د چین ـ جنوبي اسیا نهم نندارتون د جون په ۱۹مه نېټه د چين د يون نان ولايت په کونګ مينګ ښار کې پرانيستل شو، چې ۶ ورځې به دوام ولري.
د افغانستان د سرپرست حکومت د رياست الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي هم د يوه پلاوی په مشرۍ په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره چين ته رسېدلی او چيني لوري يې تود هرکلی کړی دی.
حنفي رسنيو د نندارتون پرانيستونکو مراسمو ته ويلي، چې د چین ـ جنوبي اسیا نهم نندارتون په دې وروستيو کلونو کې د سيمې د اقتصادي او تجارتي اړيکو د ژورېدو، د پانګونې د پراخېدو او د اقتصادي ډيالوګ د زياتېدو لپاره يو مهم پلاټفورم ګرځېدلی دی او په خبره يې، دغه نندارتون به نه يوازې د جنوبي اسيا د هېوادونو ترمنځ همکاريزې اړيکې پياوړې کړي، بلکې اقتصادي اړيکې به يې هم ټينګې او په خوځښت راوالي.
نوموړي افغانستان د پانګونې لپاره مناسب هېواد بللی او له بهرنيو هېوادونو او په تېره بیا د چين پانګوالو او سوداګرانو څخه يې غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونې وکړي او په خبره یې، د افغانستان سرپرست حکومت به ورته تضمين او هم اړينې اسانتياوې برابرې کړي.
د چین ـ جنوبي اسیا نهم نندارتون کې ۵۴ افغان شرکتونو ګډون کړی دی.
د يو شمېر هېوادونو مهمو سياستوالو د چین ـ جنوبي اسیا نهم نندارتون پرانيستونکو مراسمو ته ويلي، چې دغه نندارتون به په اوسني پېچلي نړيوال وضعيت کې سيمه ييزو همکاريو او پرمختګ ته نوي فرصتونه برابر کړي، د سیمه ييزو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې راکړې ورکړې به زياتې کړي او خلکو ته به ګټې ورسوي.
سريلانکا د دغه ننداتون ځانګړی مېلمه هېواد دی.
د سريلانکا د تجارت، سوداګرۍ، خوراکي امنيت او همکارۍ وزير واسانها سامالاسينها دغه نندارتون د چين او جنوبي سيا ترمنځ د تبادلې او همکاريو يو مهم پلاټفورم بللی دی او په وينا يې د دې پلاټفورم له لارې به د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې نورې هم نژدې شي.
نوموړي ويلي، هېواد به يې له دغه فرصت څخه په ګټې اخيستنې له چين سره د تجارت، پانګونې، سيلانيزو چارو او کلتور په برخو کې تبادلې او همکارۍ زياتې کړي.
د ويتنام مرستيال صدراعظم تران هونګ ها ياد نندارتون د چين، جنوبي اسيا او اسيان لپاره يو ګډ فرصت او د همغږي، تلپاتې او ټولشموله پرمختګ يوه نښه بللې ده.
نوموړي ويلي، اوسنۍ نړۍ له سوداګريز پروټېکشنيزم سره مخ ده، خو د دغه نندارتون منځپانګه په ګډو همکاريو او ګډ پرمختګ ورټوله ده، چې دا په اوسني نړیوال وضعيت کې ډېر مهم ارزښت لري.
د لاوس مرستيال صدراعظم کيکېو خاکخامپهيتون ويلي، د چين ـ جنوبي اسيا نندارتون د لاوس په شمول د بېلا بېلو هېوادونو د شرکتونو او سوداګرو لپاره د تبادلې او همکاريو فرصتونه برابروي او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ متقابلې پېژندنې او اعتماد به نور هم ژور کړي او حکومتونه او خصوصي سکټورونه به يو روښان راتلونکی ولري.
د ميانمار مرستيال صدراعظم تين اونګ سان د چين ـ جنوبي اسيا نندارتون د خپل هېواد د سوداګريز قشر لپاره يو ښه فرصت بللی او په خبره يې، ميانمري سوداګر دلته نه يوازې د بېلا بېلو هېوادونو ځانګړي تولیدات اخيستلی شي، بلکې خپل تولیدات هم په مستقيمه توګه چيني بازار کې پلورل شي.
نوموړي ويلي، دغه نندارتون به د ميانمار ـ جنوبي اسيا ـ اسيان ترمنځ د همکاريو نوې لاره پرانيزي او د ميانمار ـ چين، چین ـ جنوبي اسیا او جنوب ختيځې اسیا د تجارت او پانګونې مهم پلاټفورم به وګرځي او خلکو ته به ګټې ورسوي.
د مالديو د ملي پارلمان مرسيال مشر احمد نازم ويلي، چې د چين ـ جنوبي اسیا نندارتون نورو هېوادونو ته د اقتصادي خوځښت احساس ورکوي.
نوموړي هيله ښودلې، چې بېلابېل هېوادونه به له دغه پلاټفورم څخه ښې ګټې پورته کړي، نوې همکاريزې اړيکې به جوړې او مخکښ افکار به شريک کړي، یوه سمسوره سیمه به اباده کړي او د نړۍ د سوله ييزو همکاريو لپاره به نمونې واوسي.












