چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د يانګځه سيند ډيلټا په سيمه کې د ساينس او تېکنالوژيو نوی پرمختګ روان دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 23, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د يانګځه سيند ډيلټا په سيمه کې د ساينس او تېکنالوژيو نوی پرمختګ روان دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

یانګځه سیند دلتا سیمه علمي او ټکنالوژيکي نوښتونو ته د بڼې ورکولو په حال کې ده

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ  دې ته په اشارې سره چې  شانګهای ښار په چين کې د نړۍ د ساينسي او تېکنالوژيکي نوښت د مرکز مقام لري، وویل چې بايد فرصتونه ونيسي، دولتي ستراتيژيو ته خدمت وکړي، د ساينسي او تېکنالوژيکي نوښت لپاره دې د سرچينو زياتولو او د لوړې کچې صنعتي چارو د هڅونې رول  پياوړی کړي، تر څو په ټوله نړۍ کې د ساينسي او تېکنالوژيکي  نوښت په چارو کې نوی اغيزمن ځای وګرځي. د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرېس راهيسې شانګهای ښار د علمي نوښت د لارښوونې رول لوبولی او د يانځه سيند ډيلټا په سيمه کې د نوښت توان  لوړ کړی، د چين د اقتصاد د ثابت او دايمي پرمختګ انرژۍ يې راټولې کړې او د باکيفيته پرمختګ لپاره يې انجن قوي کړی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د شانګهای د جانګ جيانګ د لوړې او نوې تېکنالوژيو په سيمه کې  د چين د علمو اکاډمۍ د شانګهای د لوړې کچې د څېړنې انسټيټيوټ د لويو علمي تاسيساتو د ادارې مرکز ودانۍ په ۲۰۰۹م کال کې تاسيس شوې او تر اوسه پورې په دې ځای کې څه باندې شل زره د ازمويښتي  پروژې بشپړې شوې. شي جين پينګ په ۲۰۰۷م کال کې د شانګهای ښار د ګوندي کمېټې د منشي دنده  درلوده او په هغه وخت کې يې د شانګهای د  ګوانګ یوان شرکت (SSRF) په شمول د دولت په کچه د ساينسي او تېکنالوژيکي نوښت په اړه پروژو ته لوړې پاملرنه کړې او غوښتنه يې کړې، چې شانګهای ښار دې په دولتي ستراتيژيو تمرکز وکړي او د نوښت ګر هېواد د ابادۍ لپاره دې وړ دندې پر غاړه ولري.

شي جين پينګ د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس راهيسې څو ځله له شانګهای ښار څخه ليدنې کړې او د ۲۰۱۴م کال په می کې يې د شانګهای د مقام په اړه نوې غوښتنه وړاندې کړې، چې بايد د ساينسي او تېکنالوژيکي نوښت په برخه کې د نړيوال نفوذ لرونکي مرکز په توګه د دې ښکار جوړونه  چټکه شي . په ۲۰۱۸م کال کې د يانګځه سيند د ډيلټا سيمې د پیوستون پرمختګ  دولتي ستراتيژي ګڼل شوې، وروسته شي جين پينګ دغې سيمې ته د سفر په ترڅ کې څو ځلې د ساينسي او تېکنالوژيکي نوښت له ځايونو څخه ژورې ليدنې وکړې او د دې سيمې د جيانګ سو، جه جيانګ او ان هوې ولايتونو او شانګهای ښار له علمي او ټیکنالوژيکي کارمندانو سره مخامخ خبرې وکړې. هغه په څرګنده توګه دا ويلی، چې شانګهای او د يانګځه سيند ډيلټا سيمه بايد نه يوازې باکيفيت محصولات برابر کړي، بلکې د لوړې سويې ساينس او تېکنالوژيو ته وده ورکړي چې د ټول هېواد د باکيفيت پرمختګ هڅونه وکړي. شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې بايد د مختلفو سيمو او څانګو د ساينس او تېکنالوژيو د نويو ځواکونو او ښو منابعو تنظيمول پياوړي کړي او د وړتیاوو خواوو تر منځ د همکاريو بڼه دې رامنځته کړي، دغه راز قوي خواوې دې لارښوونکی رول ولوبوي او مختلفې خواوې دې خپلې ښيګنې وکاروي چې د شانګهای د نوي پرمختګ په ترڅ کې د نوي کيفيت توليد توان پرمختګ ته بنسټونه او عملي لارښود جوړ کړي.

اوسمهال د شانګهای د جانګ ځيانګ د لوړې او  نوي ساينس او تېکنالوژۍ   په صنعتي سيمه کې په هر مربع کيلو متر کې يو شرکت شته چې د خپله ونډې لري، د درملنې په مخکښو نړيوالو پياوړ شرکتونو کې د نيمې برخې شرکتونه په دې سيمه کې د پرانيستي نوښت مرکزونه لري، د چين د طبي چارو د مخکښو سلو شرکتونو څه د پاسه څلويښت سلنه شرکتونه په دې سيمه کې ځای پر ځای شوي دي. تر اوسه پورې په شانګهای ښار کې د جوړ شويو، د جوړېدو په حال کې او هغو چې په راتلونکې کې د جوړېدو پلان لري، د ساينس او تېکنالوژيو د ډېرو لويو او مهمو بنسټيزو تاسيساتو شمېر شلو ته رسېږي. د لوړې او نوې تېکنالوژيو تصديو عمومي شمېر له ۲۵۰۰۰څخه اوښتې دی، هره ورځ د ساينس او تېکنالوژۍ په اړه د نويو تصديو شمېر ۳۲۰ ته رسېږي، دغه راز د بريښنا، بيولوژيکو درملو، مصنوعي ځيرکتيا په هکله د درېيو مهمو چارو لپاره استعداد لرونکو کسانو شمېر له ۸لکه تنو څخه زيات شوی دی.

اوسمهال شانګهای ښار د ساينسي او تېکنالوژيکي نوښت په چارو کې لارښوونکی رول لوبوي او د يانګځه سيند د ډيلټا سيمې له اړوندو ځواکونو سره يو ځای يې د نوښت ۲۴ګډې ټولنې جوړې کړې، دغه راز د شانګهای د جانګ جيانګ سيمې او د ان هوې ولايت د هه فې ښار دوه دولتي جامع علمي مرکزونه په فعاله توګه همکارۍ کوي، ۵۶۰۰۰لوی علمي ماشينونه په مختلفو سيمو کې په ګډه شريکه توګه استفاده کېږي، د يانګځه سيند د ډيلټا په سيمه کې د تېکنالوژيو د نوښت دولتي مرکز د هېواد او په دننه او بهر کې له څه باندې ۲۰۰ پوهنتونونو او څيړنيزو انسټيټونونو سره ستراتيژيکي همکارۍ ټينګې کړې او له نژدې ۶۰۰ مخکښو تصديو سره يې د نوښت ګډ مرکز  جوړ کړی.

اوسمهال د يانګځه سيند د ډيلټا په سيمه کې د ساينسي او تېکنالوژيکي نوښت کچه په پر له پسي ډول لوړېږي او د پوهنې مالکيت حقونو نړيوال سازمان تازه د ۲۰۲۵م کال د نوښت نړيوال شاخص خپور کړ، د نوښت په مخکښو سلو ډلو کې شانګهای – سو جو شپږم ، هانګ جو ۱۳م مقام، نان جينګ ۱۵م او هه فې ۳۹م مقام نيسي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اقتصاد په کاري غونډه کې چې څه موده مخکې تازه پای ته ورسېده، وړاندې شوی، د شانګهای د ساينسي او تېکنالوژيکي نوښت نړيوال مرکز به د يانځه سيند د ډيلټا سيمې درېيو ولايتونو او يو ښار ته پراخ شي چې دا د کمونېست ګوند د مرکزي حکومت لخوا د ساينس او تېکنالوژيو د نړيوال مرکز د نړيوال نفوذ او د سيالۍ توان پراخوالي لپاره مهم ترتيب دی.

د ساينسي او تېکنالوژيکي نوښت لپاره د همکاريز پرمختګ په عنوان د ټول هېواد په دې لومړۍ سيمه کې قانون جوړ شوی، چې د يانګځه سيند د ډيلټا سيمې د سانيسي او تېکنالوژيکي نوښت لپاره د همکاريز پرمختګ په هکله پريکړه ليک په سپتمبر کې په رسمي توګه تطبيق شوی. نو په دغه سيمه کې د ساينسي او تېکنالوژيکي نوښت لپاره همکارۍ د ميکانيزم او قانون تر ادارې لاندې نوي پړاو ته رسېدلې دي.

Previous Post

شي جين پينګ د مرکزي تصديو د چارو په اړه مهمې لارښوونې وکړې

Next Post

په چین کې د 5G بیس سټیشنونو شمیر ۴ میلیونو او ۸۳۰ زرو ته رسېدلی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
په چین کې د 5G بیس سټیشنونو شمیر ۴ میلیونو او ۸۳۰ زرو ته رسېدلی

په چین کې د 5G بیس سټیشنونو شمیر ۴ میلیونو او ۸۳۰ زرو ته رسېدلی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

لي چيانګ د جنوبي کوریا له ولسمشر يون سيوک يوول سره وکتل

لي چيانګ د جنوبي کوریا له ولسمشر يون سيوک يوول سره وکتل

سپتمبر 8, 2023
چين د شتمنو او بېوزلو ترمنځ واټن کموي

چين د شتمنو او بېوزلو ترمنځ واټن کموي

اکتوبر 24, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved