په توګه، موجوده میکانیزمونه د شخړو له رامنځته کېدو وروسته پرېکړې کوي، په داسې حال کې چې د منځګړیتوب نړيوال سازمان د “شخړو له مخکې د شخړو د سببونو د ختمولو” شعار لري. د عدالت نړیوالې محکمې ته د شکایت کولو لپاره اوږد وخت لګېږي او دا کار ګران دی، په داسې حال کې چې د منځګړیتوب نړيوال سازمان د منځګړیتوب دوره لنډه ده. سربيره پر دې، منځګړي د بې طرفه درېیمې ډلې څخه راځي، د شخړو ښکليو خواوې د منځګړيتوب پروسې کنټرول ساتي او کولای شي په ډېر انعطاف منونکي ډول د شخړو په ختمولو کې بریالي شي.

په وروستیو کلونو کې، بېجينګ په پر له پسې ډول د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د تضادونو او شخړو د حل لپاره د چين حکمت او پلان چمتو او عملي کړی دی. د دې تر شا د چین کلتوري مفهوم، چې “همغږي قیمتي ده” ښکارېږي.

“د خبرو اترو له لارې شخړې حل کړو او د مشورو له لارې د تضادونو د ختمولو لپاره منځګړیتوب وکړو”، تمه کېږي چې د منځګړيتوب نړيوال سازمان به د ټولو خواوو په ګډو هڅو سره د نړیوالو شخړو په سوله ییز حل کې مثبت رول ولوبوي او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د متقابل باور او همکارۍ د زیاتولو لپاره به نوی محرک ځواک وګرځي.

Previous Post

چيو شه مجلې «له تعلیمي پلوه د یوه قوي هېواد په جوړولو کې چټکتیا» تر عنوان لاندې د شي جین پينګ يوه مهمه مقاله خپره کړې

Next Post

د اوکراین بې‌پیلوټه الوتکو د روسیې پر ۴ اټومي پوځي اډو حمله کړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د اوکراین بې‌پیلوټه الوتکو د روسیې پر ۴ اټومي پوځي اډو حمله کړې

د اوکراین بې‌پیلوټه الوتکو د روسیې پر ۴ اټومي پوځي اډو حمله کړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

جرمني: ا.ا باید وپوهول شي چې په سمه لار نه دي روان

جرمني: ا.ا باید وپوهول شي چې په سمه لار نه دي روان

جون 7, 2022
ا.ا: هېچا ته په کورنیو چارو کې د مداخلې اجازه نه ورکوو

ا.ا: هېچا ته په کورنیو چارو کې د مداخلې اجازه نه ورکوو

دسمبر 27, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ