د هند د اتراکنډ ایالت په تونل کې د برمه کولو ماشین د خرابېدو له امله د ژغورنې ډلې چارې ځنډول شوې دي. د یاد هېواد په اتراکنډ ایالت کې په یوه تونل کې د بند پاتې ۴۱ کارکوونکو د ژغورنې عملیات یو ځل بیا وروسته له هغه وځنډول شول، چې د برمه کولو ماشین خراب شو. دا امریکایي ماشین د اېسارو کارکوونکو د بهر کېدو لپاره په ورانیو کې د سوري جوړولو په موخه کارول کېده. هندوستان کې یاد کارکوونکي له تېرو دوو اونیو راهیسې په تونل کې اېسار پاتې دي. دوی هلته وروسته له هغه اېسار شول، چې د ځمکې ښوییدنې له کبله د تونل یوه برخه پرې ورونړېده.












