چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د ګډ پرمختګ خوځنده ځواک څه دئ؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 17, 2023
in نړیوال خبرونه
0
د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د ګډ پرمختګ خوځنده ځواک څه دئ؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ورېښمو لاره د چين او منځنۍ اسیا ترمنځ د دوستانه تګ راتګ لوی تاریخ او تجربه ده چې له دې لارې نه يوازې په پخواوختو کې ورېښم او چينايي لوښ‍ي لېږدول کېدل بلکې په اوسنۍ زمانه کې ځيرک کورني سامان الات او ګرځنده ټليفون هم لېږدول کېږي.د يوې لويې غونډې په تر سره کېدو سره به د ورېښمو دغه لرغونې لاره له نوي خوځنده ځوک څخه برخمنه وي.

د مې له ۱۸مې نېټې څخه تر ۱۹مې ېيټې پورې به د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزه د چين د شاان شي ولايت په شي ان ښار کې تر سره شي. دا لومړی ځل دی چې چين او د منځنۍ اسيا پنځه هېوادونه د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو له يو دېرشو کلونو راهيسې په حضوري ډول دغه سرمشريزه تر سره کوي. د بې ساري بدلون پر وړاندې به د شپږو هېوادونو مشران د ورېښمو د لرغونې لارې د پيل په ټاټوبي کې راغونډ شي چې دا د اهميت وړ ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

 د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ اړيکې د ښو ګاونډيانو، دوستانو، همکارانو او وروڼو په څېر ده. په ۱۹۹۲کال کې د چین او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو له ټينګېدو راهيسې دوه اړخيزې اړيکې له نړيوالو بدلونونو څخه وتلې او د نېک ګاونډيتوب له دوستۍ څخه پر هر اړخيز ستراتيژيک همکار بدل شوي او په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ ګړندۍ شوې دي، خو د دغو اړيکو د پرمختګ تر شا خوځنده ځواک څه دئ؟

لومړی لامل یې د يادو هېوادونو د مشرانو لارښوونه ده. له تېرو لسو کلونو راهيسې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ اووه ځلې له منځنۍ اسيا څخه ليدنې وکړې او د بخارا او سمرقند په شمول د ورېښمو لارې په اوږدو کې پرتو مهمو ځايونو ته سفرونه وکړل. د منځنۍ اسيا پنځو هېوادونو هم د بېجينګ، شانګهای او چينګ داو په شمول د چين له ځينو ښارونو څخه ليدنې وکړې. په ۲۰۱۴ کال کې رئيس شي جين پينګ د مېلمه په توګه د تاجکستان د ولسمشر رحمان کور ته ورغلی و. ولسمشر رحمان ويلي چې وروڼه دې لاس په لاس مخ ته لاړ شي!

اوس چين او منځنۍ اسيا مهم پرمختيایي پړاو ته داخل شوي دي. چين د چیني شکله عصري کېدو د ابادۍ لپاره ګډې هڅې کوي او د منځنۍ اسيا هېوادونه هم د خپلې پرمختيايي ستراتيژۍ د پلي کولو لپاره هلې ځلې کوي او دې ته په تمه دي چې له چین سره همکارۍ پياوړې کړي. په ورته وخت کې ياد هېوادونه د ستر بدلون له منفي اغېزو سره هم مخ دي، نو په ګډه د دغو ستونزو د لرې کولو هيله هم ډېره ده. د دې حالت پر وړاندې د چین او منځنۍ اسيا سرمشريزه تر سره کېږي چې له دې کبله به د دواړو خواوو ترمنځ متقابل ستراتيژيک  باور لا ټينګ او په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ هم په پر له پسې توګه پراخې شي.

د منځنۍ اسيا هېوادونه په وچه کې پراته دي، نو پرمختګ د دوی لپاره لومړنۍ دنده ده. په اقتصادي چارو کې چين او د منځنۍ اسيا هېوادونه يو د بل کمبود پوره کولی شي، په تېره بيا په ۲۰۱۳ کال کې رئيس شي جين پینګ له قزاقستان څخه د ليدنې پر مهال په لومړي ځل د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند په هکله وړاندیز وکړ او يو بل ته يې ډېر پرمختیايي فرصتونه برابر کړي دي. په ۲۰۲۲ کال کې  د چين او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ سوداګريز ارزښت ۷۰ ميليارډه ۲۰۰ میليونه امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې دغه رقم د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو د مهال په پرتله سل چنده زيات شوی او د چین او اروپا ترمنځ د هغو بار وړونکو اورګاډيو شمېر چې له منځنۍ اسيا څخه تېرېږي، د دې اورګاډيو د تګ راتګ د عمومي شمېر په سلو کې اتيا برخه نيولې ده. د چين، قرغيزستان او ازبکستان سړکونو په شمول ډېرو بنسټيزو تأسیساتو ګټې اخيستنې ته سپارلې چې همدا د چين او منځنۍ اسیا ترمنځ د همکارۍ لاسته راوړنه ده.

د منځنۍ اسيا دوستان تل وايي چې که څه هم منځنۍ اسيا له سمندر څخه لری پاتې ده، خو موږ چين ته نژدې يو او د چين لوی بازار زموږ لپاره د سمندر په څېر دی. اوس د منځنۍ اسیا طبيعي ګاز په پر له پسې توګه چين ته لېږدول کېږي او د منځنۍ اسيا غوره توليدات هم په انلاين دوکانونو کې د چينايانو له خوا اخيستل کېږي. تېره مياشت د چانګ ان نمبر په نوم د چين او اروپا ترمنځ هغه ريل پټلۍ چې د نوې انرژۍ موټرونه پکې بار وو، د چين له شي ان ښار څخه د ازبکستان په لور حرکت کړی دی. د نوې انرژۍ، ډيجيټلي اقتصاد او عصري تخنيک په شمول د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ همکارۍ لا پياوړې شوې دي. منځنۍ اسيا نه یوازې د يو کمربند او يوې لارې په هکله د وړانديز کولو ځای دی بلکې د اقتصادي ابادۍ نمونوي سيمه هم ده.

Previous Post

کندهار کې ۸۰ بې سرپرسته کورنیو ته د شاتو مچۍ ورکړل شوي

Next Post

چين: نړيواله ټولنه دې د افریقا ساحل سیمې هېوادونو ته ډېرې مرستې برابرې کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

چين: نړيواله ټولنه دې د افریقا ساحل سیمې هېوادونو ته ډېرې مرستې برابرې کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د خوارځواکۍکمولو په موخه ښځو او ماشومانو ته خوراکي توکي وېشل شوي

د خوارځواکۍکمولو په موخه ښځو او ماشومانو ته خوراکي توکي وېشل شوي

فبروري 20, 2024
د روغتیا نړیواله اداره: د کرونا هر ممکنه واکسین به په مساوي توګه ووېشل شي

د روغتیا نړیواله اداره: د کرونا هر ممکنه واکسین به په مساوي توګه ووېشل شي

اپریل 25, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ