چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د نړۍ له سوله ییز بهیر سره د امریکا ټکر سم انتخاب نه دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 23, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د نړۍ له سوله ییز بهیر سره د امریکا ټکر سم انتخاب نه دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

نړیوالې ټولنې په دې وروستیو کې د فلسطین هېواد له جوړېدو ملاتړ کړی دی.

 د امریکا د هیل ورځپاڼې خبر ورکړ چې تر اوسه د نړۍ ۱۴۷ هېوادونو د فلسطین هېواد په رسمیت پېژندلی. د فرانسې، استرالیا او بریتانیې په شمول یو شمېر هېوادونو هم ویلي چې په نږدې وخت کې به د فلسطین هېواد په رسمیت وپېژني. له دې داسې ښکاري چې نړیواله ټولنه د فلسطین او اسرائیل (دوو هېوادونو) د جوړېدو او رسمیت پېژندلو هوډ او غوښتنه لري.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

خو په دې جریان کې امریکا یوازنی هېواد دی چې ور سره مخالفت کوي او د نړیوالې ټولنې له سوله ییز دریځ سره په ټکر کې ده. اسرائیلو څو ورځې مخکې د غزې ښار د اشغالولو پلان تصویب کړی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اګست په ۱۰مه نېټه په دې اړه یوه بېړنۍ غونډه جوړه کړه او امریکا د امنیت شورا یوازنی غړی دی چې له دې غونډې سره يې مخالفت کړی دی. د امریکا دغه کړنې نه یوازې له نړیوالو مقرراتو څخه سرغړونه ده، بلکې د دې تسلط او د دوه ګونې نظریې ښکارندويي کوي.

نړیواله ټولنه پر سولې اجماع لري او د امریکا دغه کړنه بیخي د نړیوالې ټولنې نه خوښېږي

د (دوو هېوادونو د جوړېدو طرحه) د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د شخړې د حل و فصل لپاره د نړیوالې ټولنې دایمي اجماع ده. د ۱۴۷ هېوادونو او د امریکا د ځینو ملګرو هېوادونو له څرګندونو په غزه کې د اسرائیل پر نظامي عملیاتو ناخوښي څرګنده کړه. د اسرائیل او فلسطین له روانې شخړې راهیسې، له ۳۵ زرو زیات فلسطیني ملکي وګړي ووژل شول او څه باندې ۲ ملیونه خلک یې له سختې لوږۍ سره مخ دي. د دغه بشري ناورین پر وړاندې، د فلسطین هېواد په رسمیت پېژندل نه یوازې سیاسي رویه ده، بلکې د خلکو د ژوند ساتنه هم ده.

خو امریکا د نړیوالې ټولنې له اندېښنې سره سره په خپله خوښه په امنیت شورا کې  په دې اړه مخالفه رایه ورکړې او د اسرائیل د یواړخیز عمل ملاتړ يې کړی او کوي يې. دغه اقدامات یې د وضعیت د ارامېدو په ګټه نه دي، بلکې پر دې هېواد د نړیوالې ټولنې اعتماد او باور د لا کمېدو لامل شوی دی.

د امریکا دوه ګونی معیار د نړیوالې ټولنې نه خوښېږي

امریکا د اوکراین مسئلې په اړه ټینګار کړی چې د اوکراین د خاورو بشپړتیا باید وساتل شي، خو پر دې يې سترګې پټې کړې چې اسرائیل له اوږدې مودې راهیسې د فلسطین خاورې اشغال کړی. واشنګټن د دوو هېوادونو د جوړېدو طرحې د  ملاتړ شعار ورکړی، خو په عین وخت کې یې د ملګرو ملتونو د مرستو له مرکز سره خپلې مرستې ځنډولې دي. نیویارک ټایمز رسنۍ هم  د خپل حکومت پر دریځ نیوکه کړې او دا کار يې اخلاقي ناکامي بللې ده.

برسیره پر دې، امریکا په غزه کې د اوربند د ملاتړ د ادعا تر څنګ په مسلسل ډول اسرائیلو ته وسلې برابرې کړې. له دغو کړنو څخه د امریکا جعلي بڼه روښانه شوې ده.

د امریکا ناسمې کړنې به خپله دغه هېواد ته زیان ورسوي

د امریکې د ناسمو کړنو له امله، نړیوالې ټولنې هم ورته ځواب ورکړی دی.

لومړی په ډيپلوماټيکې برخه کې د سراسري جنوبي هېوادونو په ډله ییزه توګه له امریکې سره اړیکې متزلزلې شوې دي. دویم د امنیت په برخه کې په منځني ختیځ کې پر امریکايي اډو د مختلفو ډلو بریدونه ډېر زیات  شوي دي. درېیم دا چې د  اقتصادي لحاظه په عربي هېوادونو کې د امریکايي ډالرو د نه کارولو بهیر د فلسطین او اسرائیلو د شخړو له امله نور ګړندی شوی دی.

تاریخ دا ثابته کړې چې سوله د واکمنو له ناسمو کړنو څخه نشي تامین کېدای. د امریکا حکومت باید ژر تر ژره دا درک کړي چې د فلسطین مسئلې په اړه له نړیوالې ټولنې سره ټکر کول د ملګري ساتنه نه، بلکې له نورو څخه ځان جلا کول دي. واشنګټن باید د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د مساواتو پر بنسټ ولاړې خبرې اترې وهڅوي او په دې کار کې د دغه هېواد دایمي ګټې هم نغښتې دي.

Previous Post

د شانګهای همکارۍ سازمان له سر منشي یرمیکبایف سره ځانګړې مرکه

Next Post

د تورخم له لارې د راستنېدونکو افغان کډوالو لړۍ چټکه شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د تورخم له لارې د راستنېدونکو افغان کډوالو لړۍ چټکه شوې

د تورخم له لارې د راستنېدونکو افغان کډوالو لړۍ چټکه شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د منځنۍ او ختیځې اروپا د هېوادونو تصدۍ له چین سره د همکارۍ پیاوړتیا ته په تمه دي

د منځنۍ او ختیځې اروپا د هېوادونو تصدۍ له چین سره د همکارۍ پیاوړتیا ته په تمه دي

جون 13, 2026
چین: له افغانستان سره د تګ راتګ لار هېڅ وخت نه تړو

چین: له افغانستان سره د تګ راتګ لار هېڅ وخت نه تړو

نوومبر 3, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ