سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر پرله پسې بهرنۍ پانګې راجلبوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 24, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر پرله پسې بهرنۍ پانګې راجلبوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د های نان ولايت د ازادې سوداګرۍ بندر لوی پرمختګ موندلی او ډېرې بهرنۍ پانګې يې راجلب کړې دي.

 د چين حکومت د جولای په ۲۳مې نېټې اعلان کړی، چې د روان کال د ډسمبر له ۱۸مې نېټې څخه به د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر له لارې د صفر تعرفې امتيازي تګلارې پلې شي، چې په دې سره به د های نان او نړۍ ترمنځ تګ راتګ نور هم پراخ شي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

نړيوال د های نان د صفر تعرفې تګلاره د چين د ورخلاصون د پراخوالي يوه نمونه بولي او پر دې اند دي، چې د چين دغه تګلاره به نه يوازې د دغه هېواد اقتصادي پرمختګ وهڅوي، بلکې نړۍ ته به هم ډېر فرصتونه برابر کړي.

د چين د کمونېست ګوند يوولسمې مرکزي کمېټې د ۱۹۷۸م کال د ډسمبر په ۱۸مې نېټې په خپلې درېيمې غونډې کې د اصلاحاتو او ورخلاصون او د سوسياليزم د عصري کېدو پاڼه پرانيستله، چې له همغه وخت راهيسې ۴۷ کالونه تېر شوي دي.

د های نان د ازادې سوداګرۍ بندر به د د کمونېست ګوند د يادې غونډې د ۴۷ کليزې په درشل کې، یعنې د روان ۲۰۲۵م کال د ډسمبر په ۱۸مې نېټې د صفر تعرفې تګلاره پلې کړي او نړۍ ته به ګټور فرصتونه برابر کړي.

د های نان د ازدې سوداګرۍ بندر په داسې حال کې د صفر تعرفې تګلاره پلې کوي، چې په نړۍ کې د ځاني سوداګرۍ د ساتنې غوښتنې ډېرې شوي او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ پر وړاندې ډول ډول خنډونه راپورته شوي دي.

د های نان دغه تګلاره به ستر اهميت ولري او نړيوالې اقتصادي چارې په خوځښت راوالي.

د چين د بهرني اقتصاد او سوداګرۍ پوهنتون د نړيوال اقتصاد څېړنيز انسټيټيوټ مشر سان بای چوان رسنيو ته ويلي، چين د لوړې سويې ورخلاصون، د اقتصاد د نړيوال کېدو او د  څواړخيزم د پرمخبېولو ټينګ هوډ لري او دا د دې ښکارندويي کوي، چې دغه هېواد به نړيوالو ته د صادراتو او د تجارتي همکاريو فرصتونه برابر کړي او د اقتصاد نړيوال کېدل او د پرانيستي نړيوال اقتصاد ابادي به وهڅوي.

د های نان ولايت د ازادې سوداګرۍ بندر جوړونه د چين يوه مهمه ستراتيژي ده، چې نړۍ ته د دغه هېواد د لوړې سويې د ورخلاصون بڼه څرګندوي.

کله چې د ۲۰۱۸م کال په اپريل کې په های نان ولايت کې د ازادې سوداګرۍ بندر جوړ شو، نو ورپسې اړوندې تګلارې، ميکانيزمونه او سيسټمونه جوړ شول او د تجارت، پانګونې، د پيسو د انتقال، د خلکو د تګ راتګ، د ازاد ټرانسپورټ او د نورو اړوندو معلوماتو په شمول ځينو برخو کې مهمې لاسته راوړنې ترلاسه او د ياد بندر د کارولو لپاره ټينګ بنسټونه جوړ شول.

د يادونې ده، په های نان ټاپو کې د ازادې سوداګرۍ چارې په لوړ نړيوال معيار ترسره کېږي، چې په دې سره د های نان ولايت او نړۍ ترمنځ تګ راتګ نور هم اسانه شوی او د دغه ولايت او د چين د نورو ځايونو ترمنځ اړيکو کې هم ډېرې اسانتياوې رامنځته شوې دي.

های نان به د ګمرکاتو يوه ځانګړې سيمه وګرځي، تګلارې او ميکانيزمونه به يې ډېر روښانه وي او د صفر تعرفې، د تجارت نرمې تګلارې او د موادو د لېږد رالېږد په بهير کې به ډېرې زياتې اسانتياوې ولري او د څار لا موثر موډل به پکې پلی شي.

د اقتصادي چارو شنونکي پر دې اند دي، چې د چين لړيزې تګلارې به د های نان ولايت د اقتصاد د ازادولو کچه پياوړې کړي او په ورته وخت کې به د ورخلاصون او امنيت بېلانس تامين کړي او هم به په دغه ولایت کې د نړيوالو پانګوالو لپاره ښه ميکانيزمونه او شرايط برابر کړي.

های نان ډېرې بهرنۍ پانګې راجلب کړې دي. شمېرې ښيي، های نان ولايت په وروستيو پنځو کالونو کې ۱۰۲ ميليارډه او ۵۰۰ ميليونه یوانه بهرنۍ پانګه راجلب کړې، چې کلنۍ اندازه یې ۱۴ اعشاريه ۶ سلنې ته رسېږي. په همدې مودې کې په ياد ولايت کې ۸۰۹۸ بهرني شرکتونه جوړ شوي او کلنی زياتوالی یې ۴۳ اعشاريه ۷سلنه ښودل شوی دی.

چين د نړۍ د ۸۵ هېوادونو د وګړو لپاره وېزې معاف کړي او های نان ولايت بیا د صفر تعرفې تګلاره غوره کړې، چې دغو دوو چارو چين ته ډېر بهرني سیلانيان ورمات کړي دي.

Previous Post

د چین استازی: د منځني ختیځ سوله او ثبات نړۍ ته ډېر اهمیت لري

Next Post

شي جين پينګ: د چين او اروپا مشران دې د خلکو د هيلو مطابق او مناسب ستراتيژيک انتخابونه غوره کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
شي جين پينګ: د چين او اروپا مشران دې د خلکو د هيلو مطابق او مناسب ستراتيژيک انتخابونه غوره کړي

شي جين پينګ: د چين او اروپا مشران دې د خلکو د هيلو مطابق او مناسب ستراتيژيک انتخابونه غوره کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ترکیه کې د ډوبې شوې کښتۍ؛ د شپږ قربانیانو جسدونه نن او شپږ سبا کابل ته رارسېږي

ترکیه کې د ډوبې شوې کښتۍ؛ د شپږ قربانیانو جسدونه نن او شپږ سبا کابل ته رارسېږي

جولای 29, 2020
طالبانو کندز کې لس سرحدي سرتېري وژلي

طالبانو کندز کې لس سرحدي سرتېري وژلي

دسمبر 14, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ