سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير په سيالۍ کې ګټونکی نه وي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 12, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير په سيالۍ کې ګټونکی نه وي

A group of trucks parked as a protest at the Uiwang Inland Container Depot in Uiwang, South Korea, on Friday, June 10, 2022. Thousands of truck drivers who are seeking to prevent a change to wage rules have gone on strike at major ports and container depots, posing the latest threat to strained global-supply chains. Photographer: SeongJoon Cho/Bloomberg

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر د ۱۰ مې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې د يو شمېر لویو نړيوالو اقتصادي سازمانونو له مسئولينو سره لیدلي او د نړيوال اقتصاد او د چين اقتصاد د مديريت په اړه يې ورسره خبرې او نظرتبادلې کړې دي.

نوموړي ویلي، هغه کړنې چې د کوچنيو انګړونو او لوړو دېوالونو جوړول او د اقتصادي اړيکو او ځنځير پرې کول پکې نغښتي وي، نورو او هم ځان ته زيانونه رسوي او په خبره یې، ټول هېوادونه دې خپلمنځي اقتصادي اړيکې خطرونه نه، بلکې داسې ګټور فرصتونه وبولي، چې په استفادې ورڅخه خپلې نيمګړتياوې اصلاح او ګډې ګټې ترلاسه کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

نوموړي له امريکا سره د اړيکو په اړه هم دريځ څرګند کړی او ويلي يې دي، چې زياتې ګمرکي تعرفې او سوداګريزې او ټېکنالوژيکې جګړې له وخت او د اقتصاد له قانون سره په ټکر کې دي او ګټونکی نه لري.

د يادو نړيوالو سازمانونو مسئولينو له شي جين پينګ سره په خبرو کې چين د نړيوال اقتصادي پرمختګ عمده اينجين او ثابتوونکی او د څواړخيزم پياوړی ساتونکی بللی او هيله يې ښودلې، چې ګډې همکارۍ ورسره نږدې کړي او ازاده سوداګري او اقتصادي نړيوالتوب ورسره په ګډه وساتي.

د شننونکو په اند، چين بهر ته د ورخلاصون او همکاريو روښانه پيغام ورکړی او نړۍ ته يې د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير د ثبات باور ورکړی دی.

صنعتي او اکمالاتي ځنځير، چې د اقتصادي فعاليتونو د سالم روانېدو مهم تضمين بلل کيږي، د بازاري قانون او د تصديو د انتخابونو د ګډو اغېزو په نتيجه کې رامنځته کېږي او پرمختګ مومي. که مونږ دغه ځنځیر له یوې لويې ونې سره مشابه کړو، نو هره برخه يې څانګه بللی شو او د یوې برخې پرېکون به يې د ونې د زخمي کېدو او ان د وچېدو سبب وګرځي.

د يوه چيپ توليد لږ تر لږه د اوو هېوادونو  د ۳۷ کمپنيو همکاريو ته اړتيا لري او د توليد جريان يې د څه باندې ۵۰ سکټورونو له زرګونو ډولو کارونو وروسته بشپړيږي. که جريان يې له خنډونو سره مخ شي، نو د توليد چارې به يې بندې، لګښت به يې لوړ او د ټېکنالوژۍ نوښت به يې ورو شي.

اوسمهال نړۍ نوي متزلزل پړاو ته ننوتلې او د نړيوالتوب ضد افکارو څپه پکې پورته شوې ده.

د امريکا په ګډون لوېديځو پرمختللو هېوادونو د خپل انحصار د ساتلو په موخه د خطرونو د لرې کولو په پلمه هڅې کوي، چې له نورو هېوادونو سره اقتصادي اړيکې او ځنځيرونه پرې کړي، چې په دغو کړنو يې نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير ته سخت زيانونه رسولي، اقتصادي موثريت يې کم کړی، ګډ پرمختګ يې له خنډونو سره مخ کړی او د اقتصاد د پاشل کېدو خطرونه يې زيات کړي دي. د لوېديځ ياده کړنه د نړيوالې صنعتي او سوداګريزې ټولنې له هيلو سره سمون نه لري.

د ايټاليا او چين د شورا صندوق سرمنشي ماريو بوسيلي ويلي:”مونږ د اړيکو او ځنځير پرېکون نه غواړو، بلکې اړتيا لرو، چې د نړيوالتوب په اړه ښه فکر وکړو، ځکه نږدې اړيکې د ګډو ګټو کيلي ده او تړلی بازار ګټه نه لري. “

د پيسو نړيوال صندوق رئیسې کريسټالينا ګیورګيوا خبرداری ورکړی، چې د اقتصاد پاشل کېدنه به د نړۍ د کورنيو ناخالصو توليداتو په عمومي حجم کې ٪ ۷ کموالی راولي او دغه زيانونه به د فرانسې او جرمني د کورني توليد له عمومي ارزښت سره برابر وي.

چين او امريکا د نړۍ د دوو لویو اقتصادونو په توګه د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير په برخه کې خپلې برترۍ لري. د بېلګې په توګه امريکا د علمي څېړنو او ټېکالوژيکي نوښت په برخه کې ډېر پیاوړی توان او ډېر مستعد کسان لري او چين بيا د نړۍ لومړی هېواد دی، چې د ملګرو ملتونو په معيار د صنايعو پر ډولونو او اړوندو سکټورونو سمبال دی او په دغې برخې کې يې ساری نه لیدل کېږي.

په داسې حال کې، چې د نړيوال اقتصادي پرمختګ کمزوری شوی او یو شمېر نورې ګډې ننګونې هم راپورته شوي، چين او امريکا دې د يو بل پرمختګ ځان ته ننګونه نه، بلکې فرصت وبولي او يو بل ته دې د سيال په سترګه نه، بلکې د همکار په سترګه وویني او د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير د ثبات لپاره دې مسئوليتونه پرغاړه واخلي.

د يادونې وړ ده، چې په بېجينګ کې د چين د اکمالاتي ځنځير په دويم نړيوال نندارتون کې، چې د تېر نومبر له ۲۶ مې تر ۳۰ مې نېټې پورې ترسره شو، د ګډون کوونکو بهرنيو تصديو شمېر د تاريخ نوی ريکارډ جوړ کړی او پکې د امريکايي تصديو شمېر تر نورو هېوادونو زیات و او دا د دې ښکارندويي کوي، چې د نړۍ د  ګڼو هېوادونو او په تېره بيا د امريکا تصدۍ له چين سره د ګډو همکاريو پياوړتيا غواړي.

امريکا له تېرو درېيو کلونو راهیسې د چين پر محصولاتو پرله پسې ګمرکي تعرفې لوړې کړي، چې له امله يې د نړيوالې سوداګرۍ لګښت ډېر لوړ شوی دی.

د امريکا د اقتصاد څېړنيز مرکز شمېرې ښيي، چې له ۲۰۱۷م کال څخه تر ۲۰۲۲م کال پورې له چين څخه امريکا ته په وارداتو کې هر ٪ ۱ کموالی له ويتنام څخه امريکا ته د وارداتو په بیه کې د ٪ ۲ لوړوالي او له مکسيکو څخه دغه هېواد ته د وارداتو په بيه کې د ٪ ۰.۶ د لوړېدو سبب شوی دی.

ځينې امريکايي سياستوال هڅې کوي، چې د چيپ په ګډون د خپلو عصري ټېکنالوژيکي توليداتو پر صادراتو د محدودولو له لارې د چين د پرمختګ مخه ونيسي، خو په دغې کړنې موخې ته نشي رسیدلی او برعکس د چين په بازار کې يې د امريکايي تصديو ګټو ته زيانونه رسولي او چين يې اړ کړی، چې د ټېکنالوژۍ د نوښت لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

ياد حقیقت د دې ښودنه کوي، چې د اړيکو او ځنځير پرېکون هيڅ ګټې نه لري او د کوچنيو انګړونو او لوړو دېوالونو جوړول يوازې ځان تړنه ده.

 چين او امريکا د دوو لویو اقتصادونو په توګه د همکاريو له لارې اقتصادي موثريت لوړولی او ګډې ګټې موندلی شي. د بېلګې په توګه امريکا کولی شي، د چين له مکملو صنعتي سکټورونو څخه ګټې پورته کړي او پدې هېواد کې خپلې سوداګريزې ونډې زياتې کړي.

 د امريکا اېپل(Apple) شرکت ۸۰٪ اکمالاتي همکاران په چين کې دي او د امريکا ټېسلا (Tesla) شرکت د چين په شانګهای ښار کې د خپلې خورا لويې فابريکې د جوړولو په هڅه کې دی، چې له همدې فابريکې څخه به خپل توليدات ټولې نړۍ ته برابروي.

شاوخوا یوه میاشت وروسته به د امريکا نوی حکومت لوړه وکړي. نړيواله ټولنه له ډېرو ننګونو سره مخ ده او تمه لري، چې د چين او امريکا اړيکې ثابتې، سالمې او پر له پسې پرمختګ وکړي او دواړه هېوادونه د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير د ساتلو لپاره ګډ کار وکړي، ځکه چين او امريکا د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير دوه کليدي کړۍ دي او پيوست يې د ټولې نړۍ لپاره ګټې لري.

Previous Post

په غزني کې ۲ ذخیروي بندونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

Next Post

د حقاني شهادت ګڼ شمېر کورني او نړیوال غبرګونونه را پارولي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د حقاني شهادت ګڼ شمېر کورني او نړیوال غبرګونونه را پارولي

د حقاني شهادت ګڼ شمېر کورني او نړیوال غبرګونونه را پارولي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بلېنکن: پر ښځو محدودیتونو د مرستو رسولو لړۍ اغېزمنه کړې ده

بلېنکن: پر ښځو محدودیتونو د مرستو رسولو لړۍ اغېزمنه کړې ده

مارچ 4, 2023

شي جين پينګ به د ولسي اتلانو د يادګار پر څلي د ګلونو ګېډۍ کېښودلو مراسمو کې ګډون وکړي

سپتمبر 29, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved