چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چانکای بندر: په نوې زمانه کې د انکا لرغونې لارې نوی پيل

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 17, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د چانکای بندر: په نوې زمانه کې د انکا لرغونې لارې نوی پيل
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

موږ د دې شاهدان يو، چې له چانکار بندر څخه تر شانګهای ښار پورې نوې لارې پرانيستل شوې. دا په پيرو کې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړاندیز د عملي کېدلو يوه نښه ده او په نوې زمانه کې له اسيا څخه تر لاتينې امريکا پورې نوې ځمکنۍ او سمندري لارې هم دي.  د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د پيرو ولسمشرې دينا بورورت د نومبر د ۱۴مې نېټې په ماښام د پيرو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د چانکای بندر د پرانيستلو په انلاين مراسمو کې ګډون وکړ. شي جين پينګ وويل، د چانکای بندر په نوې زمانه کې د انکا لرغونې لارې نوی پيل ګرځيدلی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

دا له پيرو څخه د رئيس شي جين پينګ درېیم ځل رسمي لیدنه ده، او له یو کال راهیسې درېيم ځل هم دی، چې د دواړو هېوادونو مشران سره کتنه کوي.دوی په ګډه د چانکای بندر د پرانيستلو په انلاين مراسمو کې ګډون کړی، چې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د عنعنوي دوستۍ شاهدان واوسي.

د انکا اصلي اوسېدونکو ۵۰۰ کاله مخکې د انديس غرونو لړۍ له جنوب څخه تر شمال پورې د انکا لرغونې لاره جوړه کړه. اوسمهال د چين او پيرو لخوا په ګډه جوړه شوې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په رڼا کې د نمنوي پروژې په توګه د چانکای بندر د انکا لرغونې لارې ته نوې انرژي او پيرو ته د پرمختګ نوی فرصت برابروي.

د چانکای بندر د پيرو پلازمينې ليما شمال ته په شاوخوا ۸۰کيلومترۍ کې موقعيت لري، يو وړتیا لرونکي بندر ګڼل کېږي چې له يوې خوا د جنوبي امريکا لويې وچې او بله خوا ارام سمندر سره وصلوي. د دغه بندر د لومړۍ دورې پروژه په ۲۰۲۱م کال کې جوړه شوه، چې پکې د ۱۸۰۰۰معياري کانتينرونو بار وړونکې لويې بيړۍ درېدلی شي او په نږدې وخت کې د هر کال لپاره د يو ميليون کانټینرونو او په راتلونکې کې د یو ميليون او ۵۰۰زره معياري کانتينرونو د ليږد راليږد کارونه ترسره کولای شي. دا به په دې ځمکنۍ او سمندري لارې کې د اسيا او لاتينې امريکا تر منځ د نښلولو په بهير کې د پيرو د دروازې په توګه رول ولوبوي.

په هسپانيوي ژبه کې د چانکای تلفظ  شانګهای ته ورته دی، نو له چانکای څخه تر شانګهای پورې کلمه مروج شوه او له دې څخه څرګندېږي، چې خلک د نوې ځمکنۍ او سمندري لارې جوړېدو ته په تمه دي. د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د لاتينې امريکا د انسټيټيوټ څيړونکي جو وې وويل، د دغې نوې لارې له نوي مقام څخه ښکارېږي، چې چين او پيرو د نړيوال اقتصاد د پرمختګ د نوې جوړښت پېژني او پيرو د اسيا او ارام سمندر سيمه کې له چيني پراخ بازار سره د نښلولو فعالې غوښتنې لري.

دغه نوي مقام دوه ټکي لري: د چانکای بندر د لومړۍ دورې له پروژې وروسته به له پيرو څخه تر چين پورې د سمندر په وسيله د ليږلو وخت ۲۳ورځو ته راکم شي او د ټرانسپورټ اصلي لګښت به څه د پاسه ۲۰سلنه کم شي، چې هر کال به پيرو ته ۴ميليارډ ۵۰۰ميليونه ډالر ګټه ورسوي او څه باندې ۸۰۰۰ کاري فرصتونه  به رامنځته شي. برسيره پر دې، د چانکای بندر د تونل له لارې له پان امريکن چټک سړک سره نښلول کېږي، چې پلازمينې ليما ته رسېږي، د پيرو او د لاتينې امريکا له بېلا بېلو هېوادونو سره نښلول کېږي، تر څو د سمندر له غاړې څخه تر داخلي ځمکې پورې، له پيرو څخه د لاتينې امريکا تر نورو هېوادونو پورې د تګ راتګ او ټرانسپورټ جمع شکل رامنځته شي، دغه راز د لاتينې امريکا او د کاريبين سيمې د همه شموله پرمختګ او د يو ځايښت ابادۍ ته به وده ورکړي شي.

په همدې وخت کې د چانکای بندر د زرغون پرمختګ پر لوري بندر دی. په دې پروژه کې له حيواناتو سره د مرستې، د ايکولوژيکي چاپيريال د ښه والي او د ځايي اقتصاد د دوامدار پرمختګ په شمول يو لړ کارونه ترتيب شوي دي. دا لیدل کېږي چې د چانکای بندر نه يوازې په نوې زمانه کې د انکا لرغونې لارې پيلامه ده، بلکې د لاتينې امريکا د خلکو د نيکمرغه ژوند نوی پيل هم دی. لکه څنګه چې ځايي اوسيدونکي داسي وايي: لا ښه راتلونکی به اباد شي.

Previous Post

د سالنګ لویې لارې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

Next Post

سروې: د نړۍ پرمختیايي هېوادونه د نړیوالې ادارې په اړه د چين ځواب ته په تمه دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

سروې: د نړۍ پرمختیايي هېوادونه د نړیوالې ادارې په اړه د چين ځواب ته په تمه دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پکتیکا کې د امنیتي چارواکو پر ضد نن بیا هم لاریون روان دی

پکتیکا کې د امنیتي چارواکو پر ضد نن بیا هم لاریون روان دی

اپریل 17, 2020
د چمن پرلت کوونکي: که مو غوښتنې ونه منل شي ټاکنو کې ګډون نه کوو

د چمن پرلت کوونکي: که مو غوښتنې ونه منل شي ټاکنو کې ګډون نه کوو

فبروري 4, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ