چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين او افريقا د اقتصادي او تجارتي همکارۍ نوی پيل

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 7, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د چين او افريقا د اقتصادي او تجارتي همکارۍ نوی پيل
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ۲۰۲۴کال د چين او افريقا همکاريز فورم په سرمشريزه کې دا تصور شوی، چې دواړه خواوې به د عصري کېدو د ابادۍ بهير پرمخبوزي. د اقتصادي او تجارتي همکارۍ ژورتيا د دواړو خواوو د متشبشانو پاملرنې راجلب کړې او دوی کوشش کوي، چې په سرمشريزه کې د واقعي همکاريو لپاره له نويو تګلارو څخه نوي فرصتونه ولټوي.

د چين او افريقا د متشبشانو اتمه غونډه د سپتمبر په ۶مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه او دا د يادې سرمشريزې مهم همکاريز فعاليت ګڼل کېږي. د چيني تصديو د استازو تر څنګ د سنيګال، جنوبي افريقا او کینيا په شمول د ۴۸ افريقايي هېوادونو د تصديو استازو په دغه غونډه کې ګډون درلود او د انرژۍ او کاني چارو، د بنسټيزو تاسيساتو، د ساينس او ټېکنالوزۍ، د مخابراتو او سپوږمکۍ، د بيولوژۍ او درملو په شمول عنعنوي او نوې توليدي چارې ټول په کې ياد شوي. د چين صدراعظم لي چيانګ د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وړانديز کړی، چې چين او افريقا بايد خپل بازارونه سره وصل کړي، د توليدي چارو يو ځای کېدل پياوړي کړي، نوښتي ځواک زيات کړي. د چين او افريقا متشبشان بايد خپلمنځي تبادلې زياتې کړي، د همکاريو ژورتيا نوي لوري ومومي، ګډ لوري ته پرمخبوزي او ګډې ګټې تر لاسه کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

چين او افريقا په اقتصادي او تجارتي همکاريو کې ټينګ بنسټونه لري. په دې وروستيو لسو کلونو کې د چين او افريقا د لسو همکاريزو پلانونو، اتو فعاليتونو او نهو پروژو تر لارښوونې لاندې د دواړو خواوو اقتصادي او تجارتي همکارۍ ډېرې چټکې شوې او ګڼ شمېر لاسته راوړنې ګټل شوې دي. چين په مسلسلو ۱۵ کلونو کې د افريقا د لومړي لوی سوداګريز همکار پاتې شوی، په ۲۰۲۳کال کې د دواړو خواوو سوداګريز حجم د ۲۰۱۳کال په پرتله نژدې ۳۵سلنه زيات شوی، له ۲۰۱۳کال څخه راپدې خوا چين په افريقا کې د څه باندې ۶۰۰۰کيلومترو اوسپنيزو لارو، د ۶۰۰۰کيلومترو سړکونو په ابادۍ کې لاس درلود، د انلاين سوداګرۍ او مخابراتي چارو په شمول د چين د ساينس او ټېکنالوژۍ تصديو په افريقا کې کارونه کړي دي. په عنعنوي ساحو کې د چين او افريقا اقتصادي او تجارتي همکاريو کيفيت لوړ شوی او په نويو چارو کې دغه همکارۍ پرمختګ موندلی دی.

په ياده سرمشريزه کې چين وړانديز کړی، چې په راتلونکو دريو کلونو کې له افريقا سره د عصري کېدو د هڅونې لپاره لس همکاريز فعاليتونه تر سره کړي. د چين او افريقا تصدۍ به په نوي پيل کې لا زيات همکاريز فرصتونه ولري.

فرصتونه د توليدي ځنځير او د عرضې ځنځير په بهير کې رامنځته کېږي او دا د اقتصادي او تجارتي همکارۍ بنسټ هم دی. چين په ټوله نړۍ کې تر ټولو بشپړ توليدي ځنځير لرونکی پرمختيايي هېواد دی او افريقا په نړۍ کې تر ټولو لويه وچه ده چې پرمختيايي هېوادونه پکې مېشت دي، نو چين او افريقا د توليدي ځنځير او عرضې ځنځير په برخه کې يو بل ته ګټې رسولی شي. چين د عصري کېدو په بهير کې افريقا ته اړوندې ټېکنالوژۍ او توليدي ځنځيرونه برابرولی شي چې د افريقا له توليدي چارو سره مرسته وکړي، دغه راز د افريقا توليدات د چين بازارونو ته داخلولی هم شي.

د بېلګې په توګه،د چين او افريقايي هېوادونو په همکارۍ جوړ شويو صنعتي مرکزونو کې چيني او ځايي تصدۍ ټولې شاملې دي. د توليداتو زيات اومه مواد له ځايي تصديو څخه راغلي دي او په اغېزناکه توګه يې د چين او افريقا د توليدي ځنځير او عرضې ځنځير وصل هڅولی دی. په ياده سرمشريزه کې په اعلان شويو لسو همکاريزو فعاليتونو کې د توليدي ځنځير لپاره د همکارانو لټولو فعاليت شامل دی. دواړه خواوې به د توليدي چارو د همکارۍ ډګر جوړ کړي، په اقتصادي او تجارتي چارو کې د چين او افريقا تر منځ د ژورې همکارۍ مخکنۍ سيمې به ابادې کړي، دغه راز د افریقا منځنيو او کوچنيو تصديو ته د انرژۍ برابرولو پلان به پيل کړي او د دواړو خواوو د توليدي چارو د ځنځير وصل به نوي پړاو ته ورسېږي.

فرصتونه د نويو انرژيو څخه راپيدا کېږي. چين او افريقا په وروستيو کلونو کې د ورېښمو لارې انلاين سوداګريز فعاليت تر سره کړی او د ډیجيټلي اقتصاد او زرغون پرمختګ په شمول ساحو کې يې همکارۍ ژورې کړې دي. په ياده غونډه کې د افريقايې برخوالو متشبشانو په نظر، د چين او افريقا د همکاريو کليدي ټکي نوښت دی، چې د پاکو انرژيو او د برقي موټرو په شمول نويو ساحو کې د چين تجربې د زده کړې وړ دي.

فرصتونه د خورا مطابقت لرونکي همکارۍ نظريې څخه هم راځي. د چين او افريقا متشبشانو په ياده غونډه کې د همکاريو پياوړتيا لېوالتيا څرګنده کړې. دا د سوداګرۍ د ساتنې غوښتنې په تمايل کې ستر اهميت لري او نړۍ ته به د ګډو ګټو تر لاسه کولو لپاره فعال ځواک ورسوي. دا د پاملرنې وړ دی، چين به خپل بازار پراخ کړي او د افريقا د ۳۳ هېوادونو په شمول د هغو وروسته پاتې هېوادونو له ټولو توليداتو به صفر ماليات واخلي چې له چين سره سياسي اړيکې يې ټينګې کړې دي او د اقتصادي همکاريزو اړيکو په هکله چوکاټي تړونونه لاسليکول به چټک کړي. په دې وجه د چين لوی بازار به د افريقا لوی فرصتونه وګرځي او پرانيستی نړيوال اقتصاد به رامنځته شي.

Previous Post

امریکا له اوکراین سره نوره پوځي مرسته اعلان کړه

Next Post

کندهار کې د فوټبال سيالۍ پيل شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کندهار کې د فوټبال سيالۍ پيل شوې

کندهار کې د فوټبال سيالۍ پيل شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چین له افغانستان سره  ۱۵ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

چین له افغانستان سره ۱۵ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

سپتمبر 20, 2021
سټولټنبرګ: اروپایي ټولنه به؛ راتلونکې ناسته کې د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وکړي

سټولټنبرګ: اروپایي ټولنه به؛ راتلونکې ناسته کې د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وکړي

اگست 27, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved