سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې د چين تجربې

لیکواله: غوټۍ  د چين نړیوالې راډیو د پښتو څانګې خبرياله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 11, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې د چين تجربې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۸مه خبر ورکړ چې د اروپا د منځنۍ سيمې په وخت د روانې مياشتې د ۸مې نېټې د سهار تر لسو بجو پورې له چين څخه بهر په ۱۰۱ هېوادونو کې د نوي کورونا ويروس پر ناروغۍ اخته شوي ناروغان پيدا شوي دي او په ټوله نړۍ کې د نوي کورونا ويروس پر ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر له يو لک څخه اوښتی. نو دغه سازمان له ټولې نړۍ څخه وغوښتل چې د دغه ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره اغيزمن او جدي تدبيرونه ونيسي.

    همدارنګه، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د مارچ په ۸مه خبر ورکړ چې اوس په افغانستان کې څلور کسان پر دغه ناروغۍ اخته شوي دي. ويل کېږي چې افغانستان هم د نوي کورونا ويروس د خپرېدو له ګواښ سره مخ دی.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

ټولو ته معلومه ده چې د نوي کورونا ويروس ناروغي لومړی په چين کې پيدا شوې، د چين حکومت پر وخت اغېزمن او جدي تدبيرونه نيولي دي. د چين له خوا نيول شوي تدبيرونه د نړۍ د بېلابېلو خواوو له خوا ستايل شوي. د دغه ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې د چين او د ياد سازمان د کارپوهانو ګډې ډلې د فبرورۍ په ۲۴مه په بیجېنګ کې يوه ګډه مطبوعاتي غونډه وکړه او د دغه سازمان کارپوهانو په دغه غونډه کې وويل، چې د چين له خوا نيول شويو تدبيرونو د دغه ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره ډېر ښه اغېز درلودلی دی، لږ تر لږه يې سلګونه زره کسان له دې ويروس څخه ژغورلي دي او په ټوله نړۍ کې د دغه ويروس د وقايې او کنټرول لپاره يې ښه زمينه برابره کړې ده. پر دې سربېره، د روغتيا نړيوال سازمان د عمومي مدير لوړ پوړي سلاکار بروس ايلوارد څو ورځې مخکې له نيويارک ټايمز ورځپاڼې سره د مرکې په ترڅ کې په چين کې د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنټرول د څارنې په هکله خپلې نهه ورځنۍ تجربې شريکې کړې او په کور کې د قرنطين، د ښارونو د بندولو او د ښوونځيو د بندولو په ګډون جدي تدبيرونه يې وستايل.

نو د نوي کورونا ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې د چين تجربې څه دي؟ افغانستان ورڅخه څه پوهه او ګټه تر لاسه کولی شي؟ په دې اړه لاندې څلورو برخو ته پام وکړئ: لومړی- د چين حکومت د دغه ويروس د وقايې او کنټرول کارونو ته ډېره پاملرنه کوي او له بېلابېلو خواوو او د خلکو يووالی او ګډ کوښښونه له دغه ويروس سره په مبارزه کې د برياليتوب بنسټ دی.

د چين دولت ریيس شي جين پينګ د دغه ويروس له رامنځ ته کېدو وروسته، پخپله د اړوندو کارونو لارښوونه او ترتيبات کړي دي او کوي يې. د چين بېلابېلو خواوو له دغه ويروس سره په مبارزه کې د خلکو د سر او ژوند امنيت او روغتيا ساتلو ته تر هر څه لومړیتوب ورکوي. د بېلګې په ډول، د چين په هوبي ولايت کې د دغه ويروس د خپرېدو حالات تر ټولو ډېر سخت دي، په دغه ولايت کې د دغه ويروس د وقايې او کنټرول او د ناروغانو د علاج لپاره د چين له بېلابېلو ځايونو څخه کابو ۴۲۰۰۰ طبي کارکوونکي دغه ولايت ته رسېدلي او شپه او ورځ کارونه کوي. ویل کېږي چې چين د بېلابېلو خواوو د يووالي او ګډو کوښښونو پر اساس په لنډمهال کې اغېزمن او جدي تدبيرونه نيولي او ښې لاسته راوړنې يې ترې تر لاسه کړې دي او په هوبي ولايت کې هره ورځ د نويو ناروغانو شمېر په ښکاره توګه کم شوی دی.

اوس دغه ويروس په ۱۰۱ هېوادونو او سيمو کې د خپرېدو په حال کې دی او په ځینو هېوادونو کې یې حالات د ژر سختېدو په حال کې دي. په تېره بيا د افغانستان په ګاونډي هېواد ايران کې؛ نو د افغانستان بېلابېلې خواوې هم بايد د دغه ويروس وقايې او کنټرول کارونو ته لا زياتې پاملرنې وکړي. له ويروس سره مبارزه د يو ګوند، يو قوم، يوې سيمې، يوې ادارې او حتی د يو کس پر وړاندې مبارزه نه ده. د ويروس خپرېدا ښکاره سرحد نه لري، نو د هېواد بېلابېلې خواوې، ګوندونه، قومونه، ادارې او هر کس بايد په دغه مبارزه کې د برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي. له نيکمرغه، افغان طالبانو او امريکا د فبرورۍ په ۲۹مه د جوړجاړي توافقنامه لاسليک کړه او له مخې به يې د افغانستان بين الافغاني مذکرات پيل شي. دا يو ښه فرصت دی چې د افغانستان بېلابېلې خواوې د سياسي توپيرونو په لرې کولو سره په ګډه د خلکو د سر او ژوند د امنيت د ساتلو لپاره له دغه ويروس سره ګډه مقابله وکړي، څو په لنډه موده کې په افغانستان کې د دغه ويروس د کنټرول او د لا زياتو خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره زمينه برابره شي.

دویم- د چين حکومت د بېلابېلو سيمو او منطقو د حالاتو له مخې بېل او اغېزمن تدبيرونه نيولي. د بېلګې په ډول، ووهان ښار چې د هوبي ولايت مرکز دی او حالات يې تر ټولو ډېر سخت دي، د چين حکومت د دغه ښار د بندولو او د ټولو ترافيکي وسايلو د نه کارولو حکم کړی دی، څو د خلکو د تګ راتګ د کمښت له لارې په لا پراخه منطقه کې د دغه ويروس د خپرېدو مخه ونيول شي. د چين د بېلابېلو کچو ادارې د مرکزي حکوم په مشرۍ د خپلو منطقو د حالاتو له مخې د اړوندو کارونو د لارښوونې لايحې جوړې کړې. بېلابېل ولايتونه، ښارونه، چارې او ادارې د خپلو حالاتو له مخې، د دغه ويروس د وقايې لارښوونې، د عادي کارونو د بيا اعاده کولو لارښوونې او د استوګنيزو سيمو لپاره د وقايې د کارونو لارښوونې طرحې، جوړې او عملي کړې دي.

د افغانستان د بېلابېلو سيمو حالات هم بېل دي، نو د دغه ويروس د وقايې او کنټرول تدبيرونه هم بايد سره توپيرونه ولري. د بېلګې په ډول، په هغو منطقو کې چې پر دې ناروغۍ اخته شوي ناروغان پېژندل شوي، بايد له دغو ناروغانو سره نږدې تماس نيوونکي پيدا کړای شي، بايد خلکو ته په کور کې د پاتې کېدو قرنطين او پخپله د تبې څارنې وړانديز وکړای شي. په هغو منطقو کې چې ناروغان نشته، بايد له ناروغانو لرونکو سيمو سره د خلکو تګ راتګ کم کړي او هغو کسانو ته دې زياته پاملرنه وکړي چې د ويروس د خپرېدو له سيمو او نورو هېوادونو څخه راځي. داسې کسان بايد د ۱۴ ورځو لپاره په خپل کور کې قرنطين کړای شي. پر دې سربېره، د افغانستان په قلمرو کې د بېلابېلو کچو ادارې بايد د دغه ويروس د وقايې او علاج لپاره کافي طبي مواد برابر کړي، څو له دغه ويروس څخه د لا زياتو خلکو ژوند وساتل شي. د پاملرنې وړ ټکی دا دی چې روغتونونه او طبي مرکزونه بايد د ناروغانو د چټک زياتوالي لپاره چمتووالی ونيسي او د طبي کارکوونکو لپاره اړوندې روزنې دې پياوړې شي، څو پر دغه ناروغۍ د اخته کېدو او له امله يې د مړه کېدو انډولونه کم شي. دغه راز بېلابېلې خواوې بايد د طبي کارکوونکو امنيت ساتلو ته لا زياتې پاملرنې وکړي.

درېيم- د چين حکومت د دغه ويروس له رامنځ ته کېدو وروسته، سمدلاسه د رسنيو له لارې د دغه ويروس د وقايې معلومات او علمي پوهاوی عامو وګړو ته خپاره کړي. په دې مناسبت به عام وګړي په دې ښه وپوهېږي چې د ويروس د خپرېدو په وخت کې بايد د خپل ځان ساتلو لپاره څه کار او تدبير ونيسي. سم، رسمي او وختي خبرونه او معلومات د خلکو اندېښنې لرې کولای شي.

د ورځپاڼو، راډيوګانو، ټلوېزيونونو او ټولنيزو رسنيو په ګډون، عامې خبري رسنۍ عامو وګړو ته د معلوماتو د شريکولو لازم وسايل دي. د دغو رسنيو له لارې عامو خلکو ته د ويروس د وقايې د سمو او علمي پوهو شريکول د حکومت او بېلابېلو ادارو مسوليت دی چې دا به له عامو خلکو سره لازمې مرستې وکړي.

څلورم- د چين حکومت د دغه ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې له نړيوالې ټولنې سره نږدې او ښې همکارۍ کوي. د دغه ويروس له رامنځ ته کېدو وروسته چين سمدلاسه د روغتيا له نړيوال سازمان سره اړوند معلومات شريک کړل او له ډېرو هېوادونو سره يې د دغه ويروس د وقايې او کنټرول ګډ کاري ميکانېزم جوړ کړ. د چين طبي ډلې په جلا جلا توګه د فبرورۍ په ۲۹مه او د مارچ په ۷مه ايران او عراق ته رسېدلې، څو د دغه ويروس د وقايې او علاج په برخه کې له دغو هېوادونو سره مرسته وکړي. دغه راز، چين دغو هېوادونو ته د ناروغانو د تشخيص اوتومات الو په ګډون، طبي مواد او توکي هم برابر کړي دي.

ويروس د بشريت پر وړاندې ګډ دښمن دی، نو نړيوالې همکارۍ لازمې دي. افغان حکومت به هم د چين په ګډون، د بېلابېلو هېوادونو له تجربو څخه د دغه ويروس د وقايې او کنټرول او د ناروغانو د علاج په برخو کې ښې تجربې واخلي. د مختلفو هېوادونو اړوند طبي کارپوهان د انټرنيټي ناستو له لارې د نظريو تبادلې او د طبي کارونو ګډه لارښوونه کولای شي. نړيواله ټولنه هم د افغانستان د حالاتو له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان، سره صليب ټولنې او سرې مياشتې ټولنې په چوکاټ کې د تدبيرونو د نيولو، د دغه ويروس د وقايې د لايحو د جوړولو، د وقايوي موادو او توکو د ويشلو او د معلوماتو شريکولو په برخو کې له افغانستان سره لا نږدې همکارۍ وکړي.

له عمومي لحاظه،  نوی کورونا ويروس د بشريت ګډ دښمن دی، يووالی او همکارۍ د دغه ويروس د وقايې او کنټرول لپاره ډېره غښتلې وسيله ده، بشريت دې د ساينس او علم په مټ بې علمه او ناسمو کړو وړو او دغه ويروس ته ماتې ورکړي، څو د بشريت د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې منظمې پر مخ ولاړې شي.

Previous Post

کورونا؛ لویه ازموینه او ستره بریا

Next Post

ولسمشر غني د ۱۵۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان ورکړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ولسمشر غني د ۱۵۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان ورکړ

ولسمشر غني د ۱۵۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان ورکړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د ښامار کښتۍ اختر

جون 10, 2024
عامې روغتیا وزارت:له خصوصي روغتیايي مرکزونو د څارنې لړۍ پیل شوې

عامې روغتیا وزارت:له خصوصي روغتیايي مرکزونو د څارنې لړۍ پیل شوې

اگست 11, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved