چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين بازار زيات نړيوال شرکتونه راجلب کړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 20, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين د مصرفي توکو څلورم نړيوال نندارتون تازه پای ته رسېدلی دی. په دغه نندارتون کې د بريتانيا د موبيل فون ايکسور (Xor) شرکت يو بنسټ اېښودونکي هاټچ هوټچينسون وويل، چې زموږ شرکت په دې ښه پوهېږي، چې چين په نړۍ کې تر ټولو د لوړې کچې بازار دی. نو  په دې کې هېڅ شک نه شته، چې زموږ توليدات دې د چين بازار ته داخل شي.  هغه وويل، چې دوی په وروستيو څو کلونو کې چيني بازار ته د خپلو توليداتو د پلورلو لپاره تياريانې کړي او دا ځل يې په بريالۍ توګه د مصرفي توکو د نړيوال نندارتون له لارې د چين بازار ته د داخلېدو فرصت تر لاسه کړ.

د نړۍ د ۷۱ هېوادونو او سيمو د څه باندې ۴۰۰۰ برنډونو د چين د مصرفي توکو په نړيوال نندارتون کې ګډون  وکړ، چې د بهرنيو تصديو او برنډونو شمېر ټول د پخوانيو دورو په پرتله  ډېر زیات شوی و، څه د پاسه ۱۴۶۲ ډوله نوي توليدات د لومړي ځل لپاره په بازار  کې پلورل شوي، ۸۴ کورني او بهرني برنډونه په لومړي ځل نندارچيانو ته ښودل شوي، دغه راز د بريتانيې، مغولستان او ماليزيا په شمول ګڼ شمېر هېوادونو په لومړي ځل دغه نندارتون ته خپل هیأتونه ورليږلي دي.په چين کې د بريتانيې په سفارت کې د سوداګريزو چارو مرستيال سوخيل شيخ وويل، چې د چين بازار له فرصتونو څخه ډک دی او د سيالۍ قوي توان لري، د بريتانيې تصدۍ دلته تجربې اخيستلی شي.

په چين کې د ايرلنډ سفارت د تجارتي چارو مستشار جوسيف کيټينګ وويل، چې دا څلورم ځل دی، چې موږ د مصرفي توکو په نړيوال نندارتون کې ګډون کوو او په دې نندارتون کې تر ټولو لويه صحنه مو جوړه کړې ده. د ده په اند له چين سره د اقتصادي او تجارتي همکارۍ لپاره به لا زيات فرصتونه موجود وي. د فرانسې د سيروټي۱۸۸۱ شرکت(Cerruti1881) د بازار موندې لومړی رئيسې وډي پيسچير وويل، دوی لسګونو کلونو مخکې د چيني بازار د چانسونو په هکله نظر درلود او د چين بازار ته داخل شو. هغې زياته کړه، چې د چين بازار لټول زموږ دود او عادت دی.

بازار د توليداتو لپاره ډېرې کمې او مهمې سرچينې ګڼل کېږي. د چين د لويې پيمانې بازار بهرنيو تصديو ته د ليدو وړ ګټې رسولی شي. اوسمهال چين د مصرف اندازې د پراخولو هڅونه کوي. د روان کال په لومړۍ ربع کې مصارف د کورني توليد عمومي ارزښتپه زياتوالي کې ۷۳اعشاريه ۷سلنه برخه ونيوله، په اپرېل مياشت کې د چين د پرچون چارو د پرمختګ شاخص ۵۰اعشاريه ۴سلنې ته رسېدلی او په يو کال کې د زياتېدو په حال کې دی. په چين کې مصرفي توان د بهرنيو تصديو په تجارتي شمېرنو کې ښکاره  شوی دی. د المان د پاکېدونکو توکو شرکت کارچار (Karchar) دا خبر ورکړی، چې په چين کې د دغه برنډ د ګڼ شمېر توليداتو د پلورلو اندازه کال په کار د زياتېدو په حال کې ده، تېر کال د کړکيو د پاکولو ماشين په شمول د توليداتو د پلورلو اندازې نوی ريکارډ جوړ کړی.

اوسمهال په چين کې د منځني عايدات لرونکو خلکو شمېر له څلور سوه ميليونه تنو څخه اوښتی دی او اټکل کېږي، چې دغه شمېر تر ۲۰۳۵کال پورې له اته سوه ميليونه تنو څخه زيات وي. د بريتانيې د ساعتو د پرزو جوړولو برنډ راپورټ (Rapport) شرکت لومړي اجرائيه مشر وليوير لاپيرټ وويل، چې له دې څرګندېږي، چې لا زيات خلک به د دوی له توليداتو سره علاقه ولري او په چين کې ستر بازار لري. د ايتاليا د موټور سايکل برنډ ډوکاټي (Ducati) چارواکي لوکا باټيلورو وويل، چې په چين کې زيات شمېر ځوان مصرفوونکي شتون لري او باور يې څرګند کړ، چې د چين بازار به لا نور پراخ شي.

د بهرنيو تصديو په سترګو کې د چين بازار د نوښت انرژۍ هم  لري. په ياد نندارتون کې زيات شمېر نوي توليدات، چې نندارچيانو ته ښودل شوي، د چينايي تېکنالوژۍ له لارې اختراع شوي. د المان د کارچار (Karchar) شرکت دغه نندارتون ته د ليتيوم  بېټرۍ له لارې د ټوکرو د مينځلو ماشين راوړی او يو ځيرک ماشين یې هم  تولید کړی، چې ټول د چين د تخنيکي ډلو لخوا اختراع شوي. د سينګاپور د برقي ماشين برنډ وسيم (OSIM) اړوند استازي خبريال ته وويل، چې د چين مصرفوونکي د ډجيټلي کېدو او زرغون توليداتو د مصرفولو په برخو کې لا زياتې غوښتنې لري او د ځيرکو کورنيو ماشينونو د منلو اندازه لوړه ده، نو کېدای شي، چې دوی ته د ځيرکو ماشينونو ځانګړي خدمتونه برابر کړي. په دغه نندارتون کې ګڼ شمېر برخوالو تصديو چيني بازار د نوښت لوری او د مصرفولو د تمايل نښه بولي، چې په کې لومړۍ تجربې اخيستل کېږي او نوي تخنيکونه ټولې نړۍ ته خپرېدای شي.

د چين پرانيستي او ښه کيفيت لرونکي سوداګريز چاپيريال بهرنيو تصديو ته يوه کړکۍ خلاصه کړه. ګڼ شمېر بهرنيو تصديو په وروستيو کې په چين کې نوي دوکانونه پرانيستلي دي. د امريکا د کوچ شرکت د چيني بازر چارواکې لي لي ان وويل، چې دغه برنډ د اپرېل په پيل کې په های نان ولايت کې بې له ګمرکي مالياتو نوی دوکان پرانيستلی او پلان لري، چې په راتلونکې کې په چين کې لا زيات نوي دوکانونه پرانيزي. د دوی په نظر د چين د مصرفولو بازار توان، په های نان ولايت کې د نړيوال  ګرځندوی او مصرفوونکي بازار مقام او د ازادې سوداګرۍ بندر تګلارې د دوی د سوداګرۍ لپاره ډېر ګټور دي.

د يادونې وړ ده، چې د روان کال په فبرورۍ مياشت کې بې له ويزې هان نان ولايت ته د ۵۹ هېوادونو د خلکو د ننوتلو تګلارې تطبيق شوې، له دې وروسته زيات شمېر بهرني شرکتونه بې له ويزې په دې نندارتون کې ګډون کړی دی. دا د چين د لوړې سويې د ورخلاصون او پرانيستي يوه نښه ده.

د ياد نندارتون د پای ته رسېدو په  ورځ کې ۳۶ تصديو او برنډونو د دغه نندارتون په راتلونکې دورې  کې د ګډون تصديق وکړ . په همدې وخت کې د چين د وارداتو او صادراتو ۱۴۵م نندارتون په ګوانګ جو ښار کې پرانيستلی دی. د چين بازار د بهرنيو تصديو لپاره باید ډېر جلب  ولري.

Previous Post

د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د سیالیو په موخه سریلانکا ته ځي

Next Post

چن ون چينګ به روسيې ته سفر وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

چن ون چينګ به روسيې ته سفر وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سویلي سوډان؛ د مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي

سویلي سوډان؛ د مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي

اپریل 28, 2026
له جولای راهیسې په چين کې مسافرو د اورګاډو له لارې ۶۰۰ ميليونه ځله تګ راتګ کړی

له جولای راهیسې په چين کې مسافرو د اورګاډو له لارې ۶۰۰ ميليونه ځله تګ راتګ کړی

اگست 13, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved