چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د هېواد په رغولو کې د ځوانانو رول! / ژباړن: خالد الفت

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 18, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د هېواد په رغولو کې د ځوانانو رول! / ژباړن: خالد الفت
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

لیکنه: ساسکیا
لومړی باید دا ووایو چې ځواني له وړکتوب تر لویېدلو پورې یو دوران دی.
دویم: یو هېواد هغه ځای ته ویلی شو چې یو مستقل قلمرو ولري او د یو دولت تر چتر لاندې په کې وګړي ژوند کوي.
درېیم: رغول یوازې د پراختیا او پرمختګ معنی نه لري بلکې، د خپل هېواد د راتلونکې په معنی هم ده، چې موږ د هېواد راتلونکې ته فکر وکړو او دا چې څنګه د خپل هېواد راتلونکی ورغوو؟
د یو هېواد د څرنګوالي تصویر د ځوانانو په لاس کې دی. دوی له یوې بې مثاله او اغېزناکې انرژۍ برخمن دي. دا به د یو ملک لپاره ډېر لوی زیان وي که ځوانانو ته د دې موقع ور نکړل شي چې خپله وړتیا ښکاره کړي. دا ښکلې ځمکه داسې ځوانانو ته اړتیا لري چې د هېواد د روښانه راتلونکې تضمین وکړي.
د ځوانانو لومړنی رول دا دی چې دوی زده کړې وکړي، څو د هېواد یو ښه اوسېدونکی و اوسي. دوی ته ضرور ده چې ډول ډول مهارتونه زده کړي، داسې مهارتونه چې هېواد په اقتصادي لحاظ ورته اړتیا لري. دوی همداراز باید پوه شي چې څنګه یو څه ولولي، ووایي. پوه شي، تفکیک وکړي او څنګه پر هغه موضوعاتو بحث وکړي، چې هېواد یې ورسره مخ کېږي.
د یو هېواد ټوله کامیابي په ځوانانو پورې تړلې ده، دا د دولت دنده ده چې ځوانانو ته اسانتیا برابره کړي څو هغوئ وکړی شي چې د عصري نړۍ زده کړې وکړي او ځان ورسره سیال کړي.
ځواني د ژوند پسرلی دی، دا د اختراعاتو او خیالونو عمر دی. ځوانان دا ځواک لري چې یو هېواد تر لوړ ځایه ورسوي. دوی همدارنګه دا وړتیا لري چې خپل هېوادوال ته سمه لار وښیي. ځوانان مبارزه کونکي دي دوی کولی شي د یوې ټولنې د اشخاصو، مساوات (برابري)، بېکوري، بېکاري، غربت او همدارنګه د نورو هغه ستونزو پر وړاندې چې اوسمهال نړۍ ورسره مخ ده مبارزه وکړي.
دوی ټول د داسې نړۍ امید لري چې له فرصتونو ډکه وي. یوه ښه نظریه له دوی ښه اشخاص جوړولی شي. دوی یو مورال او ارزښت ته ضرورت لري څو له سختو ستونزو سره په یو مثبته لاره مبارزه وکړي. موږ په ځوانانو کې لایقه ډاکتران لرو ښه پانګه وال لرو ښه ساینسپوهان لرو، او موږ پوهېږو چې کېدای شي راتلونکی ولسمشر هم د ځوانانو له جملې څخه ولرو.
بېسوادي په نړۍ کې اکثریت شته، خو ۹۹ سلنه بېسواده هغه خلک دي چې په کلیو کې ژوند کوي او هلته پیدا شوي دي. عمده علت یې هم مطلق جهالت او د افکارو کموالی دی. داسې څوک نشته چې دوی ته سمه لار وښیي. دوی ته باید یو څوک حرکت ورکړي.
د ځوانانو رول په اوس وخت کې ډېر زیات مهم دی ځوانانو ته په اوسني سیاست کې برخه نه ورکول کېږي. که ورکړل شي دا معلومه خبره ده چې ځوانان په ټولنیزو حرکتونو کې یو قوي ځواک دی. ځوانان د ستونزو حل کونکي دي زموږ هېواد دوی ته اړتیا لري چې زموږ ډېرو ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي. یو هېواد له ډېرو زیاتو ستونزو سره مخ کېږي او زه باور لرم چې ځوانان د دې وړتیا لري چې ستونزو ته د حل لار پیدا کړي. دوی یوازې یو چانس ته ضرورت لري څو خپله وړتیا ښکاره کړي. ځوانان دا وړتیا هم لري چې افراد په یو اتفاق کړي.
نژاد پرستي په اوس وخت کې ډېره ده په نړۍ کې ډېره مهمه موضوع ده اوډېر خلک پر یاده ستونزه اخته دي. اوس وخت کې افراد له یو بل سره په رنګونو او پوستونو جنګونه کوي. همدارنګه دین یوه بله موضوع ده چې خلک یو بل سره وژني، خو ځوانان کولی شي چې داسې اشخاصو ته قناعت ورکړي او دوی ته د دې انګېزه ورکړي چې په سوله او مینه کې ژوند وکړي. انسانان ټول یو دي او الله ج پیدا کړي موږ باید داسي موضوعاتو ته ځای ورنه کړو چې له یو بل مو بېل کړي هر شخص پوه شو اعمال، نژاد او دین یې پوه شو.
ځینې نورې مهمې ستونزي هم شته چې ځوانان کولای شي یادې ستونزې په اسانۍ سره حل کړي. لکه د ښځو پر وړاندې زیاتی د خپلو مېړونو او نور داسې اشخاصو له خوا چې د ټولنې د سر درد ګرځېدلي وي او له همدې درکه د خلکو کورونه کاروبارونو ته زیان رسېږي. دا ټول جرمونو درېدلو ته ضرورت لري، نو ځوانان یوځل بيا هم دا وړتیا لري چې د يادو ستونزو پر وړاندې ودرېږي، مخه یې ونیسي او په هېواد کې بدلون راولي.
ځوانان همیشه داسې ښکاري چې دوی دا وړتیا لري چې د ډېرو ستونزو او خطرونو پر وړاندې ودرېږي. دوی یو مثبت تاثیر هم لري د ټولنې پر راتلونکي نسل باندې او کولای شي چې هغوی ته د ژوند یو مثبت درس ورکړي. هغه څوک چې د یو هېواد د ماشومانو راتلونکی زیانمنوي ماشومان کولای شي چې د هېواد له ځوانانو څخه درس واخلي او د هغه چا پر وړاندې ودرېږي چې د دوی د پرمختګ خنډ ګرځي. ځوانان کولای شي چې راتلونکي نسل ته د تعلیم د ارزښت درس ورکړي. هغه هوښیار ځوانان چې موږ لرو هغوی باید په نظر کې ونیول شي. دوی زده کړې کړې دي خو بېکاره دي، دوی ته باید چانس ورکړل شي څو نړۍ ته ځان وښیي او له ځانه یو څوک جوړ کړي. سازمانونه او شرکتونه باید له ځوانانو سره همکاري وکړي او دوی ته د کار کولو موکه برابره کړي. نو دوی کولی شي چې یو هېواد پرمخ تللی او لوستی کړي. کولی شي چې په یو ټولنه کې ګڼ مثبت بدلونونه راولي. دوی یو هېواد ته ښه پېژندګلوي ورکولی شي البته که د دولت له خوا یې ملاتړ وشي.
پایله کې داسې ویلی شو چې ځوانان د هېواد په رغولو کې ډېر مهم اومثبت رول لري. دوی د ستونزو حل کونکي دي او د هېواد پر راتلونکي نسل ډېره اغېز لرلی شي نو دوی کولی شي چې یو هېواد ته وده ورکړي او هېواد بریالی و ځلوي. خو په هغه وخت کې چې د دوی ملاتړ وشي.

Previous Post

اووه اسلامي هېوادونو پر جماعت لمانځه بندیز لګولی

Next Post

امریکا: د کرونا له خطر سره سره د سرتېرو ایستلو ته ادامه ورکوو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
امریکا: د کرونا له خطر سره سره د سرتېرو ایستلو ته ادامه ورکوو

امریکا: د کرونا له خطر سره سره د سرتېرو ایستلو ته ادامه ورکوو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

حامد کرزی: امریکایانو قصدا ملکیان وژل، تېروتنه یې نه شو بللی

حامد کرزی: امریکایانو قصدا ملکیان وژل، تېروتنه یې نه شو بللی

اگست 9, 2022
افغان سوداګرو د قزاقستان الماتا ښار ته ۲۳ټنه انار صادر کړي

افغان سوداګرو د قزاقستان الماتا ښار ته ۲۳ټنه انار صادر کړي

اکتوبر 29, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved