سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين اقتصاد د روان کال په لومړۍ ربعه کې ښه پيل درلود

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 17, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د چين اقتصاد د روان کال په لومړۍ ربعه کې ښه پيل درلود
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د پيسو نړيوال صندوق څه موده مخکې په يوه راپور کې د روان کال د نړيوال اقتصاد د پرمختګ اټکلي انډول د تېر راپور په پرتله تر ۳ اعشاريه ۱ سلنې ټيټ کړی، چې دا صفر اعشاريه دوه سلنه کموالی ښيي.

د چين حکومت د اپريل په ۱۶مه نېټه وروستۍ اقتصادي شمېرې خپرې کړي، چې د ابتدايي شمېرې له مخې يې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د دغه هېواد اقتصاد د تېر کال د همدې مودې په پرتله پنځه اعشاريه صفر سلنه او د تېر کال د څلورمې ربعې په پرتله صفر اعشاريه پنځه سلنه زياتوالی موندلی او له اټکل څخه يې چټک پرمختګ کړی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په روان کال کې د چين د اقتصاد ښه پيل د بهرنيو خبري رسنيو د خبرونو سر ټکی ګرځیدلی، بازار ته یې باور ورکړی او هم د نړيوال پرمختګ ثابت انجن ګرځېدلی دی.

د چين د بهرني تجارت او اقتصاد پوهنتون د چين د پرانيستي اقتصاد د تيوريو څېړنيز انسټيټيوټ مشر سان بای چوان رسنيو ته ويلي، چې بېجينګ د جيوپوليټيکي شخړو، لوړو سياسي خطرونو او د انرژۍ نړيوال بازار د تزلزل په شمول له مختلفو ننګونو سره د مقابلې هڅې کوي، څو پرمختګ ومومي، د نوي کيفيت توليدي ځواک پياوړی کړي، اصلاحات او ورخلاصون پراخ کړي او د اقتصادي جوړښت د بدلون او اپګرېډ په بهير کې پياوړی انجن برابر کړي.

دا د دې ښکارندويي کوي، چې د چين اقتصادي بنسټونه ښه ثبات لري، تګلارې یې اغېزمنې او ښې تطبيق کېږي او د هېواد د اقتصادي کيفيت د لوړتيا او پرمختګ لپاره هڅې کوي.

چين د نړۍ دويم لوی اقتصاد دی او د اقتصاد عمومي اندازه يې له ۱۴۰ټريليونو يوانو څخه اوښتې ده او پر دې بنسټ په ۵ سلنې د خپلې کلنۍ پرمختيايي موخې ټاکل ډېر ارزښتناک بلل کېږي.

د چين اقتصادي پرمختګ درې ځانګړتياوې ” ثبات، نوښت او انعطاف پذیره“ لري، چې دا کلني پرمختيايي هدف ته د رسېدو لپاره ښه بنسټونه برابروي.

۱- ثبات: د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين درېيو صنعتونو ښه پرمختګ موندلی، د اوسېدونکو لخوا د مصرفي بيې شاخص يې صفر اعشاريه ۹سلنه لوړ شوی او په ښارګوټو کې يې د خلکو د روزګار کچه او د ژوند سويه نسبتاً ثابته ده.

د پسرلني اختر او د اړوندو تګلارو په هڅونې سره په دغه هېواد کې د مصرفي توکو او خدمتي چارو د پرچون عمومي ارزښتونه په جلا جلا توګه دوه اعشاريه څلور او پنځه اعشاريه بنځه سلنه زياتوالی ښيي. دغه راز د پانګونې په اندازه کې يې هم کموالی ختم شوی، بلکې ۱ اعشاريه ۷ سلنه يې زياتوالی موندلی دی. دا د دې ښکارندويي کوي، چې اقتصاد يې پوره ثبات لري.

۲-. نوښت: د نوي خوځنده ځواک په مټ د چين اقتصاد چټک پرمختګ کوي.

د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين په صنعتي پرمختګ کې د تاسيساتو او تجهيزاتو توليدي چارو او د عالي ټېکنالوژۍ چارو خدمتي انډول په جلا جلا توګه ۱ يو اعشاريه څلور او يو اعشاريه دوه سلنه زيات شوی دی. له دې جملې څخه د عالي ټېکنالوژۍ د چارو خدمتي انډول يې دوه دېرش اعشاريه شپږ سلنې ته رسېدلی دی. دغه راز د چين د نوې انرژۍ موټرو د توليد او پلور اندازې هم په نړۍ کې مخکښ ځای نيولی دی.

۳- انعطاف پذیري: د روان کال په لومړۍ ربعه کې په نړۍ کې د سوداګرۍ پروټېکشنيزم څپې بيا راپورته شوي او ورسره په منځني ختيځ کې ترينګلتيا او کړکېچ پېښ شوي، چې د توليدي چارو پر وړاندې يې ننګونې ډېرې کړې دي.

چين چې پراخ بازار او بشپړ صنعتي سيسټم لري، له بهرنيو ننګونو سره مقابله کولی شي او پرمختګ یې پياوړی انعطاف پذيره ښکاري.

د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت له ۱۱ ټريليونو يوانو څخه زيات شوی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۵ سلنه زياتوالی ښيي. په دې جمله کې يې واردات د تېر کال د همدې مودې په پرتله نږدې شل سلنه ډېر شوي او د زياتوالي سرعت يې له صادراتو اوه اعشاريه اوه سلنه زيات ښکاري.

د چين د پنځلسم پنځه کلن پلان په رڼا کې د وارداتو او صادراتو د برابر پرمختګ موخه اوس د پوره کېدو په حال کې ده.

په روان پسرلي کې د لويو نړيوالو شرکتونو ګڼ شمېر مشرانو چين ته سفرونه کړي او په ورته وخت کې نړيوالو پانګونو هم چين ته مخه کړې ده.

د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين اقتصاد له اټکل چټک پرمختګ کړی او د نړۍ پاملرنه يې راجلب کړې ده.

د پيسو نړيوال صندوق عمومي مديرې کريستالينا ګيورګيوا په دې وروستيو کې ويلي، په داسې حال کې چې نړيوال اقتصاد له ګڼو ننګونو سره مخ دی، د چين اقتصاد لا هم انعطاف پذیره او پياوړی قوت لري او پر نړيوال اقتصاد مثبته اغېزه کوي.

د پنځه اعشاريه يو سلنه پرمختګ نه يوازې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين اقتصادي لاسته راوړنه ده، بلکې د دغه هېواد د پنځلسم پنځه کلن پلان ښه پيل او هم له نړۍ سره د فرصتونو د شريکو نښه بلل کېږي.

Previous Post

د افغانستان له فضا څخه هر اونۍ ۲۰۰۰ الوتکې تیږیږي

Next Post

د ملګرو ملتونو په مقر کې د چیني ژبې فعالیت ترسره شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د ملګرو ملتونو په مقر کې د چیني ژبې فعالیت ترسره شو

د ملګرو ملتونو په مقر کې د چیني ژبې فعالیت ترسره شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ د سينګاپور له صدراعظم سره ليدلي

شي جين پينګ د سينګاپور له صدراعظم سره ليدلي

جون 24, 2025
د پاکستان له زندانونو ۵۱۷ افغان کډوال خوشې شول

د پاکستان له زندانونو ۵۱۷ افغان کډوال خوشې شول

مې 25, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ