چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

د پرمختګ رازونه؛ څو يې دلته ولولئ

ملیحه ناصري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 17, 2021
in روغتیا او ژوند
0
د پرمختګ رازونه؛ څو يې دلته ولولئ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ښايي تر اوسه مو د ژوند دقیقه او کره پېژندنه نه وي اورېدلې، یا مو خپله له شرعي حکم پرته د ژوند اصلي مانا نه وي موندلې؛ خو په ټوله کې ویلی شو چې ژوند د ښو او ناوړه تجربو ټولګه ده. انسان یوازې یو ځل چانس لري چې ګټه ترې پورته کړي.

نو پر موږ لازمه ده چې ژوند هغسې وکړو چې باید وکړل شي. پر یوه ځای له ناستي یا نه تحرک باندې ژوند مخته نشي تللی. هر څوک د ژوند لپاره یو تګلاره لري. که څوک بریالی/ۍ هم وي، هرومرو یې د ژوند د پرمختګ لارې چارې موندلې او پر رازونو یې پوه شوی/شوې دی/ده.

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

دې لیکنه کې د ژوند  د پرمختګ څو رازونه درسره شریکوو، څو تاسو هم د نورو په څېر بریالي کسان واوسئ.

۱–د ژوند موخې مو مالومې کړئ!

وايي: (د ژوند ستره تراژیدي مرګ نه، بې موخې ژوند کول دي)؛ نو هرومرو د خپل ژوند او پرمختګ په خاطر درې ډوله موخې ځان ته وټاکئ:

ورځنۍ؛

لنډمهاله؛

او اوږدمهاله.

تر ټولو بریالی کس هغه دی/ده چې د موخو په ډلبندۍ پوه او په عملي کولو پسې لاس پر کار شي. ډېر کسان شته چې د موخو اوږد لړلیک ورسره پروت دی؛ خو د سستۍ او لټۍ له وجې کار نه ورته کوي، هماغه ده چې له هومره پوهې سره سره بیا هم د ټولنې تر نورو وګړو یې د ژوند چارې شاته پاتې او ګډې وډې وي.

هڅه وکړئ چې موخې مو پر کاغذ ولیکئ. دا لیکل تاسو ته د کار عملي کولو زړه درکوي، انرژي دربښي چې چټک او ځواکمن پرې ورشئ.

۲–مسوولیتونه مو معلوم کړئ!

ځينې کسان پر دې باور دي چې د خوشحالۍ راز په بې پروايۍ یا مسوولیت نه منلو کې دی؛ خو دا کسان تېروتي دي. هغه څوک چې خوش طبیعته دي، هغوی خپل مسوولیتونه پر ځای کړي چې د خوښۍ مجال یې موندلی. که چېرې څوک خپل مسوولیت ونه پېژني او ویې هم نه مني، خامخا پاتې راځي او بدبخته کېږي. هېڅکله له بل چا، آن له ډېر نږدې کس نه مو دا تمه مه لرئ چې ستاسو د ګرانښت له امله دې ستاسو مسوولیت در په  ګوته یا درته پر ځای کړي. ځينې وخت باید انسان انفرادي پرېکړې وکړي، خپل مسوولیتونه وپېژني او پر ځای یې هم کړي. مه هېروئ چې نېکمرغه انسان، مسوولیت منونکی هم دی.

پر دې سربېره، هر کار مو چې وکړ، مسوولیت یې هم ومنئ. که چېرې کار درنه خراب شو او چاره ورانه شوه، پلمې مه تراشئ ! بې مسوولیته انسان د نورو د اوږو پېټی وي!

۳–بې ځایه او ناشونې تمې مه لرئ!

که چېرې تاسو له ژونده دا تمه لرئ چې هر څه دې ستاسو په خوښه په سیستم برابر او نارمل روان وي، ناشونې ده. ژوند لوړې ژورې لري. ښايي تاسو هم‌مهاله څو ځایه دندې ولری او غواړی نورې زده ‌کړې هم وکړی. دا امکان نه لري چې ټول دې منظم مخته یوسئ؛ نو خپله هڅه کوئ، د زده‌ کړو له داسې تګلارو ځان خبر کړئ چې هم مو دندې سمبال کړئ او هم مو لوړې زده ‌کړئ بشپړې کړئ.

۴–پر خپلو وړتیاوو باور ولرئ!

هغه انسان چې تل ناکامي په ذهن کې پالي او تصور یې منفي وي، د بریالي کېدو امکان یې لږ دی. بریالي کسان دا ځانګړنې لري چې د سخت او منظم کار تر څنګ پر ځان ویاړي، پر خپلو وړتیاوو باور لري، مثبتې جملې ځان ته تلقین کوي او ځان بریالی انځوروي.

۵–مثبت بدلون راولئ!

پر ځان، ژوند، کړنو، عادتونو، ذهن او فکر مو تمرکز / غور وکړئ. د کمزورتیا ټکي مو ومومئ، تر موندلو وروسته یې لرې کولو ته مټئ ونغاړئ. منفي ټکي مو پیدا کړئ او په له منځه وړلو یا سمون کې یې عملي ګامونه پورته کړئ.

۶–مبارزه مو عادت وګرځوئ!

دا مه هېروئ چې پیاوړي او ځواکمن شخصیتونه د ژوند ناخوالو ته نه تسلیمېږي، مبارزه کوي. تر هغو مبارزې ته دوام ورکوي چې د پرمختګ پر لاره شته خنډونه له منځه یوسي. له پرمختګ مو موخه بې فرهنګي او بې دیني نه ده، بلکې مثبت بدلون دی.

۷– پر یوه بریا بسنه مه کوئ!

ځينې کسان داسې وي چې کله یې یوه موخه پوره شي، بله نه لري، استدلال یې دا وي چې زه مې خپلو موخو ته رسېدلی یم؛ نور به نو څه وکړم؟!

حال دا چې هر انسان د تازه تازه هیلو په څېر، نوې نوې موخې هم باید ولري، څو ژوند یې بې رنګه او پیکه نشي. د بریا او موخو مزل مو مه ختموئ، بسنه مه کوئ، هڅو ته دوام ورکړئ چې بریالي پاتې شئ.

۸–منفي اندونه ووژنئ!

ځينې کسان د موخو په ترلاسي کې سخت سرګردانه او لالهانده وي؛ خو نشي ورته رسېدلی. ولې؟

ځکه چې کار یې خام وي، بنیاد نه لري، ذهن باندې یې د منفي افکارو ځای وي. له ذهنه مو منفي افکار داسې وشړئ او ومینځئ، لکه میکروب چې له پوستکي لرې کوئ.

۹–هڅه وکړئ؛ خو ځان ته د ټولکماله فکر مه کوئ!

په ذهن کې داسې افکار مه روزئ چې د جامع الکمالات فکر ځان ته وکړئ. هېڅ انسان ټولکمال نه دی. ټول خلک کمۍ او نیمګرتیاوې لري. که چېرې تاسو فکر کوی چې په کاري چاپېریال کې تل تاسو نخبه او غوره اوسی، تېروځئ. که فکر کوی چې له ما پرته باید رییس/مدیر بل چا ته ارزښت ورنه کړي، تېروځی. هر انسان داسې یوه ځانګړنه لري چې بل یې نه لري. ته داسې ځانګړنه لرې چې بل یې نه لري، هغه یې چې لري بیا یې ته نه لرې؛ نو له هر انسانه هومره تمه وي، هومره ارزښت ورکړل کېږي چې ظرفیت یې لري. نیمې چارې به تاسو ډېرې ښې سمبالولی شی، نیمې مو نور همکاران؛ نو د بل چا له ستایلو ځان کم مه ګڼئ. تاسو په خپل وخت پکار کېږئ، هغوی پر خپل وخت.

Previous Post

ولسمشر غني: طالبان د سولې پروسې د سبوتاژ هڅه کوي

Next Post

د چین کمونېست ګوند خپل هېواد ته څه وکړل؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
د چین کمونېست ګوند خپل هېواد ته څه وکړل؟

د چین کمونېست ګوند خپل هېواد ته څه وکړل؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بهر ته د افغانستان په صادراتو کې ۱۳.۵ سلنه زیاتوالی راغلی

بهر ته د افغانستان په صادراتو کې ۱۳.۵ سلنه زیاتوالی راغلی

سپتمبر 19, 2025
اتریشي شرکت: کرونا واکسین به د ټولې نړۍ په واک کې ورکړل شي

اتریشي شرکت: کرونا واکسین به د ټولې نړۍ په واک کې ورکړل شي

مې 30, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved