د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جولای په ۲۲مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د څوارلسم پنځه کلن پلان د ټاکلو دندو د بشپړېدو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د چين د معلولينو چارو ادارې يوه مسئوول په دغه ناسته کې وويل، چې د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې د معلولينو لپاره د کار پيدا کېدو د هڅونې د درې کلن عملي پلان (۲۰۲۲م – ۲۰۲۴م کال) د تطبيق په رڼا کې پر دندو د ګمارل شويو معلولينو شمېر زياتوالی ښيي. ارقام ښيي، چې په دې موده کې ۹ ميليونه او ۱۹ زره معلولين پر دندو ګمارل شوي او د دغه هېواد په ښارګوټو او ښارونو کې پر دندو د نويو ګمارل شويو معلولينو شمېر ۲ ميليونو او ۳۱۰ زرو تنو ته رسېدلی دی.












