چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين او جرمني د همکاريو نوی پيل

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 27, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د چين او جرمني د همکاريو نوی پيل
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

((هيله ده چې مونږ په اس کال کې مخکښ او د ښامار او اس په څېر فعال او پياوړي واوسو. هيله ده روان کال د جرمني او چین د همکاريو او پرمختګ کال وګرځي.))

د جرمني صدراعظم فریدریش میرز د روانې مياشتې په ۲۶مې نېټې د بېجینګ له امپراتورۍ ماڼۍ څخه تر لیدنې وروسته پر ټولنيزو رسنيو په چيني ژبه يادې جملې ليکلې دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

نوموړی د فرانسې، ایرلینډ، فنلنډ او برېتانيې له مشرانو وروسته د اروپا پنځم مشر دی، چې په درېیو میاشتو کې له چین څخه لیدنه کوي. فریدریش میرز د دې سفر په جريان کې له پلازمېنې بېجينګ او هانګجو څخه ليدنه کړې ده.

د جرمني حکومت پر خپلې وېبپاڼې د نوموړي د سفر د ټول بهیر راپورونه خپاره کړي او په تبصرو کې يې لیکلي، چې دغه سفر به د چين او جرمني ستراتېژيک مشارکت ژور کړي او دوه اړخيزې همکارۍ به يې د لا ښکلي راتلونکي پر لور حرکت وکړي.

له میرز سره مل جرمني متشبثینو چیني بازار د خپلو ګټو او نوښت لپاره مهم بللی او اراده يې ښودلې چې په دغه هېواد کې به زیاتې پانګونې وکړي.

دا د جرمني د صدراعظم په توګه د میرز د ماموريت له پيل وروسته چين ته د نوموړي لومړی سفر دی او دغه راز هغه لومړی بهرنی مشر هم دی، چې په کرنيز اس کال کې يې دغه هېواد ته سفر کړی دی.

د چين دولت رئیس شي جين پينګ له فریدریش ميرز سره د لیدنې پر مهال ويلي، چې چين او جرمني دې د باور وړ همکاران واوسي، يو د بل ملاتړ دې وکړي او د ورخلاصون او متقابلو ګټو پر اساس دې نوښتګر همکاران واوسي او دغه راز کلتوري  همکاران دې واوسي او يو او بل دې درک  او درناوی دې وکړي.

د نوموړي دغو څرګندونو د دواړو هېوادونو د هراړخیز ستراتېژيک مشارکت د نوي پرمختګ لپاره لوری روښانه کړی دی.

دواړو هېوادونو د زرغون بدلون، ګمرک، سپورټ او میډيا په شمول ځينو برخو کې د همکاریو تړونونه لاسليک کړي او ګډه اعلاميه يې خپره کړې ده.

میرز ويلي، هېواد يې له چين سره اړيکو ته ارزښت ورکوي او ژورې همکارۍ ورسره غواړي او په خبره یې، دواړه هېوادونه دې متقابلې ګټې وپالي او ګډه وده دې ومومي.

نړيوال وضعيت له دويمې نړيوالې جګړې راهیسې د ډېر ژور بدلون په حال کې دی.

نړيوال وضعيت که څومره پېچلي کېږي، د چين او جرمني لپاره به خپلمنځي ستراتېژيکې خبرې اړينې وي او باور به پياوړی کوي او د متقابل ملاتړ پر اساس به همکارۍ کوي.

په تېرو څو کلونو کې د جرمني دننه داسې نظرونه خپاره شوي، چې ګواکې چين يو لوی خطر دی او له منځه وړل يې غواړي.

میرز چين ته له سفر وړاندې رسنيو ته ويلي، چې چين د نړۍ مهم ځواک دی او د نړيوالو مسئلو حل د دغه هېواد ونډې ته اړتيا لري.

نوموړي له چين سره د اړيکو پرېکون ناسم بللی او په وينا يې، که کوم هېواد داسې کوي، نو ځان ته به زیانونه ورسوي. د هغه دغه څرګندونې د چين په اړه د جرمني د تګلارو د منطقي او عملي کېدو ښکارندويي کوي.

فريدریش مېرز ويلي، چين او جرمني دې د پرانيستو او متقابلو ګټو پر اساس نوښتګر همکاران وګرځي، د سياليو او همکاريو اړيکې دې ښې مدیريت کړي او د همکاريو لپاره دې پرله پسې نوی خوځنده ځواک وپالي.

د چین او جرمني اوسنۍ کلنۍ سوداګري له ۲۰۰ ميلیارډو ډالرو څخه پورته شوې او دوه اړخیزه پانګونه يې له ۶۵ ميلیارډو ډالرو څخه زیاته شوې ده، چې دا دواړه شمېرې د چین او اروپايي ټولنې ترمنځ د سوداګرۍ په حجم کې نږدې يوه پر څلورمه جوړوي.

جرمني په ۲۰۲۵م کال کې د چين لومړی لوی اروپايي سوداګريز همکار پاتې شوی او چين له يو کلن ځنډ وروسته بيا د جرمني تر ټولو لوی سوداګريز همکار ګرځېدلی دی.

فریدریش ميرز سره په پلاوي کې ۳۰ اقتصادي استازي هم مل وو، چې دا د دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګریزو اړيکو ژورتيا ته د جرمني د لېوالتيا ښکارندويي کوي.

نوښت او عصري ټېکنالوژي به د چين او جرمني ترمنځ د همکاريو نوې لاسته راوړنې وګرځي.

شي جين پينګ ويلي، د جرمني د ټېکنالوژۍ، نوښت او ډيجيټلي چارو نوې پرمختيايي ستراتېژي د چين د ځيرکتيا، زرغون او مدغم پرمختګ له هغې موخې سره ورته والی لري، چې د خپل ۱۵م پنځه کلن پلان لپاره يې ټاکلي دي.

نوموړي ويلي، دواړه هېوادونه دې پرمختيايي ستراتېژۍ سره وصل کړي، د مستعدو کسانو، پوهې او ټېکنالوژۍ له تګ راتګ يا تبادلې څخه دې ملاتړ وکړي او د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې دې ډيالوګ او همکارۍ پياوړې کړي.

چين او جرمني ژوره کلتوري مخينه لري، د شي جین پينګ هغه وړانديز، چې دواړه هېوادونه دې په کلتوري او هنري لحاظ يو او بل درک او نږدې همکاران وګرځي، د خلکو له هيلو سره سمون لري.

 تراوسه د دواړو هېوادونو تر سلو زياتو ولایتونو او ښارونو ځانګړې دوستانه اړيکې ټينګې کړې دي.

میرز په چيني ژبه پر خپلې ټولنیزې پاڼې د دواړو هېوادونو خلکو ته نيکې هيلې وړاندې کړي او د بېجینګ امپراتورۍ ماڼۍ څخه يې سېل کړی دی، چې دا له چيني کلتور سره د نوموړي د علاقې ښکارندويي کوي.

د چين او جرمني د ګډې خبري اعلاميې له مخې، دواړه هېوادونه به په کلتوري او سپورټي برخو کې همکارۍ تقويه کړي او پر همدې لارې به د خپلو خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.

دواړو لوريو په ګډې اعلاميې کې د ملګرو ملتونو منشور او نړيوال قانون د نړيوالو همکاريو بنسټ بللی دی او دا د دې څرګندويي کوي، چې دوی د ملګرو ملتونو مرکزي رول ساتي.

بېجينګ ته د میرز سفر په نوي کال کې د چين او جرمني د همکارۍ لپاره ښه پېلامه جوړوي. تمه ده جرمني  خنډونه لرې او د چين په اړه منطقي او عملي تګلارې پلې کړي او ورسره اړيکو ته یې خوځنده ځواک ورکړي او د چين او اروپا د اړيکو او د نړۍ د ثبات لپاره ښه رول ولوبوي.

Previous Post

شي جين پينګ د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو د غونډې مشري وکړه

Next Post

چین د ايران له ثبات او قانوني حقونو څخه ملاتړ کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چین د ايران له ثبات او قانوني حقونو څخه ملاتړ کوي

چین د ايران له ثبات او قانوني حقونو څخه ملاتړ کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين او افغانستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړيکو د جوړېدو په ۶۹کلونو کې متقابل درناوی او مساوات هېڅکله نه دي بدل شوي

د چين او افغانستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړيکو د جوړېدو په ۶۹کلونو کې متقابل درناوی او مساوات هېڅکله نه دي بدل شوي

جنوري 18, 2024
د کابل بادام باغ سیمه کې د یوه سړک پخېدو چارې بشپړې شوې

د کابل بادام باغ سیمه کې د یوه سړک پخېدو چارې بشپړې شوې

جون 13, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved