سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزه د منځنۍ اسيا هېوادونو اتصال د پیاوړتيا او په ګډه د يو کمربند او يوې لارې د آبادۍ پروژې د پراختيا لپاره خورا اغيزمنه او مهمه ده

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 23, 2023
in نړیوال خبرونه
0
د چين او منځنۍ اسيا سرمشريزه د منځنۍ اسيا هېوادونو اتصال د پیاوړتيا او په ګډه د يو کمربند او يوې لارې د آبادۍ پروژې د پراختيا لپاره خورا اغيزمنه او مهمه ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۱۹مه د چين د شاان شي ولايت په شي ان ښار کې د چين او منځنۍ اسيا د سرمشريزې مشري وکړه او د چين او منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ د همکاريو په هکله د اړوندو هېوادونو ترمنځ د ډيالوګ د ميکانيزم پياوړتيا، د سوداګريزو اړيکو د لاټينګېدو، يو له بل سره د وصل کېدو او سيمه ييزې سولې په شمول اته فقره ييز وړانديز وکړ. دې سرمشريزې به د چين او د قزاقستان په شمول د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ پر اړيکو او د سيمې د نورو هېوادونو پر پرمختګ څه اغېز ولري؟ په دې هکله د چين د ميډيا ګروپ خبريالې له افغان سیاسي شنونکي جاويد غورځنګ سره مرکه کړې. هغه وويل چې ياده سرمشريزه د منځنۍ اسيا هېوادونو د اتصال د پیاوړتيا او په ګډه د يو کمربند او يوې لارې د آبادۍ پروژې د پراختيا لپاره خورا اغيزمنه او مهمه ده.

د ده په اند دغه سرمشریزه د منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ټینکېدا، پراختيا او د هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو د همغږۍ لپاره خورا مهمه او ګټوره ده. دا ډول سرمشريزه د يادو هېوادونو ترمنځ په اړيکو او د همغږۍ په پياوړتيا کې نوی باب رامنځته کوي او د منځنۍ اسیا د اقتصادي اتصال لپاره ډېره مهمه بلل کيږي. هغه وویل، دغه سرمشريزه ځکه مهمه ده، چې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو ترمنځ د ګډو اقتصادي پروژو، د سوداګرۍ ټينګښت، د پانګونو زیاتېدو، د صنعتي چارو د پياوړتيا د ميکانيزمونو پر جوړېدو او د ګډو همکاريزو فرصتونو په باب نظريات وړاندې شول، دغه راز د هر اړخيزو همکاريو زمينې برابروي. د دې سرمشريزې اغيز څرګند دی، دا به د قزاقستان په شمول د منځنۍ اسيا پنځو هېوادونو پر سياسي او اقتصادي اړيکو او د سيمه ییز اقتصادي اتصال د تدبيرونو، اسانتياوو او د دوه اړخيزو پانګونو کچې لوړېدو زمینه برابروي، همغږي يې رامنځته کوي، د دې هېوادونو ترمنځ به پیوستون، ترانسپورټي چارې او د دوه اړخيزو توکو ليږد راليږد زيات شي.

په دې سرمشريزه کې رئيس شي جين پینګ په خپله وينا کې داسې هم ويلي، چې د وروڼو په څېر دوستي د هر ډول شتمنۍ په پرتله قيمتي ده، او غوښتنه يې کړې، چې د منځنۍ اسيا هېوادونه سره یو موټی شي او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ او ګډو همکاريو له لارې ګډ بريالیتوبونه تر لاسه کړي او ښه راتلونکې برابره کړي. روان کال د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز له لسمې کاليزې سره برابر دی. د دې وړانديز له کبله د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ اړيکې لانږدې شوې او د سيمې نورو هېوادونو ته هم ډېر فرصتونه برابر شوي دي.د ښاغلي غورځنګ په اند د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ پروژې په پلي کولو سره به افغانستان ته هم د پرمختګ ډېر فرصت برابر شي. هغه وويل چې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ  پروژه چې د چين د دولت رئيس شی جین پينګ مفکوره او نوښت دی، د سيمې هېوادونو او په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره يو ښه فرصت کيدای شي. دا هم هغه تګلاره ده چې د هېوادونو ترمنځ د همکاريو ډګر ورسره پراخېږي، د دې پروژې د پلي کولو له کبله د هېوادونو د ګډ برخليک د ابادۍ او د ګډو ګټو تحقق لپاره ښه فرصتونه رامنځته کولای شي. افغانستان د منځنۍ اسيا تر ټولو ښه جيوپولېتيک موقعيت  لري او د يو کمربند او يوې لارې د پروژې  شامل مهم هېواد شمېرل کيږي. دغه پروژه د افغانستان پر اقتصاد او سوداګرۍ مثبتې اغيزې لري چې له امله يې زمونږ په هېواد کې د بې وزلۍ او بې کارۍ کچه راټيټېدای شي او کاري فرصتونه به رامنځته شي. افغانستان د اسیا څلور لارې په نوم يادېږي، خو له دې لارې نورو هېوادونو ته سیمه ییز اتصال ښه صورت موندلی شي. دا به هم د توکو په انتقال او ترانسپورت کې مهم رول ادا کړي او دغه موثروالی به د افغانستان پر اقتصادي او امنيتي وضعيت خورا مثبتې اغيزې ولري. زمونږ هېواد د سوداګرۍ ټرانزیټ ودې لپاره د وچو بندرونو پراختيا ته اړتيا لري او د يو کمربند او يوې لارې پروژه  د هېواد یوازينی هغه فرصت دی چې افغانستان ورڅخه په ښه شان ګټه اخيستلی شي او په اسانۍ سره کولای شي چې خپل توکې نړيوالو بازارونو ته په عالي کيفيت ورسوي.

څه موده دمخه د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو د وزيرانو د پنځمې غونډې یوه ګډه اعلاميه خپره شوه. چين په دې ډیالوګ کې پر دې ټينګار کړی، چې افغانستان ته د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز له غځېدو څخه به ملاتړ کوي. دغه دهليز د یو کمربند او يوې لارې پروژې په توګه يوه مهمه برخه ده. په دې اړه ښاغلي غورځنګ ويلي چې که دغه پلان تطبيق شي، افغانستان څو لاسته راوړنې لرلی شي: لومړی، افغانستان په سیمه کې د ترهګریزو فعالیتونو په له منځه وړلو کې مهم رول ادا کولی شي. دوهم، افغان ولس په اقتصادي شکل بسیا کیدلی شي. درېیم، د درېیو هیوادونو په امنیتي کنټرول مثبت تاثیرات درلودلی شي.

په عین وخت کې رئیس شي جين پينګ د چین او منځنۍ آسیا په سرمشریزه کې ويلي چې چين غواړي د قانون اجرا کولو او د دفاعي توان د پياوړتيا لپاره د منځنۍ اسيا له پنځو هېوادونو سره مرسته وکړي، د سيمه ييز امنيت د ساتلو او د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د يادو پنځو هېوادونو له هڅو څخه ملاتړ کوي. د دې ترڅنګ چين به د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د همغږۍ ميکانيزم د پلي کولو او د دې هېواد د سولې او بيارغونې لپاره هم کوښښ وکړي او چين به د منځنۍ اسيا د سولې او پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.افغانستان په منځنۍ اسيا کې موقعیت لري او سوله او د امنيت ساتنه يې نه يوازې د اسيا بلکې د ټولې نړۍ لپاره ډېره مهمه ده. په دې اړه ښاغلي غورځنګ وويل چې د افغانستان امنیت پر ټوله اسیا تاثیرات لري، او همدا شان د اسیا په کچه ستراتیژیک موقعیت لري.که چیرې اسیاييهیوادونه له افغانستان سره ترانزیټي او سیمه يیز تجارت پراخ کړي او په افغانستان کې بېلابیلې پرمختیایي پروژې تطبیق کړي، دغه هېواد به د سولې او پرمختیا مرکز وګرځي.

Previous Post

سوداګر: له بانکونو د پیسو ایستلو کې لا هم له ستونزو سره مخ یو

Next Post

هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید پروژې چارې پيلیږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید پروژې چارې پيلیږي

هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید پروژې چارې پيلیږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ښکلي شي ځانګ پر ايکولوژيکي چاپېريال ښې اغېزې ښندلي

ښکلي شي ځانګ پر ايکولوژيکي چاپېريال ښې اغېزې ښندلي

نوومبر 10, 2023
په علي آباد روغتون کې د سرطاني ناروغیو د درملنې څانګه جوړیږي

په علي آباد روغتون کې د سرطاني ناروغیو د درملنې څانګه جوړیږي

نوومبر 29, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ