سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين ايکلوژۍ ته کتنه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 28, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د چين ايکلوژۍ ته کتنه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د اسيايي پيلونو يوه ډله پدې وروستيو کې د چين د جنوب لوېديځ يون نان ولایت په شي شوانګ باننا استوګنيځي سیمې کې راڅرګنده شوې ده. د پيلونو دغې ډلې، چې شمېر یې ۴۲ ښودل شوی، د سیمې په لارو کوڅو کې ازاد چکر وهلی او لوبې او مستۍ يې کړي او په اخر کې د پوليسو او طبيعت ساتونکو په بدرګې د پيلونو د ساتلو ځانګړي زون ته ستانه کړای شوي دي.

درې کاله وړاندې ۱۵ پيلونه له همدې ځایه د چين شمال ته تللي وو او څلور مياشتې يې له خپل ساتونکي ځانګړي زون څخه بهر سفر کړی و او په پای کې د انسانانو په مرستې او لارښوونې بېرته خپل زون ته ستانه شول او اړوندو راپورونو يې پر ټولنيزو رسنيو د ډېرو خلکو پاملرنه راجلب کړې وه.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

ځينو خلکو ته ښايي دا پوښتنه پيدا شي، که پيلونه د ځايي بزګرانو فصلونه وخوري، نو تاوان به یې څوک ورکوي؟

د چين يون نان ولایتي حکومت خلکو ته د وحشي حيواناتو لخوا د رسېدونکو زيانونو د جبران بيمې مقررات خپاره کړي او دغه چاره يې په ۲۰۲۳م کال کې د پوپنا کېدونکو وحشي حيواناتو او نباتاتو د نړيوالې سوداګرۍ تړون د سکرتريت لخوا د بشر او طبیعت ترمنځ د همغږۍ ساتلو په موخه د نمونوي اقدام په توګه بلل شوې ده.

دغه چاره د ايکولوژۍ د ساتلو په برخه کې د چين هڅې منعکسوي. يون نان ولایت په نړۍ کې له هغو سيمو څخه دی، چې بيولوژيکي تنوع يې ډېره غني او ځايي حکومت يې د ساتلو لپاره ډېرې هڅې کوي. د بېلګې په توګه په دغه ولایت کې د وحشي موجوداتو او د نباتاتو د تخمونو د ساتلو لپاره د اسيا تر ټولو لوی زېرمتون جوړ شوی او له ډېرو هېوادونو او نړيوالو ارګانونو سره يې د يادو تخمونو د زېرمو او څېړنو په اړه ګډې همکارۍ کړې دي. د دغه زېرمتون مسئول وايي، کارکوونکي يې په ډېر ټيټ حرارت کې د تخمونو د ساتلو تخنيکي څېړنو په هڅه کې دي، که هڅې يې بريالۍ شي، نو تخمونه به يې دايمي خوندي شي او دا به د نړۍ د بيولوژيکي تنوع د ساتلو لپاره لوی خدمت وي.

د چين حکومت ايکولوژۍ ته ډېره پاملرنه کوي. د دغه هېواد د واکمن کمونېست ګوند شلمې مرکزي کمېټې په خپلې درېيمې عمومي غونډې کې د ايکولوژيکي مدنيت د سيسټم د اصلاحاتو پلان جوړ کړی او د ايکولوژيکي چاپېريال د مديريت سیسټم او د بيولوژيکي تنوع د ساتلو د چارو د همغږۍ ميکانيزم د اصلاحاتو کارونو سپارښتنه يې کړې ده، چې په دې سره به په دغه هېواد کې توليدي ځواک پياوړی او وساتل شي.

د يون نان ولایت د شي شوانګ بان نان سيمې د داکالاو کلي بزګران د غره لمنې په ابادو ځمکو کې د ربړ او پوميلو(د سټروسو یو ډول دی) تر ونو لاندې د ادنوسما بوچنيرودیس (Adenosma buchneroides) په نوم نباتات کري، چې نه يوازې د ځکمو د استعمال کچه يې لوړه کړې، بلکې د ځانګړو نباتاتو د کرکيلې له لارې يې د شتمنۍ لار هم پراخه کړې ده.

ادنوسما بوچنيرودیس څخه ځانګړي تېل ايستل کيږي او د ماشو او مچيو د شړلو لپاره استعماليږي. په ۲۰۲۳م کال کې له دغه ډول نباتاتو څخه د تېلو رايستلو چارو ياد کلي ته ۷۵۰ زره یوانه عواید رسولي او دغه چارې يې په ۲۰۲۲م کال کې په کاناډا کې د بيولوژيکي تنوع تړون د لاسليک کوونکو د ۱۵ مې غونډې پر مهال د ګډونوالو لخوا هم ستايل شوې دي.

چين د ايکولوژيکي چاپېريال د ساتلو لپاره زرغون پرمختګ ته ډېره پاملرنه او هڅې کوي. د چين د کمونېست ګوند شلمې مرکزي کمېټې په خپلې درېيمې عمومي غونډې کې د زرغون پرمختګ او د کاربن کمولو ميکانیزم د اصلاح پلان جوړ کړی دی او د چين حکومت د جولای په پای کې د هېواد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د چټک زرغونېدو نظرونه خپاره کړي او د زرغون پرمختګ جامع پلان يې جوړ کړی دی.

د يون نان ولایت په مرکز کون مينګ ښار کې د چاينا پیټرول ګروپ فرعي څانګې د پيټرول د توليد په پروسې کې رامنځته کېدونکې ککړې اوبه بيا چڼ او تصفيه کوي، چې ٪ ۸۰ ککړې اوبه يې له تصفيې وروسته پاکې او بيا استعمالیږي.

په ۲۰۲۳م کال کې په چين کې د کورنيو ناخالصو توليداتو لپاره د انرژۍ د استعمال او د کاربن ډای اوکسایډ د خپرېدو کچه د ۲۰۱۲م کال په پرتله ډېر کموالی ښيي او د روان کال د جون مياشتې ترپايه پورې په دغه هېواد کې د بيا پيدا کېدونکې انرژۍ نصب شوي ظرفيت د ټولې نصب شوې برېښنا د توليدي ظرفيت ٪ ۵۳.۸ جوړه کړې او پدې سره چين په نړۍ کې د زرغون پرمختګ لپاره مهم طاقت ګرځېدلی دی.

Previous Post

زیلنسکي بايډن ته د اوکراین جګړې پای ته رسېدو طرحه وړاندې کوي

Next Post

ليو جيان چاو له کمبوډيايي، قزاقي او الماني پلاويو سره وليدل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

ليو جيان چاو له کمبوډيايي، قزاقي او الماني پلاويو سره وليدل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د بښنې نړیوال سازمان: ا.ا دې د نجونو د ښونځیو په اړه خپله پرېکړه بیرته واخلي

د بښنې نړیوال سازمان: ا.ا دې د نجونو د ښونځیو په اړه خپله پرېکړه بیرته واخلي

مارچ 29, 2022
د سلوادور د فوټبال میدان کې د ټېل ماټېل له امله ۱۲ تنه مړه شوي

د سلوادور د فوټبال میدان کې د ټېل ماټېل له امله ۱۲ تنه مړه شوي

مې 22, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ