چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين او امريکې د ثابتو اقتصادي اړيکو لپاره پر يوه لوري تګ ډېر مهم دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 13, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چين او امريکې د ثابتو اقتصادي اړيکو لپاره پر يوه لوري تګ ډېر مهم دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين او امريکې د اقتصادي او تجارتي سلامشورو د ميکانيزم لومړۍ غونډه د جون له ۹مې نېټې تر ۱۰مې نېټې پورې د برېتانيې په لندن کې ترسره شوه او دواړه لوري پکې د تدبيرونو د چوکاټ په اړه اصولي ګډو نظريو ته رسېدلي دي.

دغه غونډه څه اهميت لري او ولې نړيوالو رسنيو ورته ډېره پاملرنه اړولې؟

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين او امريکې مشرانو د جون په ۵مې نېټې ټليفوني خبرې کړې وې او يو لړ ستراتيژيکو ګډو نظريو ته رسيدلي وو.

ياده غونډه د دواړو مشرانو د ستراتيژيکو نظريو په رڼا کې ترسره شوې ده.د غونډې ګډونوالو په دوو ورځو کې صميمي او ژورې خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډو نظريو په لارښوونې او په ژنيو کې د اقتصادي او تجارتي خبرو اترو د لاسته راوړنو د تدبيرونو د چوکاټ په هکله توافقاتو ته رسيدلي او په اقتصادي او تجارتي چارو کې د دواړو خواوو د پاملرنو په هکله يې نوي پرمختګونه موندلي دي.

د دواړو هېوادونو مرکچي پلاويو هوکړه کړې، چې د يو بل په لوري به ګامونه واخلي او ګډې نظريې به عملي کړي.

د چين د ډيپلوماتيکو چارو اکاډمۍ پروفيسور لي های دونګ په دې اند دی، چې چين او امريکا په اصل کې د تدبيرونو د چوکاټ په هکله موافقې ته رسېدلي او دا په دې مانا ده، چې دواړه خواوې د خپلمنځي اړيکو د ثابتوالي نيت لري او غواړي د نظريو توپيرونه کنټرول او په اقتصادي او تجارتي چارو کې مهمې مسئلې حل کړي او خپلمنځي اقتصادي او تجارتي اړيکو ته ثابت پرمختګ ورکړي.

د لي های دونګ په وينا، د دواړو خواوو د خبرو نتيجه د نړيوالې ټولنې له هيلو سره سمون لري او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره به مثبتې انرژي هم برابره کړي. چين په خبرو کې صميميت ښودلی او غواړي له امريکې سره په يوه لوري ګامونه واخلي.

چين تل پر دې ټينګار لري، چې دواړه هېوادونه باید پراخې ګډې ګټې او د همکاريو پراخه فضا ولري او باید ټينګه ملګرتيا وپالي. چين او امريکا د روان کال په مې کې هم د سويس په ژنيو کې اقتصادي او تجارتي خبرې کړې وې او ګډو نظريو ته سره رسیدلي وو.

چين د دغو خبرو د پایلو تدبیرونه جدي عملي کړل او امريکې بیا د تعرفو تګلارې کې اصلاحات راوستل او ځينې تعرفې يې لغوه او ځينې يې وځنډولې. د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۵مې نېټې د امريکې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په بلنې ټليفونې خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره يې لوری روښانه کړ.

چين او امريکې د دواړو سيالانو تر ټليفوني خبرو څو ورځې وروسته د دواړو هېوادونو د مشرانو د خبرو روحيې  د عملي کولو لپاره لومړۍ ناسته هم ترسره کړه او ترې ښکاري چې چین تل مسئولانه رویه ساتلې. چين پر خپلو اصولو ټينګار لري او د کوم هېواد زور او ځواک ته غاړه نه ږدي.

په ژنيو کې د چين او امريکې د مرکچي پلاويو له خبرو وروسته، امريکې بیا هم د چین پر وړاندې د تبعيض او محدوديتونو ګڼ تدبيرونه نيولي دي، چې دلته به د ساري په توګه ځينو ته اشارې ولرو.

امريکې چين ته د اې ایي (AI) چيپ پر صادراتو بنديزونه او دغه هېواد ته د چيپ د ډيزاين د سافټوير د پلور محدوديتونه لګولي او دغو کړنو يې د چين حقونو او ګټو ته سخت زيانونه رسولي دي.

چين بیا څرګند موقف غوره کړی، چې امريکا بايد منفي تدبيرونه لغوه کړي. په لندن کې د چين او امريکې د اقتصادي او تجارتي سلامشورو ګډې نظريې په اسانۍ نه دي ترلاسه شوي او دواړه خواوې بايد په ګډه دغه لاسته راوړنې وساتي.

چين هيله لري، چې امريکا خپلو ژمنو ته د عمل جامې واچوي او د ستونزو د هواري لپاره ګامونه پورته او ګډې نظريې تطبيق کړي او د راتلونکو خبرو لپاره ښه شرايط برابر کړي.

په تجارتي جنګ کې هيڅ لوری نه شي بريالی کېدای او چين نه غواړي چې له امريکې سره تجارتي جنګ وکړي، خو وېره هم ترې نه لري.اوسمهال د چين اقتصاد د بيا احيا او سمسورتيا او پرمختګ په حال کې دی او د توپانونو د مخنيوي ښه توان لري.

مهمه دا ده، چې چين له امريکې سره په اقتصادي او تجارتي سلامشورو کې صميميت ښودلی او داسې اصول یې هم ورته وړاندې کړي، چې نه يوازې د خپلو حقونو او ګټو د ساتلو لپاره، بلکې د عادلانه نړيوال تجارتي ميکانيزم لپاره هم اړين دي.

نړيوال بانک څه موده مخکې د ۲۰۲۵م کال د نړيوال اقتصاد د پرمختګ اټکلي انډول ۲.۳ سلنې ته ټيټ کړی او ويلي يې دي، چې د اقتصاد ناثابتوالی او لوړې تعرفې به د ټولو هېوادونو د اقتصاد پر راتلونکې منفي اغېزه  ولري.

چين خپلې ژمنې عملي کوي او هيله لري، چې امريکا هم ورسره په يوه لوري ګامونه پورته کړي، د دواړو هېوادونو د ګډو نظريو او غوښتنو له مخې کارونه ترسره کړي، د دواړو هېوادونو د اقتصادي او تجارتي سلامشورو د ميکانيزم رول ښه ولوبوي، ګډې پيژندنې ومومي او همکارۍ پياوړې کړي.

که امريکا له چين سره ياد ټکي عملي کړي، نو دا به نه يوازې دواړو هېوادونو، بلکې د نړۍ ټولو هېوادونو ته هم ګټې ورسوي.

Previous Post

شي جين پينګ د هند د الوتکې د لوېدو له امله د بریتانیا پاچا ته د خواخوږۍ پيغام واستاوه

Next Post

تېر کال په هېواد کې له ۹۰۰ زیاتې قومي شخړې حل شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
تېر کال په هېواد کې له ۹۰۰ زیاتې قومي شخړې حل شوي

تېر کال په هېواد کې له ۹۰۰ زیاتې قومي شخړې حل شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کوهن: پوتین د کورسک سیمې د بېرته نیولو لپاره چمتووالی نیسي

کوهن: پوتین د کورسک سیمې د بېرته نیولو لپاره چمتووالی نیسي

اگست 29, 2024
عراقچي او مل پلاوی به له عمان وروسته بېرته اسلام‌اباد ته لاړ شي

عراقچي: امریکا د پوځي اقداماتو له لارې ډیپلوماسي له منځه وړي

مې 9, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ