د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په ټاکنو کې تر بریا وروسته خبري کنفرانس ته ویلي، چې دغه بریا به یې روسیه نوره هم پیاوړې کړي. د روسیې او پوتین اکثریتو ملګرو هېوادونو ټاکنو د نوموړي د بریا له امله مبارکي ورکړې، خو امریکا، اوکراین او ځینو نورو هېوادونو دغه ټاکنې له فساد څخه ډکې بللې دي. د کرېملېن ویاند دیمتري پېسکوف ویلي، چې د امریکا دغه ډول څرګندونې او دریځ به د پویتن پر بریا هېڅ اغېزه ونکړي او سپینه ماڼۍ اړه ده، چې د پوتین بریا ومني. پېسکوف دغه راز زیاته کړې، پوتین به د درې ورځو لپاره په کرېملېن ماڼۍ کې د خپلو بهرنیو ملګرو او هېوادونو د بریا د مبارکۍ پیغامونو د ترلاسه کولو لپاره بوخت وي او تر هغې وروسته به د روسیې د پرمخ بېولو لپاره پر نویو پلانونو کار وکړي او خپلې تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال پورې به خپلې دندې ته دوام ورکړي.












