چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د پنجاب د غصب او یرغل پر وړاندې چوپتیا مرګ ده

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 26, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د پنجاب د غصب او یرغل پر وړاندې چوپتیا مرګ ده

A Pakistani soldier keeps vigil next to a newly fenced border fencing along with Afghan's Paktika province border in Angoor Adda in Pakistan's South Waziristan tribal agency on October 18, 2017. The Pakistan military vowed on October 18 a new border fence and hundreds of forts would help curb militancy, as it showcased efforts aimed at sealing the rugged border with Afghanistan long crossed at will by insurgents. / AFP PHOTO / AAMIR QURESHI

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په تېرو ۲۰ کلونو کې تل د ډيورنډ پر فرضي کرښه میشتو ولسونو د پاکستان د سرحدي سرغړونو، افغان ضد کړنو او له دوامداره یرغلونو څخه شکایتونه کول.

ولې دغه رویه په تېرو ۸ کلونو کې تر ټوله سپکه بڼه او ناوړه بدلون کړی، د بېلګې په توګه، پاکستان په دې موده کې لږ تر لږه ۲۷ ځایه سرحدي بریدونه مات کړي او له ۵ تر ۲۰ کیلومترو يې افغان خاوره غصب کړې، په ۱۷ نقطو کې یې د افغان خاورې دننه ستراتیژیک امنیتي او دفاعي تاسیسات جوړ کړي، کلونه کېږي چې له ننګرهاره تر کونړه او کندهاره په پرله پسې توګه افغان خاوره پر توغندیو ولي چې په پایله کې یې زرګونه افغان کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوی، ځاني او مالي زیانونه یې ور اړولي، همدارنګه له تیرو ۲ کلونو راهیسې یې د اغزن تار او په افغان خاوره کې د دروازو پر جوړولو هم اقدام کړی.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

تازه پېښې یې د ننګرهار دوربابا څڅوبي سیمه او د کونړ په مروره کې د نویو دروازو جوړولو او په یو نادر ګام کې د کونړ مرکز اسعداباد په توغندیزو راکیټونو ویشتل دي.

په متقابل ګام او غبرګون کې افغان ولس، ملي شورا او د چارو شنونکي د پنجاب د دغه بې شرمانه یرغل پر وړاندې درېځ نیسي او توند غبرګونون وښیي؛ مګر افغان حکومت تل له سیاسي لارو د پنجاب د یرغل، غصب او اشغال ژمنې وکړې، ولې پایلې یې صفر او حتی لا ورځ تر بلې د پنجاب لخوا د نویو او لا یرغلګرانه تیریو شاهدان یوو.

له پنجاب سره د څو معاملو بېلګې:

۱ـ د اوسني حکومت پر مهال عملاً د پاکستاني حکومت له لوري په تورخم او چمن کې سرحدي دروازې جوړېږي، د باډر اصطلاح ورته یاده شوه او له عمران خان سره په پرانیستې کې یې د ننګرهار پخواني والي چې تازه د دفاع وزارت مرستیال شوی، حضور درلود.

۲ـ بل لور ته د ډیورنډ په کرغیړنه کرښه کې د پنجاب لخوا نږدې ۲ کاله کیږي چې اغزن تار تېریږي، هغه تار چې ټول لګښت یې امریکایان ورکوي، خو د افغان حکومت له لوري په دط اړوند د ولس او سیاستوالو له جدي اعتراضونو سره،  سره تر اوسه یو ګام څه چې یو عادي رسنیز دریځ هم نه دی نیول شوی.

۳ ـ د کونړ، ګوشتې او کندهار ځینې افغان سیمې د یوې معاملې په ترڅ کې پنجاب ته پرېښودل شوې، ولس او رسنیو

دا موضوع راپورته کړه، ولې حکومت یې پر سر لا تر اوسه هم پټه خوله دی.

۴ ـ د ملي یووالي حکومت پر مهال د پنجابي حاکمیت مخالف مشهور بلوڅ ملتپاله لکه اجمل بلوڅ چې د کندهار په پرامنه سیمه عینو مېنه کې اوسېده، ترور شو او دې ته ورته ډېر نور ووژل او یا په نښه شول، هغه چاره چې مطلقاً د استخباراتي معاملو بوی ترې راځي.

۵ ـ لطیف الله محسود چې د پنجاب سرسخت دښمن و او دغه خوځښت د مسيدو یو تاریخي ـ مذهبي جریان دی، چې تل یې پنجابي ـ پاکستاني حکومتونو ته د محکوم افغانستان په خاوره کې خنډونه راولاړ کړي، افغان حکومت د پنجاب دا سرسخت دښمن د یوې استخباراتي معاملې په پایله کې پنجابیانو ته لاس تړلی وسپاره.

۶ ـ د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله هم له پنجاب او امریکا سره په معامله کې لومړی ونیول شو، بیا یې امریکا ته ځای وښودل شو او ووژل شو.

۷ ـ د آی ایس آی مامورین د لومړي ځل لپاره له اوسني حکومت سره په معامله کې ارګ ته راوستل شول، په ارګ کې وساتل شول او په اخیر کې د امنيت په زندانونو کې د پنجاب ضد زندانیانو دوسیې یې وپلټلې او هغه ټارګیټونه چې هدف وو، تر لاسه یې کړل.

۹ ـ د اوسني حکومت پر مهال پر پښتنو قبایلو د ډیورنډ پر پوله د اوښتو را اوښتو بندیز او پر سر یې معامله وشوه.

۱۰ ـ له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو شریکولو تړون په ارګ کې د ای آيس ای له مشر سره لاسلیک کېدو ته چمتو و چې بیا د پخواني ولسمشر کرزي او افغان ولس د توندو غبرګونونو له امله وځنډول شو.

۱۱ ـ د لومړي ځل لپاره د افغان ملي اردو افسران د پنجاب تعلیمي مرکزونو ته واستول شول.

۱۲ ـ د اوسني حکومت له پیله تر همدا ننه د پاکستان پنجابي پوځ هره ورځ افغان خاوره (کونړ او خوست ولایتونه) په راکیټونو ولي، مګر حکومت پرې چوپه خوله او داسې ښکاري لکه دغه سیمه چې د سهیلي افریقا برخه وي.

بین الافغاني خبرې او د راکیټونو شدت تصادف که نوې لوبه؟

د پاکستان لخوا د ډیورنډ له صفري نقطې مخکې تګ، د ننګرهار پر دوربابا او د کونړ په مروره کې په ښکاره توګه په کیلومترونو دننه په افغان خاوره کې د تاسیساتو او دروازو جوړول او پر راکیټونو د کونړ مرکز اسعداباد ویشتل د افغان حکومت له اوږدې چوپتیا سره او بیا په ناڅاپي توګه د شپې لخوا ننګرهار او کونړ ته د امنیت شورا سلاکار ښاغلي محب سفر او هلته له پاکستان څخه د غچ او طالب اوبو ته د پاڼي ویونکو لاسپوڅي بلل، د دې پر ځای چې یو تصادف واوسیږي، د یوې نوې لوبې او معاملې رنګ تر شاه لري.

زه وېره لرم چې ځینې امریکایي، پنجابي او په افغانستان کې دننه پرديپالي امنیتي ـ استخباراتي کړۍ د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې د یوې نوې دسیسې، د ولسي ذهنیت خرابوونکې او په ټوله کې د سولې د روانو هڅو پر وړاندې د بندون، سبوتاژ او حتی ماتې تر درشله د یوې موقع په تمه او د یوې دسیسې په لټه کې دي.

افغان ولس ته څه کول پکار دې؟

دا چې د ننګرهار د دوربابا ولسوال ته د پنجاب صوبه‌دار وایي، چې د اغزن تار او دروازو جوړولو د پروژې خنډ نشي، که نه له کابله به منفق شي او ۳ ورځې لا نه وې تېرې چې د ننګرهار د ولایت له مقام څخه ولسوال ته زنګ وهل کیږي چې ته ګوښه او د تل لپاره تقاعد شوی یې، چارې دې د ولسوالۍ اجرایه مامور ته وسپاره او ته کور ته لاړ شه. دا د دې څرګنده ښودنه کوي چې په حکومت کې داسې کړۍ شته چې د شخصي او ټیمي ګټو په موخه په دغو لوبو کې لاس لري، وطن ته خاین دي، پلورل شوي دي، جاسوسان دي او له پنجاب سره د مخالفت په دریځ کې اصلاً همدوی د پنجاب نوکران، چاکران او ورځچارپ بړیڅي دي.

اوس دې ټولو ته په کتو سره یوازینۍ لاره او د افغانستان د ژغورنې فرصت چې هم افغانان له روان بدامنه، ناوړه او ګواښوونکي حالت څخه د یوه واقعي بدیل په توګه ژغورلی او ورپسې د ښې سبا هیلې تړلی شي، هغه یوازې له سولې ملاتړ، سولې ته فردي او ولسي کار او په ټوله کې د ټولو هغو پر وړاندې درېدل پکار دي چې سوله تخریبوي، د سولې په لار کې خنډونه او ځنډونه را پیدا کوي، د سولې پر خلاف او د سولې د سبوتاژ او بالاخره د سولې یانې افغانستان د ناکامولو او ماتولو هڅې کوي.

افغانان په داسې یوه وضعیت کې چې د چارو واګۍ یې د وچي ډوډۍ د غلو، سیاسي زعامت یې له بهر څخه را وارد شویو بې بنسټو او په ټوله کې د تاریخ د تر ټولو بدمخو او ورځچارو ـ ځانچارو په لاس کې دی، ولس سولې ته له کار او له سولې څخه له واقعي ملاتړه د ځان، وطن او تاریخ د ژغورلو په لار کې بل انتخاب نه لري.

په همدې بنسټ که غواړو چې چوپ پاتې نشو، نو له سولې ملاتړ وکړئ، څو پنجاب او معاملګر یې رسوا، منزوي او مختورن شي

Previous Post

په سوله کې شته بندون باید مات شي!

Next Post

د شهید سید جان د لوړو زده کړو طبي موسسه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د شهید سید جان د لوړو زده کړو طبي موسسه

د شهید سید جان د لوړو زده کړو طبي موسسه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ولې امريکا د چين د لوړ تولیدي ظرفيت موضوع ته لمن وهي؟

اپریل 24, 2024

How To Win Online Live Blackjack

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved