چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د ځينو رسنيو له خوا د شينجيانګ په اړه خبرونه سوچه دروغ دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 14, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د ځينو رسنيو له خوا د شينجيانګ په اړه خبرونه سوچه دروغ دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه: ډېوه؛ د چین نړیوالې راډیو د پښتو څانګې خبریاله

ځينې خبري رسنۍ د شينجيانګ په اړه له حقيقته لرې دروغجن خبرونه خپروي، خصوصاَ په دې وروستيو دوو کلونو کې يې بيخي ډېر زور پرې لګولی دی. د بي بي سي، نيويارک ټايمز او سي اېن اېن په شمول ځينو نړيوالو خبري رسنيو په ځانګړې توګه په اسلامي هېوادونو کې حيرانوونکي سرليکونه استفاده کوي او د نړۍ د مسلمانانو د غوسې راپارولو لپاره يې جعلي ويډيوګانې جوړې کړې دي. په دغو جعلي خبرونو کې هميشه د کېمپونو، ځورونې او بنديخونو په ګډون ځينې کلېمې کاروي او په چين کې د شينجيانګ د اداره کولو پر تګلارو يې تورونه لګولي دي.  خو په حقيقت کې دغه جعلي خبرونه او ويډيوګانې دقيقې سرچينې او شواهيد نه لري، بلکې له ځينو انځورونو او ويډيوګانو څخه يې په خپله خوښه ځينې برخې ټاکلي او درواغجن خبرونه او ويډيوګانې يې ترې جوړې کړې دي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د امريکا ګريزون (Grayzone) ويبسايټ  يو خپلواک نړيوال خبري ويبسايټ دی، چې په مکرر ډول د چين د شينجيانګ په اړه خپرې شوې ګونګوسې او افوهات افشا کوي. دغه ويبسايټ څه موده مخکې يوه اوږده مقاله خپره کړه چې سرليک يې دی:

د اويغوريانو د تش په نوم استازو د نړيوال کنفرانس تر شا ريښتنی حقيقت

د اويغوريانو د تش په نوم دا ډله يوه ښي اړخې ډله ده، چې د ورانکارۍ په موخه  جوړه شوې او د امريکا لخوا يې کلک ملاتړ کيږي. په دغې مقالې کې د ياد کنفرانس د جوړيدو، بدلونونو، د پانګو سرچينې او د مطبوعاتي لارو چارو په هکله مالومات وړاندې شوي او بيا يې دا حقيقت په ګوته کړی، چې  ايا رېښتيا هم دا د بشري حقونو ساتونکی سازمان دی؟ په حقيقت کې دا د چين د تجزيې غوښتونکې شبکه ده، چې امريکا يې تمويلوي او لارښوونه ورته کوي. دغه کنفرانس د چين د کمزوري کولو په هڅه کې د امريکا د ملي ډيموکراسۍ صندوق (NED) او ازادې اسيا له راډيو سره ځانګړې همکاري کړې ده.

 دغه کنفرانس له پيل راهيسې له ځان سره د امريکا ديموکراسۍ صندوق (NED) ملاتړ لري. NED  هر کال په دې سازمان کې د امريکا د دولتي پانګو ميليونونه ډالر لګوي. دغه صندوق د امريکا په سترګو په تهديد لرونکو هېوادونو کې د دولت ضد له مخالفو ګوندونو، ډلو او خبري رسنيو ملاتړ کوي.

ښايي ځيني افغان مسلمانان د دغو خبرونو او ويډيوګانو له ليدلو وروسته په شينجيانګ کې د حقيقت په هکله پوښتنې ولري. ځيني يې حتی د شينجيانګ په اړه ډېر خشونت لري او قهريدلي دي او په ټولنيزو رسنيو کې  يې خپل احساسات څرګند کړي دي.

 حقيقتونه څه دي؟   په دغو خبرونو کې وړاندې شوي کېمپونه او زندانونه څه دي؟ په شينجيانګ کې د اويغوريانو د بشري حقوقو واقعي حالت څه ډول دي؟

ځوابونه يې دلته موندلی شئ: د شينجيانګ د مسلکي مهارتونو د ښوونيزو او روزنيزو کارونو سپين کتاب، نړيوالې ټولنې ته د ښوونيزو او روزنيزو مرکزونو د جوړېدو او  زمينې او د درسونو د محتوياتو او اغېزو په اړه معلومات او تفصيلات ورکړي او د واقعيتونو له لارې يې په شينجيانګ کې د ښوونيزو او روزنيزو چارو په اړه د لويديځو هېوادونو د ځينو کسانو ۳ لوی درواغ رد کړي او د دغو کسانو رښتينی نيت يې څرګند کړی دی. دغه کسان د بشري حقونو په پلمه په دوه ګونو معيارونو د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.

شينجيانګ په اوږده موده کې له ترهګرۍ او افراطيت سره د مبارزې عمده جنګي ميدان و. د لومړنيو معلوماتو له مخې، له ۱۹۹۰ کال څخه د ۲۰۱۶ کال تر پايه پورې د بېلتون غوښتونکو، افراطيانو او سختو دريځو زور زياتي کوونکو په شينجيانګ کې زر ګونه بريدونه طرحه او تر سره کړي او د ځايي سيمې ټولنيز ثبات او اقتصادي پرمختګ ته يې سخت زيانونه رسولي دي.

په نوموړي سپين کتاب کې د حقيقتونو د يادولو له لارې د شينجيانګ د ښوونيزو او روزنيزو کارونو په اړه د لويديځ ۳ ادعاوې  دروغ ثابتې شوې دي.

لومړی:  د شينجيانګ ښوونيز او روزنيز مرکزونه ښوونځي دي، نه د لويديځ د درواغو په قول زندانونه.

دوهم:  په ښوونيزو او روزنيزو مرکزونو کې د اويغوري قوم په شمول د ملي لږکيو د کلتور سپېڅلتيا ته سپکاوی نه کيږي او د زده کوونکو د منلو يوازينی معيار يې دا دی، چې ايا دغو کسانو د ترهګرۍ او مذهبي افراطيت په ناقانوني فعاليتونو او جرمونو کې ګډون کړی او که نه؟.

 درېيم: دغه ښوونيز او روزنيز مرکزونه د اسلام په شمول د هيڅ دين د عقايدو مخه نه نيسي.

له حقيقونو څخه دا په ډاګه شوې، چې په شينجيانګ کې د يادو ښوونيزو او روزنيزو مرکزونو د جوړونې په شمول د ترهګرۍ او افراطيت پر ضد تدبيرونو د بېلا بېلو قومونو خلکو د ژوند، روغتيا او پرمختګ حقونه تامين کړي. له تېرو مسلسلو دريو کلونو راهيسې په شينجيانګ کې د زور زياتي هيڅ ترهګريز بريد نه دی رامنځته شوی. اوس په شينجيانګ کې ځايي ټولنه او اقتصاد د ښه والي په حال کې دي. د بېلا بېلو قومونو خلک په امن کې ژوند کوي او د سمسورې ټولنې جوړولو لپاره ګډې هلې ځلې کوي. نو لويديځ څنګه ويلی شي، چې د چين حکومت د اويغوريانو بشري حقونو ته پاملرنه نه کوي؟

 په حقيقت کې د ترهګريزو پيښو له منځه وړلو وروسته په شينجيانګ کې د عامو خلکو بشري حقونه تر ښې ساتنې لاندې دي. که ترهګري ختمه شي، نو خلک په امن چاپيريال کې ژوند او کارونه کولی شي، دا په رښتني ډول د انسانانو بشري حقونه دي. د چين د حکومت ټول کارونه د عامو خلکو د امن ژوند ساتلو په هدف دي او دا څرګنده ده چې دغه کارونه اغيزمن شوي او اوس په شينجيانګ کې د اوسيدونکو د نيکمرغۍ احساسات لوړ دي. که يوازې دغه بد نيت لرونکي جعلي ويډيوګانو ته پاملرنه کيږي چې حقيقي نه دي، نو پر حقيقت به څنګه پوه شو؟

Previous Post

د امریکا کانګریس: بهرنیو چارو وزارت دې؛ د عربستان د اټومي فعالیتونو په اړه وضاحت ورکړي

Next Post

ملګري ملتونه: حکومت دې د خپرې شوې ویډیو په اړه هر اړخیزه پلټنه وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ملګري ملتونه: حکومت دې د خپرې شوې ویډیو په اړه هر اړخیزه پلټنه وکړي

ملګري ملتونه: حکومت دې د خپرې شوې ویډیو په اړه هر اړخیزه پلټنه وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

متقي: د ټولشموله حکومت جوړول د نړیوالې ټولنې پلمه ده

متقي: د ټولشموله حکومت جوړول د نړیوالې ټولنې پلمه ده

جنوري 28, 2022
ښځه د ټولنې د پرمختګ مهم ځواک دی

ښځه د ټولنې د پرمختګ مهم ځواک دی

مارچ 8, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved