چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د پولي چارو په پرمختګ کې د چين ځانګړتيا لرونکې لار

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 16, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د پولي چارو په پرمختګ کې د چين ځانګړتيا لرونکې لار
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين یوه مشهور فکري مرکز په خپل تازه راپور کې ويلي، چې د چین ځانګړتيا لرونکې پولي لار د شي جين پينګ له ۴۰ کلنو هڅو او عملي تجربو سره نږدې تړاو لري.

په دغه راپور کې د چين په فو جیان ولایت کې د رئیس شي جين پينګ له ماموريت، د پولي چارو له اقداماتو او د ملي کچې د پولي ستراتیژۍ تر تطبيق پورې د تيورۍ او عملي پرمختګ د مسير په اړه سیسټماتیکه څېړنه وړاندې شوې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

راپور وايي، د نوې زمانې لپاره چيني ځانګړتيا لرونکې پولي لار په سيمې کې د شي جين پينګ له وړاندې شويو مفکورو سره مطابقت لري او هم د نوموړي د پخوانيو عملي تجربو دوام او پرمختګ دی.

د چین ځانګړتيا لرونکې پولي لارې ځانګړتياوې څه دي او له لوېديځ ماډل سره کوم توپيرونه لري؟

په دغې ليکنې کې همدغې او ځينو نورو پوښتنو ته د ځواب هڅه شوې ده.

د پانګې ماشين يا د خلکو د ګټو لپاره خدمت، د پولي چارو طبيعت څه دی؟

د لوېديځو هېوادونو پولي چارې پر داسې مفکورې ((د مساهمينو ګټې لومړيتوب لري)) ولاړې دي او اصلي بڼه يې د امتيازي طبقې د پانګې ماشين بلل کېږي.

د چين ځانګړتيا لرونکو پولي چارو (( د خلکو د ګټو لپاره خدمت)) اصلي بڼه بیا د لوېديځو هېوادونو د يادې لارې خلاف ده او دغه مفکوره له ۱۹۸۵م کال څخه تر ۲۰۰۲م کال پورې د فو جيان ولايت په مختلفو سيمو کې د شي جين پينګ د ماموريت پرمهال رامنځته شوې ده.

کله چې شي جين پينګ د فو جیان ولايت په نينګ ده ښار کې کار کاوه، نو د بڼوالانو او ټېکدارانو دغه وضعيت ته يې ډېره پاملرنه واړوله، ځکه د ځنګلونو د نيالګيو د ودې بهير ۲۰ – ۳۰ کلونو ته اړتيا لري، نو په دغه موده کې د ځنګلي فارمونو د ټېکدارانو د ژوند سرچېنه څه کېدای شي او څنګه د پانګې مسئلې او هم د پیسو مسله حلولی شي؟

شي جين پينګ يو نوښت وکړ او يو داسې تدبیر یې غوره کړ، چې له مخې يې ټېکدار/بڼوال مخ پر ودې ونې او ځنګلونه ګرو کولی او له بانکونو څخه پورونه اخيستلی شي.

نوموړي په همدغه تدبیر د بڼوالانو او ټېکدارانو ستونزې حل کړې او نن ورځ په نینګده کې د ځنګلونو د پوښښ انډول ۷۱.۹۷٪ ته رسېدلی دی.

د پيسو لوبه يا د حقيقي اقتصاد لپاره خدمت، د پولي چارو اصلي دنده څه ده؟

شي جين پينګ په دې اند دی، چې “اقتصاد د بدن او پولي چارې بیا د وينې رول لوبوي او یو بل سره په ګډه پایيدلی او وده کوي.”

د نوموړي دغه نظر د اقتصاد او پولي چارو نږدې اړيکې روښانه کړي او د لوېديځو پولي چارو په توپير يې د چيني ځانګړتيا لرونکو پولي چارو يوه بله ځانګړتيا په ډاګه کړې، چې اصلي دنده يې د حقيقي اقتصاد لپاره خدمت دی.

د فو جیان ولايت مرکز فو جو ښار د تېرې پېړۍ د ۹۰مې لسیزې په پيل کې د چټک اقتصادي پرمختګ پړاو ته داخل شو، خو هغه مهال د دغه ښار د مینجانګ سیند په اوږدو کې یوازې دوه پلونه لرل، چې د سیمې د چټک اقتصادي پرمختګ لپاره پوره نه وو. نو د چين د خلکو بانک د فوجو فرعي څانګې او نورو ۸ پولي ارګانونو د شي جين پينګ د لارښوونې او هڅونې په رڼا کې د پورونو ډله جوړه کړه او د نويو پلونو د جوړولو لپاره يې د پیسو د راغونډولو چارې پيل کړې.

څه موده وروسته، په فو جيان ولایت کې د چټکو سړکونو، تونلونو او د اوبو برېښناکوټونو په شمول لويې پروژې بشپړې شوې او د ځايي خلکو د ژوند په ښه والي او اقتصايي پرمختګ کې يې مهم رول ولوباوه.

دغه نوښت د حقيقي اقتصاد د پولي چارو د خدمت د مفکورې سرچېنه بلل کېږي.

په فو جيان ولايت کې د شي جين پينګ اقدامات د چيني ځانګړتيا لرونکې پولي لارې لپاره د اوبو د چېنې رول لري.

چين نړۍ ته د پولي پرمختګ داسې نوی ماډل برابر کړی، چې هم د خپل وضعيت پر اساس ولاړ او هم نړيوال لرليد لري.

Previous Post

د چین د نړیوالې اکمالاتي لړۍ د هڅولو درېیم نندارتون پرانیستل شو

Next Post

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شورا غونډه په تیان جین کې ترسره شوه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شورا غونډه په تیان جین کې ترسره شوه

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شورا غونډه په تیان جین کې ترسره شوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکايي رسنۍ: د افغانستان او اوکراین وضعیت پر بایډن فشارونه ډېر کړي

امریکايي رسنۍ: د افغانستان او اوکراین وضعیت پر بایډن فشارونه ډېر کړي

فبروري 28, 2022
اقتصادي مرستیالۍ: سږ کال د ۲۵ کوچنیو کانونو د کیندنې پروژې منظورې شوې

اقتصادي مرستیالۍ: سږ کال د ۲۵ کوچنیو کانونو د کیندنې پروژې منظورې شوې

مارچ 12, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ