چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د نړيوالو ستونزو هوارول د چین او امريکا همکارۍ ته اړتيا لري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 16, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د نړيوالو ستونزو هوارول د چین او امريکا همکارۍ ته اړتيا لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امريکا د نوي حکومت د ماموريت پیل ته څه کم يوه اونۍ پاتې ده او نړيوالو رسنیو په ګڼو راپورونو کې له چين او امريکې څخه غوښتي، چې د نړيوالو ننګونو پر وړاندې ګډه مقابله وکړي. دلته به د څو رسنيو د ورته خبرونو څو بېلګو ته اشاره ولرو.

د روسيې يوې ورځپاڼې د چين او امریکا ترمنځ ګډ سوله ييز ژوند د ټولې نړۍ لپاره ګټور بللی دی. د پاکستان ډېلي ورځپاڼې د چين او امريکا ترمنځ همکارۍ د نړيوالو ګډو ننګونو پر وړاندې د مقابلې او د نړيوالو ښېګڼو د زياتېدو په ګټه يادې کړې دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د امريکا مشهور ليکوال توماس فریډمن، چې څه موده مخکې چين ته په سفر تللی و، ويلي چې امريکا او چين باید د ارامې ۲۱مې پېړۍ د رامنځته کولو لپاره يو ځای کار وکړي.

نړيواله ټولنه تمه ښيي، چې چين او امریکا د نړيوالې سولې د ساتونکو او د نړيوالې ګډې ودې د هڅوونکو په توګه رول ولوبوي.

پوښتنه دا ده، په داسې حال کې، چې اوسنی نړيوال وضعيت ورځ تر بلې پيچلی کېږي او د نړيوالې سولې، پرمختګ او مديريت په برخو کې ننګونې مخ په زياتېدو دي، چين او امريکا څنګه کولی شي، د نړيوالې ټولنې هيلې پوره کړي او څنګه کولی شي، چې د لویو هېوادونو په توګه خپل مسئوليتونه رعايت کړي؟

که څوک غواړي پوی شي، نو ښه به وي چې تاریخ ولولي، ځکه تاریخ تر ټولو غوره تدريسي کتاب دی. چين او امريکا له نن څخه کابو ۸۰ کاله وړاندې د نړۍ له نورو سوله خوښوونکو هېوادونو سره په ګډې همکارۍ د فاشیزم پر وړاندې نړيواله مبارزه وکړه او ګ‌ډ بری یې وموند. اوسمهال په نړۍ کې د اوکراين بحران او د فلسطين او اسرائيل ترمنځ شخړې روانې دي او نړيواله سوله او ثبات يې سخت ګواښلي او زيانونه یې اړولي دي. که چين او امريکا شخړې او تقابل ته مخه نه کړي او په سوله کې ګډ ژوند ولري، نو دا به د ګردې نړۍ د سولې لپاره یو لوی خدمت وي.

د چين د فارېن افېرز يا د بهرنيو چارو پوهنتون پروفیسور لي های دونګ د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنيوي په برخه کې د چين او امريکا ترمنځ همغږي او همکارۍ د نړيوال امنيت او ټېکاو د ساتلو لپاره ډېر مهم بولي او پر دې اند دی، چې دواړه هېوادونه باید د سيمه ييزو تودو مسئلو د هواري لپاره ګډ کار وکړي، له تاريخي تجربو څخه باید درس واخلي، په همغږۍ باید همکارۍ ولري او د نړيوالې سولې لپاره باید خپل مسئوليتونه پرغاړه واخلي.

پرمختګ سوله تضمينوي. کابو شل کاله وړاندې، چين او امريکا د جي شل يا شلو صنعتي هېوادونو له غړو سره په ګډې همکارۍ نړيوال اقتصاد له پولي بحران څخه وباسه. نن ورځ نړيوال اقتصاد بيا د سمسورتيا پر لارې کمزوری روان دی او پرمختګ يې غير متوازن  دی.  

د چين او امريکا اقتصادي حجم د نړۍ له ۳/۱ زياته برخه نيسي او دواړه هېوادونه مسئوليتونه او هم توان لري، چې نړيوال اقتصاد ته پراختيا ورکړي، څو زياتوالی ومومي.

په دې وروستيو کې د امريکا په لاس ويګاس ښار کې د ۲۰۲۵م کال د مصرفي برېښنايي محصولاتو نندارتون تر سره شوی او نږدې ۱۵۰۰ چيني تصديو پکې ګډون کړی او له امريکايي تصديو سره يې د نظريو تبادلې او په خپلمنځي احتمالي همکاريو يې ورسره ډېر بحثونه کړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا او د دواړو هېوادونو د خلکو د ښېګڼو د زياتېدو په برخو کې يې بالقوه ځواک ښکاره کړی دی. ډېری نړيوال شرکتونه چين يو مهم بازار او د نړيوال اکمالاتي ځنځير بې بدیله ساتونکی او نوښتګر مرکز بولي.

Previous Post

ډيجيټلي کډوالي: په امريکا کې د بيان ازادۍ له منافقته د نقاب لرې کول

Next Post

هلمند کې د ۳ چکډېمونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
هلمند کې د ۳ چکډېمونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې

هلمند کې د ۳ چکډېمونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کاروبار خپرونه | زارا کمپنۍ

کاروبار خپرونه | زارا کمپنۍ

مې 2, 2021
خیر خواه: تېر یو کال کې هېواد کې یو خبریال هم نه دی وژل شوی

خیر خواه: تېر یو کال کې هېواد کې یو خبریال هم نه دی وژل شوی

سپتمبر 6, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ