چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د ځان ساتنې په موخه د اروپايي اتحاديې لوړې تعرفې به معکوسې پايلې ولري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 31, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د ځان ساتنې په موخه د اروپايي اتحاديې لوړې تعرفې به معکوسې پايلې ولري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

له خبرو سره سره، اروپايي اتحادیه ټينګار کوي چې له چين څخه په وارديدونکو برېښنايي موټرو به له چهارشنبې وروسته تر پنځو کلونو پورې لوړې ګمرکي تعرفې ولګوي. د اروپايي کمېسيون د اجرايوي مشر مرستيال والديس دومبروفسکيس وويل، د دغو متناسبو او هدفمندو اقداماتو پر مټ موږ د عادلانه بازار او د اروپا د صنعتي بنسټ ملاتړ کوو.

د چين د سوداګرۍ وزارت په غبرګون کې ويلي چې چين په اروپايي مارکېټ کې پر خپلو برېښنايي موټرو د اضافي تعرفو د لګولو په تړاو د اروپايي اتحادیې پرېکړه نه مني او ټول هغه اړين اقدامات به وکړي چې د چيني کمپنيو ګټې پرې خوندي کېږي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د عادلانه بازار د رویې له خبرو او پر چيني برېښنايي موټرو د اروپايي اتحادیې له لوري د اضافي تعرفو له لګولو د دغه بلاک د ژورې ملاتړپالنې انګيزه ښکاري چې بالاخره به د دوی رقابتي وړتيا له منځه يوسي.

د چين د برېښنايي موټرو صنعت په وروستيو کلونو کې خورا ډيره وده کړې، چې له کبله یې په نړيوال مارکېټ، په ځانګړي ډول اروپا کې ونډه هم پراخه شوې ده. د چين د برېښنايي موټرو د صنعت د پرمختګ لاملونه، ښه اکمالاتي سيسټم، نوښتونه او په بازار کې د سيالۍ ښه وړتيا ده، نه غير عادلانه سبسايډۍ، چې ځينې لويديځوال یې پلمه کوي.

چين يوازينی هېواد دی چې د ملګرو ملتونو په صنعتي طبقه بندۍ کې د ټولو صنعتي کټګوريو مالکيت لري او په توليدي برخه کې یې له څه باندې يوې لسيزې راهيسې تر ټولو لوړ مقام ساتلی دی.

د چين په جيانګسو ولايت کې چانګجو د بېلګې په توګه په پام کې ونيسئ. د ځايي حکومت د معلوماتو له مخې، چانګجو د بېټريو په اکمالاتي کړۍ کې له ۳۲ کليدي برخو د ۳۱ هغو کوربه توب کوي. دا د بېټريو د اکمالاتي ځنځير ۹۷ سلنه برخه ده. دغه ډول غني اکمالاتي سيسټمونو په چين کې د برېښنايي موټرو د توليد لګښتونه خورا را کم کړي دي.

پر دې ټولو سربېره، د کلونو لپاره پر څېړنو او انکشاف پانګونې چين د بېټريو، موتورونو، برېښنايي کنټرولرونو او ځيرکې ټکنالوژۍ کې د چين لاس خورا بر کړی او د چين د برېښنايي موټرو صنعت ته یې پوخ بنسټ برابر کړی دی. د نړۍ په کچه د برېښنايي موټرو د بېټريو تر ټولو د ستر توليدوونکي چيني شرکت کاټل وروستۍ بېټرۍ په ديرشو دقيقو کې په بشپړ ډول چارجيږي چې ورسره زر کيلومتره مزل کولی شي او په لسو دقيقو کې دومره چارج اخيستی شي چې ۶۰۰ کيلومتره مزل پرې وکړي.

د مارکېټ رقابت د چيني موټر جوړوونکو د سيالۍ وړتيا لا پسې لوړه کړې ده. د ولکس واګون له لوري په چين کې د څېړنو او انکشاف د مرکز په جوړولو او د مرسيډيز بنز او بي اېم ډبليو له لوري په بيجينګ کې د جاينټ وېنچر پر رامنځته کېدو سره پر چيني موټر جوړوونکو د رقابت فشار لا ډير شوی او اړ شوي چې پر لا ډيرو نوښتونو کار وکړي.

د چين پر برېښنايي موټرو د اضافي تعرفو تر لګولو وروسته، بروکسل لا داسې ثبوت نه دی وړاندې کړی چې د چين غير عادلانه سبسايډۍ يا اروپايي شرکتونو ته اوښتی زيان پرې ثابت شي. پر دې سربېره د اروپايي اتحادیې د وروستۍ پرېکړې سياسي اړخ تر اقتصادي اړخ پراخ دی. اروپايي اتحادیې د عادلانه بازار د رویې په نوم اصلاً د سيالانو پر وړاندې ملاتړپالي خنډونه رامنځته کړي څو خپلو شرکتونو ته د رقابت د وړتيا د موندلو لپاره وخت ومومي.

له شک پرته چې دا اقدام به د اروپايي موټر جوړوونکو ته په لنډ مهال کې ښه خبر وي، خو په اوږدمهال کې به د اروپايي موټر جوړوونکو وده ټکنۍ کړي. په بازار کې د جدي رقابت نشتون د اروپايي اتحادیې د موټرو صنعت ته وده نه ورکوي، نه د هغوی د نوښتونو وړتيا ډيروي، بلکې د برېښنايي موټرو زمانې ته د هغوی اوښتون ټکنی کوي.

د جرمني د موټرو صنعت د اتحادیې مشر هېلډګارډ مولر ويلي، پر چيني برېښنايي موټرو د اضافي تعرفو لګول د نړيوالې ازادې سوداګرۍ او هوساينې خلاف عمل دی. تر دې وړاندې د هنګري د بهرنيو چارو وزير پيټر سيجارتو خبرداری ورکړی و چې د اضافي تعرفو لګول به په راتلونکي کې د اروپايي اتحادیې د رقابت وړتيا کمزورې کړي.

د اروپايي اتحادیې وروستۍ پرېکړه به له چين سره د دغه بلاک د اوږدې مودې همکارۍ، چې د اروپا د ودې لپاره حياتي ارزښت لري، هم اغېزمنې کړي. د جرمني د موټرو صنعت اتحادیې د تېرې جولای مياشتې په درېيمه نېټه وويل چې په اروپا کې د برېښنايي موټرو د توليد پرمختګ له بهرنيو هېوادونو، په ځانګړي ډول چين څخه د خامو موادو او بېټريو د ټکنالوژۍ پر وارداتو تکيه دی، له همدې کبله له چين سره د پرانيستو بازارونو او رغنده سوداګريزو اړيکو ساتل حياتي ارزښت لري.

په داسې حال کې چې چين د مذاکراتو او همکاريو لپاره دروازې پرانيستې دي، د اروپايي اتحادیې له لوري د چين ضد تعرفو لګول به له شک پرته د بيجينګ – بروکسل اړيکې زيانمنې کړي. چين وار له مخې د اروپايي اتحادیې پر خلاف د اضافي تعرفو د لګولو له کبله د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته شکايت کړی، د چين – اروپايي اتحادیې د اړيکو لا خرابېدل به يقيناً د ټولو لورو د زيانمنېدو سبب شي.

په سيالۍ کې همکاري او د سيالانو پر وړاندې د خنډونو د رامنځته کولو پر ځای هغوی ته د سرې غالۍ غوړول تر ټولو غوره حل لاره ده.

Previous Post

د چين پر برېښنايي موټرو د ډېرو تعرفو لګول به اروپايي ټولنې ته ګټه ورسوي؟

Next Post

شي چين پينګ د ولايتي او وزارتي چارواکو د يو کورس پرانيستونکو مراسمو ته مهمه وينا وکړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

شي چين پينګ د ولايتي او وزارتي چارواکو د يو کورس پرانيستونکو مراسمو ته مهمه وينا وکړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Slot Games To Win Real Money Australia

سپتمبر 8, 2025

Canada Pub Slot Machines

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved