د چین او نائورو د ډیپلوماټیکو اړیکو له پيلېدو يو نيم کال وروسته، د نائورو ولسمشر داويډ اډیانګ په دې وروستیو کې د چین د ګوانګ دونګ ولايت په جیانګ من ښار کې د چین ميډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه وکړه.
د ولسمشر اډیانګ نیکه ګان يوه پېړۍ مخکې له چین څخه د جنوب ختيځې آسيا له لارې نائورو ته تللي وو. کله چې تیر کال نائورو او چین ډیپلوماټیکې اړیکې بیا پیل کړې، اډيانګ له رئيس شي جین پینګ څخه یوه شخصي غوښتنه وکړه، چې د ده د نيکه ګانو په اړه مالوماتو په پيدا کولو کې ورسره مرسته وکړي. له دې وروسته د چین حکومت اړوندو څانګو په دقت او موثریت سره په چين کې د اډیانګ د نسب معلوماتو لټون پيل کړ او دا يې هم موندلې چې نيکه ګان يې څنګه له جنوب ختیځې آسیا څخه اوسنی آرام سمندر ټاپو هیواد نائورو ته ورسېدل.

د دغو تحقيقاتو له مخې، د ولسمشر اډیانګ نیکونه د چين ګوانګ دونګ ولايت د جیانګ مین ښار د (( سي تو )) له لويې کورنۍ څخه راغلي وو. اډیانګ او د ده کورنۍ او خپلوانو د خپلو نیکونو د قربانۍ او عبادت مراسم اجرا کړل، د پلرونو تالار مخې ته یې یوه ونه کېنوله، او د شاګوم په توګه يې په يوه بوتل کې د خپل ټاټوبي خاوره واچوله.
اډیانګ وویل، د هغه په ټاټوبي کې د پرمختګ وضعيت حیرانونکی دی، او هغه د چینایانو له زیار ډکه روحيه يو نړيوال موډل په توګه ګڼي.

یو نیم کال کیږي چې چین او نائورو ډیپلوماټیکې اړیکې بیا پیل کړې دي. دواړو خواوو د سپورتي زیربناوو، بندرونو جوړولو او د فوتوولټیک (Photovoltaic) برېښنا پروژو په برخو کې پراخه همکاري کړې ده او ځینې پایلې پکې راڅرګندې شوې دي. په راتلونکی کې به د چین او نائورو مشران د خپلمنځي اقتصادي او سوداګریزو تبادلو د پرمختګ، د دواړو حکومتونو او خلکو تر منځ اړيکو د پياوړتيا او د ګډ برخليک د ابادۍ لپاره ګډ کوښښونه وکړي.












