چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د ولسمشر بې مسوولیته څرګندونې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 24, 2020
in تبصرې
0
د سولې په پروسه کې درې اصلي خنډونه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ولسمشر غني وړمه شپه په ارګ کې په یوه فرهنګي غونډه کې ویلي چې شل کاله وړاندې په افغانستان کې لس کسان نه پیدا کېدل چې په پښتو او دري ژبه لیکل وکړي. ولسمشر تر دې وړاندې له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ورته څرګندونې کړې وې. د ولسمشر غني دا څرګندونې په افغانستان کې د لیکوالو او فرهنګیانو له توند غبرګون سره مخ شوي او وايي چې ولسمشر بیا بیا په خپلو دغو خبرو سره د افغانستان فرهنګیانو، لیکوالو او آن افغان ولس ته سپکاوی کوي.

د ولسمشر خبرې ښيي چې هغه نه یوازې د افغانستان له فرهنګ څخه ناخبره دی، بلکې په دې هم نه پوهېږي چې شل کاله وړاندې په افغانستان کې داسې عالمان اوسېدل چې د ځینو ژوندیو یې اوس هېڅ سیال نشته او د وفات شوو ځای یې لا هم تش دی چې په تېرو شلو کلونو کې د هغوی په سویه عالمان پیدا نه شول. شل کاله وړاندې چې محمد اشرف غني له امریکا کابل ته راغی، په کابل کې د علامه عبدالشکور رشاد، سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار، استاد حبیب الله رفیع او ګڼو نورو فرهنګیانو او لیکوالانو په شان ستر لیکوالان او فرهنګیان وو چې نه یې بدیل پیدا شو او نه یې هم چا تر اوسه تشه ډکه کړې ده.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

ولسمشر هڅه کوي چې په هر څه کې خبرې وکړي او معلومات ورکړي، له همدې امله پرله پسې نه یوازې تېروتنې کوي، بلکې ځان مسخره کوي او آن کله کله ځینو خلکو ته سپکاوی هم کوي. نوموړی ډېری وختونه په اسلامي مسایلو کې خبرې کوي، چې بیا لویې او نه جبرانېدونکې تېروتنې وکړي. کله بیا په ادبیاتو او فرهنګ خبرې کوي، خو که څوک یې خبرې او متن لوستل ګوري، نو سړی فکر کوي چې ښايي پښتو او دري یې مورنۍ ژبې نه وي او یا یې هم دا ژبې نوې او نیمګړې زده کړې وي. هغه نه یوازې ښې خبرې نه شي کولی، بلکې آن لیکلی متن هم نه شي لوستلی. بیا چې کله خبره شعر او شاعرۍ ته ولاړ شي، نو داسې تېروتنې وکړي چې د طنزي پروګرامونو او خندا لپاره مواد برابر شي.

انسان نیمګړتیاوې لري او هېڅ انسان په هره برخه کې پوره نه دی او نه هم له چا دا تمه وي، خو ولسمشر هڅه کوي ځان په هر څه کې پوره وښيي. ستونزه یوازې دا نه ده چې هغه تېروتنه کوي، بلکې ستونزه دا ده چې ځینې خبرې یې د زغم وړ نه دي. د نوموړي وروستۍ خبرې سلګونو او زرګونو فرهنګیانو او آن سلګونو زرو هغو کسانو ته سپکاوی دی چې شل کاله وړاندې په افغانستان کې اوسېدل، پښتو او دري لیکل یې کولی شول او په سختو شرایطو کې اروپا او امریکا ته ونه تښتېدل، بلکې همدلته د خپل ولس په څنګ کې پاتې شول، خپلې ژبې او فرهنګ ته یې خدمتونه وکړل.

د ولسمشر فرهنګي سلاکاران او شاوخوا کسان دې نوموړي ته ووايي چې نور دا سپکاوی بند کړي. خلک که ترې دې کار تمه نه لري او نه یې ور رسوي، نو لږ تر لږه دا مهرباني دې وکړي چې نور خلکو ته دا ډول توهین ونه کړي. محمد اشرف غني باید پوه شي چې ولسمشر دی او د یو ولسمشر په حیث دې له بې مسوولیته او له سپکاوي ډکو خبرو څخه ځان وساتي. هغه ته پکار ده چې د یو ولسمشر په توګه خبرې او چلند وکړي او خپل ولس ته درناوی ولري.  

Previous Post

د امریکا حکومت؛ د وینې د پلازما له لارې د کرونا د ناروغانو درملنه تایید کړه

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د چارو شنونکي: د حکومت نه ژمنتیا او کمزوري مدیریت جګړې شدیدې کړې دي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

روغتیا وزارت د کرونا له کبله د ښوونیزو مرکزونو د تړل کېدو اعلان وکړ

روغتیا وزارت د کرونا له کبله د ښوونیزو مرکزونو د تړل کېدو اعلان وکړ

مې 30, 2021
د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ کې دڅښاک اوبو یوه شبکه جوړه شوې

د هلمند ګرمسېر ولسوالۍ کې دڅښاک اوبو یوه شبکه جوړه شوې

فبروري 5, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved