چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د چين او د افغانستان په شمول د دې سيمې اقتصادي او کولتوري همکاريو د پياوړتيا لپاره ارزښتناک رول لوبوي

 ليکواله: د چين ميډيا ګروپ خبرياله غوټۍ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 8, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د چين او د افغانستان په شمول د دې سيمې اقتصادي او کولتوري همکاريو د پياوړتيا لپاره ارزښتناک رول لوبوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۳م کال د سپتمبر په ۷مه نېټه د قزاقستان د زاربايف په پوهنتون کې يوه وينا وکړه او د بېلا بېلو هېوادونو د اقتصادي همکاريو د ژورتيا او د نړيوالې پرمختيايي فضا د پراختيا په هکله يې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز وړاندې کړ.

  د يو کمربند او يوې لارې وړانديز اته کلن مزل کړی او نړيوالو دا لوی همکاريز فرصت بللی دی. د روان کال تر اګست مياشتې پورې، چين د دغه وړانديز په چوکاټ کې له ۱۷۲ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره څه باندې ۲۰۰ همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. په تېره بيا، په ټولې نړۍ کې د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې، دغه وړانديز له دغې وبا سره د مقابلې په هکله د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا او د نړيوال اقتصاد د بيا ابادۍ لپاره هم ستر رول لوبولی او لوبوي يې او د نړيوالې ټولنې اعتماد او يووالی يې پياوړی کړی دی.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

   چين او افغانستان يو د بل ښه ګاونډي هېوادونه دي. په تېرو څو کلونو کې، دواړو هېوادونو د دغه وړانديز په رڼا کې د اقتصاد او سوداګرۍ، کولتور او تعليم او نړيوال ترانسپورټ په برخو کې ژورې همکارۍ کړې دي. مثلأ، په ۲۰۱۷م کال کې د چين د جه جيانګ ولايت له يي وو ښار څخه د افغانستان تر حيرتان بندر پورې مال وړونکې اوسپنيزه لاره او په ۲۰۱۹م کال کې له حيرتان بندر څخه د چين د جيانګ شي ولايت تر ينګ تان ښار پورې مال وړونکې اوسپنيزه لاره پرانيستل شوه، چې د دې په رڼا کې د چين او افغانستان ترمنځ د مالونو د لېږد رالېږد وخت د پخوا په پرتله نيم کم شوی دی. دغه راز، چين ته د جلغوزيو او زعفرانو په شمول د افغانستان د غوره کرنيزو توليداتو د صادراتو لاره هم پرانيستل شوې ده. په دې مناسبت، په نړۍ کې اوس د افغانستان غوره او ځانګړي کرنيز توليدات پراخ بازار لري او د چين مشتريان هم له افغان توليداتو څخه خوند اخيستلی شي. دا  د چينايانو او افغانانانو لپاره د دغه وړانديز ګټې دي.

د روانې مياشتې په ۷مه نېټه، د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د وړاندې کېدو د اتمې کليزې نړيوال سيمينار په بېجينګ کې تر سره شو، چې د بېلا بېلو هېوادونو کابو ۶۰ کارپوهانو پکې ګډون درلود. د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ عالي کارپوه څای فانګ په دغه سيمينار کې وويل، چې د بېلا بېلو هېوادونو لخوا د دغه وړانديز د منلو لامل دا دی، چې دغه وړانديز د نړيوال کېدو په بهير کې د مختلفو هېوادونو پرمختيايي اړتياوې پوره کولای شي.

   د نړیوال بانک د يوې تازه ارزونې د پايلې له مخې، تر ۲۰۳۰م کال پورې به د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز تر مرستو لاندې کابو ۷ ميليونه او ۶ لکه کسان له شديدې بېوزلۍ څخه او کابو ۳۲ ميليونه کسان به له منځنۍ بېوزلۍ څخه ووځي. د منځني ختيځ مسئلې په باب د چين پخواني ځانګړي استازي ګونګ شياو شنګ په دغه سيمينار کې وويل، چې په نړۍ کې هره ورځ لوی بدلونونه رامنځته کېږي، چې دا په تاريخ کې بې ساري دي. هره ورځ جګړې او شخړې رامنځته کېږي. په تېره بيا د افغانستان، سوريې او لبنان په شمول ځېنو هېوادونو کې له روانو شخړو څخه څرګندېږي، چې نړۍ سولې او همکارۍ  او سوله ييزې پرمختيايي لارې ته اړتيا لري. يو کمربند او يوه لاره د سولې، د مدني تبادلې او د اقتصادي پرمختګ لاره ده، نو دا به د نړيوالو انتخاب وي.

  د روانې مياشتې په ۳مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزارت په يوه نوبتي خبري ناسته کې د دغه وزارت وياند وانګ ون بين د يوه بهرني خبريال پوښتنې ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل، چې چين او افغانستان دوديز ګاونډي هېوادونه دي. چين تل د ټولو افغانانو لپاره دوستانه پاليسي غوره کړې. له اوږدې مودې راهيسې، چين د افغانستان د سوله ييزې بيا رغونې له جريان څخه ملاتړ او د افغانستان د اقتصاد او ټولنې د ابادولو لپاره مرستې کوي. چين د هېواد د ابادولو او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخو کې د افغانستان د توانونو د لوړتيا لپاره مثبت رول لوبوي او د دواړو هېوادونو ولسونه د يو کمربند او يوې لارې له ګډې ابادۍ څخه ګټې اخلي. د پاملرنې وړ ځای دا دی، چې طالبانو ژمنه کړې، چې دوی به په دغه هېواد کې د بهرنيو پانګه اچوونکو لپاره ښه چاپيريال برابر کړي. دوی په دې اند دي، چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز به د افغانستان په شمول د دې سيمې د سمسورتيا او پرمختګ لپاره ګټور وي او هيله ده چې افغانستان په مداومه توګه د دغه وړانديز په چوکاټ کې ګډون ولري. چين هيله لري چې د افغانستان حالات په ثابته توګه انتقال شي او په دغه هېواد کې دايمي سوله راشي، چې دا به په راتلونکي کې د افغانستان د بهرنيو همکاريو او په دغه هېواد کې د بېلا بېلو هېوادونو د تصديو د پانګه اچولو بنسټ وي.

د دغو کارپوهانو له نظرونو او د چين د بهرنيو چارو وزارت د وياند له تازه خبرو څخه څرګندېږي، چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز به په مداومه توګه د نړيوالو همکاريو او اقتصاد د پرمختګ لپاره مثبت رول ولوبوي. افغانستان د نړۍ د يوې مهمې برخې او د اسيا د زړه په توګه دغه شان سوله ييزې او پرمختيايي لارې ته هم اړتيا لري او مهم رول به پکې ولوبوي.

Previous Post

امریکا: طالبانو ته ور یادوو چې افغانان د یوه ټولشموله حکومت مستحق دي

Next Post

م، م کې د چین استازی: نړیوال باید په سوله اییز افغانستان کې لا ډیرې مرستې وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
م، م کې د چین استازی: نړیوال باید په سوله اییز افغانستان کې لا ډیرې مرستې وکړي

م، م کې د چین استازی: نړیوال باید په سوله اییز افغانستان کې لا ډیرې مرستې وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د اختر ورځو کې ۴۰ زره سیلانیانو له بامیان څخه لیدنه کړې

د اختر ورځو کې ۴۰ زره سیلانیانو له بامیان څخه لیدنه کړې

جولای 14, 2022
پاکستان کې افغان کډوال له سختو بشري شرایطو سره مخ دي

پاکستان کې افغان کډوال له سختو بشري شرایطو سره مخ دي

دسمبر 31, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved