چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د پولو بیا پرانیسته او پر افغان صادراتو یې اغېز

لیکنه: د ستراتیژيکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 6, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د پولو بیا پرانیسته او پر افغان صادراتو یې اغېز
736
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د کرونا وبا له امله د نړۍ په سطحه ډېر هېوادونه د نورو برخو تر څنګ د صادراتو او وارداتو په برخه کې سخت وځپېدل. د افغانستان لویه کچه صادرات چې ګاونډي هېواد پاکستان ته تر سره کېدل، د روان کال له مارچ میاشتې څخه د جون تر ۲۲مې نېټې پورې یاد هېواد ته د کرونا وبا د خپرېدو وېرې له امله د پاکستاني لوري لخوا بند کړای شوي وو. له دې وړاندې هم پاکستان د مختلفو لاملونو له کبله له افغانستان سره خپلې ګډې پولې د افغان صادراتو پر وړاندې تړلې وې، چې له امله یې افغان سوداګرو ته په لویه کچه زیانونه اوښتي وو. د CSRS په دې تحلیل کې مو له ګاونډي هېواد پاکستان سره د صادراتو په برخه کې د پرتو ستونزو په حل لارو او د هېواد پر صادراتو د پولو د پرانیستلو پر اغېزو بحث کړی دی.

د افغانستان صادراتو ته ځغلنده کتنه

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د افغانستان صادرات چې د ناخالصو کورنیو عوایدو ۲۰ سلنه جوړوي، تر ټولو کمه کچه یې ۶۹.۱ او تر ټولو لویه کچه یې ۸۷۵.۲۴ میلیونو ډالرو ته رسیږي او  په ۲۰۱۹ ز کال کې د افغان صادراتو کچه ۸۶۳.۸۳ میلیون ډالرو ته رسېده، چې د نړۍ په سطحه د زیاتو صادروونکو هېوادونو له ډلې په ۱۴۱مه شمېره کې ځای لري.

افغانستان د صادراتو په برخه کې انګور، نورې تازه او وچې میوې، سبزیجات،  قالینې، د ډبرو سکاره، قیمتي ډبرې او ځینې نور مختلف څیزونه ځینو هېوادونو ته د سلنې په حساب په لاندې توګه صادروي چې د هغې له جملې:

پاکستان ته (٪ ۴۲.۹)، هند ته (٪۴۰.۶)، چین ته (٪ ۳.۲)، ترکیې ته (٪ ۲.۵)، ایران ته (٪ ۲.۳)، عربي متحده امارات ته (٪ ۱.۸)، عراق ته (٪ ۱،۵)، تاجکستان ته (٪ ۰.۸) سعودي عربستان ته (٪ ۰.۷)، جرمني ته (٪ ۰.۶) او قزاقستان ته (۰.۵) سلنه صادرات لري.

که د لویو وچو په حساب د افغانستان صادرات پرتله کړو، نو آسیايي هېوادونو ته ٪ ۹۸.۱، اروپايي هېوادونو ته ٪ ۱.۴، شمالي امریکا ته ٪۰.۴، اسټرالیا ته ٪ ۰.۱ او افریقا ته (۰.۰۲) سلنه صادرات لري.

د افغانستان صادرات د وارداتو په پرتله خورا ډېر کم دي او ټول صادرات د وارداتو ۵ سلنې ته رسیږي.

پاکستان ته د افغانستان صادرات

افغانستان چې په وچه کې راګیر هېواد دی، د صادراتو په برخه کې وخت په وخت له پراخو ستونزو سره مخ شوی دی. سیاسي او امنیتي حالات هغه څه دي چې ډېر ځله یې د دې هېواد په صادراتو مستقیمه منفي اغېزه کړې ده.  د بېلګې په توګه، د افغانستان زیاتره صادرات چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره دي، په مختلفو وختونو کې کله چې له یاد هېواد سره د افغانستان ډیپلوماټکې اړیکې خرابې شوې او یا کومه تروریستي پېښه په پاکستان کې تر سره شوې، نو په ټوله کې د دواړو هېوادونو په سوداګریزه راکړه ورکړه او په ځانګړې توګه د افغانستان پر صادراتو یې منفي اغېزې کړې دي او افغان سوداګرو ته یې په میلیونونو ډالر زیان ور اړولی دی، ځکه پاکستان د افغان سوداګرو پر وړاندې خپلې پولې تړلې او پر افغان حکومت یې پړه لګولې چې ګواکې تروریستي حملې په افغانستان کې پلان شوي دي.

که څه هم د پاکستان او افغانستان تر منځ له ۱۹۶۵ ز کال راهیسې د (Afghanistan Pakistan transit trade agreement) یا (APTTA)  په نوم دوه اړخیزه تړون لاسلیک شوی، کوم چې په ۲۰۱۰ ز کال کې پرې بیاځلې کتنه وشوه. د کوم له مخې چې افغان سوداګر کولی شي خپل سوداګریز توکي د پاکستان له لارې هند ته او همدارنګه افغانستان ته راولېږدوي او په مقابل کې پاکستانیو لاریو ته د افغانستان ټولو برخو ته د سوداګریزو توکو د لېږدولو اجازه ورکړل شوې ده. خو که وکتل شي پاکستان تل هڅه کوي چې د افغانستان په وچه کې د راګیرېدو نه په ګټې اخیستنې سره دا تړون په یو اړخیزه توګه پلی کړي او همدا لامل دی چې د افغان صادراتو پر وړاندې یې ډېرې ننګونې راولاړې کړې دي.

افغانستان د پاکستان لپاره تر ټولو نږدې او اقتصادي مارکیټ په توګه قرار لري او افغانستان خپل ډېر واردات له همدې هېواد څخه تر سره کوي. که له بلې خوا وکتل شي د افغانستان د صادراتو لپاره بیا پاکستان تر ټولو نږدې او اقتصادي مارکیټ په توګه ځای لري. ولې د دواړو هېوادونو تر منځ د بې باوریو له امله دغه اقتصادي فرصت ډېر ځله له خنډ سره مخ شوی او په پایله کې یې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته په پراخه کچه مالي زیانونه اړولي دي.

کله چې په ۲۰۱۴ ز کال کې پاکستاني ځواکونو په وزیرستان کې چاڼیز عملیات پیل کړل، نو له افغانستان سره یې د غلام خان بندر وتاړه. له دې پرته د تورخم او چمن سوداګریزې پولې هم د پاکستاني لوري لخوا د تروریستي حملو تر سره کېدو، سیاسي اړیکو خرابولو او ځینو نورو لاملونو له کبله وخت په وخت د افغانستان پر وړاندې تړل شوې دي.

د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې پاکستان خپلې ټولې پولې له افغانستان سره د کرونا ویروس خپرېدو د وېرې له کبله په هر اړخیزه توګه وتړلې. که څه هم کوویډ- ۱۹ په نړیواله سطحه یوه وبا وګڼل شوه،  په لومړیو کې یې د پلازمینې کابل په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې د توکو بیې خورا لوړې کړې، ځکه له یوې مخې له پاکستان څخه افغانستان ته د وارداتو مخه ډب کړای شوه او له بلې خوا د افغانستان صادرات هم له ستر خنډ او ځنډ سره مخ کړای شول.

خو د پاکستاني چارواکو په خبره، د افغان چارواکو په غوښتنه یې یوازې افغانستان ته له پاکستان څخه د وارداتو په برخه کې په لومړیو کې په اونۍ کې د دریو ورځو لپاره د چمن او تورخم پولې پرانیستلې. د جون په ۲۰ مه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشې فاروقي څرګنده کړه چې هېواد به یې د افغانستان په غوښتنه او د انساني همدردۍ پر بنسټ، د جون میاشتې په ۲۲مه د تورخم، چمن او غلام خان بندر سوداګریزې لارې په اونۍ کې شپږ ورځې د دواړو هېوادونو سوداګریزو توکو پرمخ او یوه ورځ به یادې لارې د دواړو هېوادونو مسافرو پر وړاندې پرانیستې وي. خو که وکتل شي د لارو بیا ځلې پرانیسته نه یوازې افغانستان؛ بلکې د پاکستان ولس او حکومت ته هم ستره ګټه رسولی شي.

د افغانستان صادراتو پر وړاندې ستونزې

افغانستان چې زیاتره تازه او وچې میوې او سبزیجات صادروي، د افغان بڼوالو او سوداګرو لپاره د پراخو عوایدو په توګه پېژندل کېږي. افغان حکومت که څه هم د صادراتو په برخه کې د ستونزو حل کولو په اړه څرګندونې تر سره کوي، خو بڼوال او سوداګر بیا په حللارو پسې سرګردانه ګرځي.

ډېر کله داسې شوي چې د تازه میوو موسم په وخت کې بڼوال آن دې ته زړه نه ښه کوي چې خپل د تازه میوو حاصلات د ټیټو بیو له کبله بازار ته وړاندې کړي، ځکه بازار ته د وړاندې کولو مصرف کچه یې د پلورل شویو میوو له عاید څخه هم ښکته راځي. د بېلګې په توګه، د فراه ولایت کروندګر هر کال نیوکې کوي چې د تازه میوو په موسم کې د یوې کیلو هندواڼې بیه یوې افغانۍ ته رسېږي او دا کار کروندګر له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کوي.

د پاکستاني لوري لخوا په افغان صادراتو د مالیې زیاتوالی، د ټولو او یا ډېرو لاریو چک کول، چې د زیات وخت نیولو له کبله تازه میوې ورسره خرابېږي او له منځه ځي. افغان توکي له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته د پاکستان په نوم راوړل او د حکومت لخوا د صادراتو په برخه کې اغېزمن پلانونه نه درلودل ښايي نور هغه لاملونه اوسي، چې د افغانستان صادرات یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

پایله

له کرونا وبا څخه تر پیښ خنډ او ځنډ و رهاخوا ‎چې ټوله نړۍ یې په اقتصادي او سوداګریز ډګر کې ولړزوله، اړینه ده چې پاکستان دې ته وهڅوي څو د APTTA تړون په دوه اړخیزه توګه پلي کېدو ته ژمن پاتې شي، څو د دواړو هېوادونو سوداګریزه راکړه ورکړه د وختي مسایلو او سیاسي بې باوریو ښکار نه شي. که څه هم له ۲۰۱۴ ز کال را وروسته چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر تر ډېره ښکته شوی او دې هرڅه د پاکستان او افغانستان پر سوداګریزه راکړه ورکړه هم منفي اغېزې لرلې دي. له افغانستان څخه د پاتې بهرنیو ځواکونو له وتلو سره ښايي افغانستان د صادراتو په برخه  کې له نویو ستونزو سره مخ شي، ځکه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته سیاسي لانجې، د بهرنیو اسعارو (ډالرو) کمېدل او نا امني ښايي هغه لاملونه وي چې د افغانستان اقتصاد په خورا لویه کچه وګواښي. نو په همدې بنسټ افغان حکومت باید د صادراتو او وارداتو په برخه کې په شته پالیسیو بیاځلې ژوره کتنه وکړي. که څه هم تر دویم ځل ولسمشر کېدو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې څو په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه دې ته وهڅوي، چې د هېواد سوداګریزو توکو ته په یادو هېوادونو کې د بازارموندنې په برخه کې جدي ګامونه واخلي. دا کار د یو تشویقي اقدام په حیث د ستایلو وړ کار دی، مګر اړینه ده چې د هېواد او سیمې حالاتو ته په کتو د هېواد د صادراتې کچې لوړولو په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړای شي.

له دې پرته افغان دولت باید د وېزو، مالیې او د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو پر وړاندې د پولو تړلو ستونزې ته هر اړخیزې حللارې ولټوي او له کروندګرو سره د سړو خونو او همدارنګه د هغو توکو په کرلو کې مرسته وکړي، چې عاید یې ډېر او د هېواد د وارداتو کچه ورسره راښکته کېږي، څو د هېواد ډېری اړتیاوې د وارداتي توکو پر ځای په کور د ننه پوره شي.

Previous Post

جمعيت ګوند؛ له اخواني ارمانونو تر قومي دريځونو

Next Post

روسیه: امریکایي استخبارات په افغانستان کې د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېل وو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
روسیه: امریکایي استخبارات په افغانستان کې د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېل وو

روسیه: امریکایي استخبارات په افغانستان کې د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېل وو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا: روسيې سپوږمکۍ ویشتونکی توغندی ازمویلی

امریکا: روسيې سپوږمکۍ ویشتونکی توغندی ازمویلی

جولای 24, 2020
ملګري ملتونه: د سولې هڅې باید ټکنۍ نه شي

ملګري ملتونه: د سولې هڅې باید ټکنۍ نه شي

اپریل 22, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved