د ټولګټو وزارت ویاند، د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې د ۷۵ جوماتونو د رغولو خبر ورکړی دی. هغه نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د ټولګټو چارو وزارت له لوري د هېواد د لويو لارو په هره ۷۰ کيلومترۍ واټن کې په ۲۸ ولايتونو کې ۷۵ جوماتونه رغول کېږي، چې په يو وخت کې به د ۳۰۰ لمونځ کوونکو د ځایېدو وړتيا ولري. ویل شوي چې په يادو جوماتونو کې د لويو او کوچنيو وسايطو لپاره جلا پارکينګ، د ملا امام لپاره ځانګړی استوګنځی او د نارينه او ښځينه لمونځ کوونکو لپاره د اوداسه او لمانځه جلا ځايونه په پام کې نيول شوي او له بشپړې رغونې وروسته به د حج او اوقافو وزارت ته وسپارل شي.










