سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين اقتصاد په کوم لوري روان وي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 14, 2023
in نړیوال خبرونه
0
د چين اقتصاد په کوم لوري روان وي؟

default

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې اقتصادي کاري غونډه چې د هر کال په پای کې تر سره کېږي، کورنيو او بهرنیو شخصيتونو ته د چيني اقتصاد د څار يوه کړکۍ برابروي. د دسمبر له يوولسمې نېټې څخه تر دوولسمې نېټې پورې د سږ کال دا غونډه په ټاکلي وخت کې په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پینګ پکې ګډون او مهمه وينا وکړه. د غونډې ګډونوالو د چين د اقتصادي حالت په اړه څه وړاندوينې کړې، په راتلونکي کال کې به يې په کوم لوري روان وي او نړۍ ته به يې څه فرصتونه برابر کړي؟

په ۲۰۲۳م کال کې د چين د اقتصاد د ښه کېدو تمايل نه دی بدل شوی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په ۲۰۲۳م کال کې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس روحيه په هر اړخيزه توګه پلې شوې او په همدې کال کې د کرونا وبا د مخنيوي او کنترول تګلاره تنظيمه شوې او اقتصاد يې مثبته وده کړې ده. د دغې غونډې د وړاندوينې له مخې د چين د پرمختګ لپاره مثبت عوامل د منفي په پرتله زيات دي او د اقتصاد د ښه کېدو بنسټیز تمايل نه دی بدل شوی، نو د چين پر اقتصادي پرمختګ بايد باور ټينګ شي.

په يادې غونډې کې د عموميت له لحاظه په نوې زمانه کې د اقتصادي چارو په اړه پنځه اصول ټاکل شوي دي:

 لومړی، موږ باید په اغېزناکه توګه اقتصادي کيفيت لوړ او اقتصادي اندازه دې په معقوله توګه زياته کړو. دويم، بايد د عرضې اړخ د ژورو جوړښتي اصلاحاتو او د اغېزناکو اړتياوو د پراخوالي لپاره هڅې وکړو څو کورني اقتصادي دوران د کورنيو اړتياوو پر بنسټ په سالمه توګه روان شي او په دې سره به د نړيوال دوران کيفيت او سويه هم لوړه شي. درېیم، د اصلاحاتو او ورخلاصون له لارې بايد د پرمختګ خوځنده ځواک پياوړی کړو څو خپل اصلاحات ژور او په لوړې سويې ورخلاصون تر سره شي. څلورم، پر باکيفيته پرمختګ او د لوړې کچې پر خونديتوب بايد ټينګار ولرو. پنځم، بايد پر اقتصادي ابادۍ تمرکز وکړو او د لومړۍ مهمې دندې په توګه دې باکيفيته پرمختګ ته وګورو، څو د چيني شکله عصري کېدو ستره هیله رښتيا شي.

د ۲۰۲۴م کال د چين د اقتصادي کارونو مهم ټکی باکيفيته پرمختګ دی.

په يادې غونډې کې د ۲۰۲۴م کال لپاره د چين د اقتصادي کارونو مهم ټکي هم ټاکل شوي چې کليدي دنده يې د باکيفيته پرمختګ پرمخ بېول دي او لارې چارې يې په نهو برخو کې دي: لکه په علمي او تخنيکي نوښت د عصري صنعتي سيستم د ابادۍپرمخبيول، د نوي ډول صنعتي کېدو بهير ته پرمختګ ورکول، د ډيجيټلی اقتصاد او مصنوعي ځيرکتيا هڅه کول، د کورنیو اړتياوو او په ښارونو او ښارګټيو کې د اوسېدونکو عايداتو زياتوال، د منځني عايد لرونکو کسانو ډلې پراخول او د مصرفي چاپېریال ښه والی، په مهمو ساحو کې د اصلاحاتو ژورتيا، د ملکي تصديو د ځواکمنتيا هڅونه او بازار ته د ننوتونکو معيارونو، د توليدي عواملو د تر لاسه کولو، مساوي قانون تطبيق او د حقونو د ساتلو په شمول چارو کې د يو لړ اقداماتو نيول.

په ۲۰۲۴م کال کې د بېلابېلو هېوادونو پر وړاندې د چين د اقتصاد جاذبه څه ده؟

ګډونوالو په ياده غونډه کې په لومړي ځل په چين کې د پانګونې په نوم د برانډ جوړولو پلان وړاندې کړی دی. په وروستيو کې چين د فرانسې، جرمني او ماليزيا په شمول د شپږو هېوادونو د اتباعو پر وړاندې چين ته له ويزې پرته د پنځلسو ورځو سفر اجازه ورکړې چې دغه تګلاره د هرکلي وړ ګرځېدلې ده. په دې اړه ګډونوالو په دې غونډه کې هم وړانديز کړی چې په چين کې د بهرنيانو د  کاروبار، زده کړې او سفر ستونزې دې لرې او نړيوالو ته د قانوني، بازاري او نړيوال سوداګريز چاپېريال په برابرولو کې دې کار وشي. په عين وخت کې چین به د مخابراتو او طب په شمول خدماتي بازار ته د تصديو د ننوتلو شرایط  اسانه کړي، د کمربند او لارې د باکيفيته ګډې ابادۍ په اړه اته عمليات به تر سره کړي او د سترو نمونوي  پروژو او د خلکو د ژوند په اړه د کوچنيو خو ګټورو پروژو د پلي کولو لپاره به هڅې وکړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د اقتصادي مفکورې کليدي برخه دا ده چې چين بايد د يوه لوی هېواد په توګه دې د واقعي اقتصاد پر بنسټ عصري صنعتي سيستم ته وده ورکړي.هغه څو ځلې نړيوالو پانګوالو ته ويلي چې چين به د اوږدې مودې لپاره د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو ته دوام ورکړي ،د نړيوال اقتصاد د ګډې سمسورتيا او پرمختګ هڅونه به وکړي او د نړيوالې همکارۍ هرکلی کوي..

Previous Post

د چين او روسيې د انساني تګ راتګ او کلتوري همکارۍ کمېټې ۲۴مه غونډه تر سره شوه

Next Post

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړی استازی هو چون هوا به د مدګاسکر د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړی استازی هو چون هوا به د مدګاسکر د ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

قهوه وزن کموي او که یې زیاتوي؟

قهوه وزن کموي او که یې زیاتوي؟

دسمبر 1, 2020
وانګ يي: مونږ داسې حالت ته اجازه نه ورکوو، چې ځيني هېوادونه د ډوډۍ مېز ته ناست او په مېنو کې نور هېوادونه انتخابوي

وانګ يي: مونږ داسې حالت ته اجازه نه ورکوو، چې ځيني هېوادونه د ډوډۍ مېز ته ناست او په مېنو کې نور هېوادونه انتخابوي

مارچ 7, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ