چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين او امریکا سوداګریز چلندونه خورا توپيرونه لري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 1, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په وروستيو ورځو کې ډونالډ ټرمپ د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې بريالی شو، که څه هم هغه تر اوسه واکمن شوی نه دی، خو خپلو درې لويو سوداګريزو همکارانو ته د تعرفو د زياتوالي ګواښونه جوړ کړي چې همدغه څه په نړيواله ټولنه کې پراخې نيوکې راپارولې دي. په ورته وخت کې د نړيوال اکمالاتي ځنځير د ثبات د ساتلو په موخه يو نړيوال نندارتون په بېجينګ کې پرانيستل شو او د بېلابېلو هېوادونو تصديو په فعاله توګه پکې ګډون کړی دی. د نړيوال پرمختګ د بې ثباتۍ عواملو د زياتېدو په حال کې د چين او امريکا چلندونه يو له بل سره خورا توپيرونه لري.

ډونالډ ټرمپ د نومبر په ۲۵مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو ليکلي چې حکومت به يې له مکسيکو او کاناډا څخه د واردېدونکو توليداتو پر وړاندې ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفې زياتې کړي او دغه راز له چين څخه د ټولو واردېدونکو توليداتو په مقابل کې سل سلنه ګمرکي تعرفې لوړې کړي چې لامل يې هېواد ته د زيات شمېر غير قانوني کډوالو او نشه يي توکو پر ننوتلو د ده اندېښنه ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

ډونالډ ټرمپ د امريکا د فينټينيل د مسئلې پړه پر چين اچولې چې کړنه يې د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې په ترڅ کې د دوی بې کفايته چلندونو ته ورته ده او يوازې يې پر چين تور لګولی و. د برېټانيا ګارډين ورځپاڼې په خپله مقاله کې ليکلي چې د تعرفو د زياتوالي په تړاو د ټرمپ ګواښونه د نړیوالو سوداګريزو سياليو د سختوالي بنسټ ايښی دی. عجيبه خبره دا چې ټرمپ د تعرفو زیاتوالی چين ته ځوابي اقدامات بللي چې امريکا ته د زيات شمېر فينټينيل د ننوتلو مخنيوی يې نه دی کړی. واقعاً په تېرو څو مياشتو کې چين د دې توکو صادرات ډېر جدي او اغېزناک کنټرول کړی دی .

په عين وخت کې د ټرمپ څرګندونې هم د مکسيکو او کاناډا د ناخوښۍ سبب شوې دي. د مکسيکو ولسمشرې کلاديا شينباوم پاردو ويلي چې که ټرمپ د ولسمشرۍ دندې په پیل سره  د مکسيکو توليداتو پر وړاندې تعرفې لوړې کړي، حکومت به يې دې ته ځوابي تدبیرونه ونيسي. د کاناډا انتاريو ولايت والي دوګ فوډ هم د ټرمپ ګواښونه غندلي او هم يې د کاناډايانو پر وړاندې بې عزتي بللې ده. سربېره پر دې د جرمنۍ د اقتصاد وزير هابېک همدارنګه وړاندوينه کړې چې امريکا ښايي د اروپايي ټولنې او جرمنۍ پر وړاندې ورته تګلاره غوره ګوي، نو اروپايي ټولنه بايد دې ته چمتووالی ونيسي.

د امريکا خبري رسنيو هم له دې امله پر ټرمپ نيوکې کړې دي. د واشينګټن ورځپاڼې دې ته په اشارې سره ويلي چې ياد تدبیرونه ښايي ناکام شي او په حقیقت کې د تعرفو د زياتوالي له لارې نورو هېوادونو ته  د سزاوو چوکاټ پراخوالی تنګې نظري ښکاري. برعکس نتيجه به يې دا وي چې چين خپله پانګونه زياته او بازاري ورخلاصون پراخ کړي. د دې ترڅنګ د نړۍ نور هېوادونه به له چين سره سوداګريو ته دوام ورکړي، خو يوازې امريکا د نورو هېوادونو پر وړاندې سوداګريز خنډونه جوړوي. د نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړی چې د امريکا د درېيو لويو سوداګريزو همکارانو پر وړاندې د ټرمپ ياد ګواښونه ښايي د هېواد په ډيپلوماتيکو او اقتصادي اړيکو کې ګډوډي رامنځته کړي. د سي اېن اېن د تبصرې له مخې امريکايي مشتريان به پرې بيه واخلي او بېوزلو کسانو ته به تر ټولو زيات زيانونه ورسېږي.

په ورته وخت کې خبري رسنيو هم دې ته پام اړولی چې د تعرفو د زياتوالي په اړه د ټرمپ څرګندونو تر څو ساعتونو وروسته د چين د اکمالاتي ځنځيرونو دوهم نړيوال نندارتون په بېجينګ کې پرانيستل شو او د ۶۹ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ۷۰۰ ګډون کوونکي يې راجلب کړي چې په دې لړ کې د نړۍ ۵۰۰ پیاوړو او سترو تصدیو شمېر په سلو کې له ۶۰ زيات شوی دی. له بهرنيو ګډون کوونکو څخه د امريکايي صنعتګرو شمېر لومړی مقام نيولی دی. د امريکا د اېپل شرکت اجرائيوي رئيس ټېم کوک ويلي چې د اېپل په اکمالاتي ځنځير کې چين تر ټولو مهم ځای بولم.

د سوداګرۍ په هکله د چین او امريکا رويې او کړنې خورا توپيرونه لري. خو چين به د نوي پړاو نړيوالتوب د لارښوونکي په توګه خپل ورخلاصون لا پراخ کړي او له نورو هېوادونو سره به ګډ پرمختګ ومومي.

Previous Post

د چاه بهار بندر له لارې د ترانزیت د پراختیا په تړاو خبرې شوې

Next Post

د ۲۰۲۴ کال د شي جين پينګ د ايکولوژيکي تمدن اړوند افکارو سيمينار تر سره شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د ۲۰۲۴ کال د شي جين پينګ د ايکولوژيکي تمدن اړوند افکارو سيمينار تر سره شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تایلنډ او کمبوډیا د ټرمپ په حضور کې د اوربند هوکړه لاسلیک کړه

تایلنډ او کمبوډیا د ټرمپ په حضور کې د اوربند هوکړه لاسلیک کړه

اکتوبر 26, 2025

چين په خپلو کورنيو چارو کې د جاپان له سياسي لاسوهنې سره ټينګ مخالفت وښود

اپریل 12, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ