چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د ټرانسپورټ د دوامدار پرمختګ لپاره ګډې هڅې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د ټرانسپورټ د دوامدار پرمختګ لپاره ګډې هڅې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ټرانسپورټ د توليدي ځواک د پياوړتيا مهم خوځنده قوت دی او د لوړ مؤثريت، چاپېريال ساتنې او ټيټ کاربن خپرونکي ډوله ټرانسپورټ د اقتصاد او ټولنې د باکيفيته پرمختګ لپاره ډېر ګټور دی.

د ۲۰۲۴م کال د دواملرونکي ټرانسسپورټ نړيوال فورم د سپتمبر له ۲۵مې نېټې څخه تر ۲۶مې پورې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شو او ګډونوالو يې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي، چې په ټرانسپورټي برخه کې همکارۍ پياوړې کړي او د ټرانسپورټ د دوامدار پرمختګ نقشه او لار دې وپنځوي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د ملګرو ملتونو مرستيال سرمنشي لي جون هوا نوموړي فورم ته په وينال کې ويلي، چې په نړۍ کې د فوسيل موادو د سوځولو له امله د رامنځته شوي کاربن دوه اکسايډ په عمومي حجم کې د ټرانسپورټ ونډه يو په څلورمه ده.

نوموړي ويلي، نړۍ لا پاک ټرانسپورټي سيسټم ته اړتيا لري، خو د مالونو د ليږ راليږد سيسټم د پېچلې کچې او سربيې په برخو کې د پرمختللو او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ لوی توپيرونه موجود دي.

نړۍ دواملرونکي ټرانسپورټي سيسټم ته اړتيا لري، څو پرمختګ او تګ راتګ يې پياوړی او د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو د پرمختګ لپاره بېوزلي له منځه يوسي او نابرابرۍ ته د پای ټکی کېږدي.

د نوې انرژۍ د پرمختګ هڅونه د نړيوال ټرانسپورټ په زرغونو اصلاحاتو کې مهمه چاره ده.

د نيپال مرستيال صدراعظم او ماليې وزير بيشنو پراسد پاوډيل یاد فورم ته په وينا کې ويلي، چې هېواد ته یې په وارداتي موټرونو کې د برېښنايي موټرونو ونډه ۷۵ سلنه ده او د پخوا په پرتله څرګند زياتوالی ښيي او پنځه کاله مخکې دغه ونډه له ۱۰سلنې څخه هم کمه وه. د نوموړي په اند، دغه بدلون د ټرانسپورټ د سمون او نوښتي ټېکنالوژۍ په برخه کې د نيپال ظرفیت ښودلی دی.

بیشنو پراسد زياته کړې، چې دوامدار پرمختګ بايد د بنسټيزو تاسيساتو په ابادۍ کې لومړيتوب ولري. د ټرانسپورټ زرغونه بڼه د کاربن ايستنه کمه کولی او د راتلونکو نسلونو لپاره ښه چاپېريال په مېراث پرېښودلی شي.

د ټرانسپورټ دوامدار پرمختګ بايد ډاډمن او انعطاف منونکی وي.

په چين کې د روغتيا نړيوال سازمان استازي مارټين ټېلر دغه فورم ته په وينا کې ويلي، چې د زياتو هېوادونو په کليوالو سيمو کې د ميليونو ټرافيکي پېښو له امله ګڼو خلکو ژوند له لاسه ورکړی او ځايي بنسټيزو تاسيساتو او خدمتونو ته یې باید ځانګړې پاملرنه وشي.

نوموړی په دې نظر دی، چې د برابرۍ، ګډو ګټو او دواملرونکي پرمختګ ټرانسپورټي سيسټم په تاسيس کې بايد امنيت ته لومړيتوب ورکړل شي او ټولنيز، سوداګريز او نړيوال سازمانونه بايد د ظرفيت د لوړوالي او د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په برخو کې د حکومتونو ملاتړ وکړي او حکومتونه بايد اړوندې تګلارې خپرې او پلې کړي.

چين د ملګرو ملتونو د دواملرونکي پرمختګ د موخې په هڅولو کې لارښوونکی رول لوبوي او د دغې موخې د پوره کولو په بهير کې ټرانسپورټي رول ته په درنه سترګه ګوري.

د چين ټرانسپورټ وزير لي شياو پنګ ياد فورم ته په وينا کې ويلي، چې په تېر يو کال کې د دغه هېواد د ټرانسپورټي بنسټيزو تاسيساتو شبکه نوره هم بشپړه شوې، د نوښت ظرفيت یې پياوړی شوی او د ټرانسپورټي چارو د ادارې کچه او د ټرانسپورټي خدمتونو توان يې څرګند لوړ شوی دی. بر سېر پر دې، چين د خپل پرمختګ د موندلو تر څنګ ورخلاصون او نړيوالې همکارۍ هم پياوړې کړې دي.

د کاسپيان سمندر نړيوال ټرانسپورټي دهليز، د قراقرم سړک، د چين، ازبکستان او قرغېزستان اوسپنيزه لار او ورته نورې پروژې د دې ښکارندويي کوي، چې دغه هېواد له تېرو څو کلونو راهيسې په ټرانسپورټي برخه کې له زياتو هېوادونو سره همکارۍ کړي او د پام وړ برياليتوبونه يې ترلاسه کړي دي.

د ازبکستان ټرانسپورټ وزير محکاموف هم په دغه فورم کې ګډون او وينا کړې ده.

نوموړي ويلي، هېواد یې غواړي د تګ راتګ له لارې متقابل تفاهم پياوړی کړي او د ټرانسپورټي بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ او د نړيوال ځمکني ټرانسپورټ په برخو کې همکارۍ  ژورې کړي.

Previous Post

وانګ يي”له پرمختیايي هېوادونو څخه د نړیوال پرمختګ نوښت ملاتړ“ فعاليت کې ګډون وکړ

Next Post

کرنې وزارت: هېواد کې د پنبې کښت د پراختیا لپاره هڅې زیاتې شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کرنې وزارت: هېواد کې د پنبې کښت د پراختیا لپاره هڅې زیاتې شوي

کرنې وزارت: هېواد کې د پنبې کښت د پراختیا لپاره هڅې زیاتې شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Live Roulette Online

سپتمبر 8, 2025
یعقوب مجاهد: پر پرمختللو وسلو سمبال پیاوړې اردو جوړوو

یعقوب مجاهد: پر پرمختللو وسلو سمبال پیاوړې اردو جوړوو

اکتوبر 24, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ