چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د چين درېيم نړيوال وارداتي نندارتون اهميت

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 3, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د چين درېيم نړيوال وارداتي نندارتون اهميت

د ۲۰۲۰ کال د چين د ۳م نړيوال وارداتي نندارتون د چمتوالي په حال کې دی

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ټاکل شوې سبا” د نوامبر ۴مه“ د چين په سوداګريز مرکز، شانګهای ښار کې د دغه هېواد درېيم نړيوال وارداتي نندارتون (CIIE)پرانيستل شي.

په دې ليکنه کې د ياد نندارتون موخې، اهميت، کچې او ګډونوالو تصديو د څرنګوالي په اړه رڼا اچول شوې.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د نندارتون موخه

چين د نړۍ د دويم لوی اقتصادي قدرت په توګه له ټولې نړۍ سره صادراتي او وارداتي راکړې ورکړې لري او د راکړې ورکړې د دغه ځنځير د لا غښتلتيا لپاره هڅې کوي تر څو خپلو مشتريانو او نړيوالو شريکانو ته د سوداګرۍ په برخه کې لا آسانتياوې برابرې او ګډې ګټې ترلاسه کړي، نو د همدې هڅو په لړ کې يې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۸ کال کې په شانګهای کې نړيوال وارداتي نندارتون جوړ کړ او ټاکل شوې چې دغه نندارتون به هر کال ترسره کېږي.

د سږ کال نندارتون

رسمي سرچينې وايي چې د چين د روان کال نړيوال وارداتي نندارتون کچه به د تېرو نندارتونونو په پرتله ستره وي او عمومي مساحت به يې د تېرې دورې په پرتله کابو ۳۰زره مربع متره زيات وي.

د دې تر څنګ په دغه نړيوال نندارتون کې ګډون کوونکي تصدۍ او ننداره کېدونکي توکي به د پخوا په پرتله باکيفيته او غوره وي چې د خوړو او کرنيزو توليداتو، موټرو، تخنيکي تجهيزاتو، مصرفي توکو، طبي سامان الاتو او خدماتي سوداګرۍ په شمول شپږو برخو ويشل کېږي.

د پام وړ ټکی دا دی چې اوس مهال چې په اروپا او امريکا کې کرونا وبا لا هم چټکه خپرېږي، په چين کې دومره ستر نړيوال نندارتون تر سره کېږي، دا د چين يو امتياز او مثبته لاسته راوړنه ثابتوي.

د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې د افغانستان ونډه

No description available.
د چين په لومړي نړيوال وارداتي نندارتون کې د افغانستان دولتي څانګه

تاسو ته معلومه ده چې افغانستان يو زراعتي هېواد دی او سربېره پردې پرېمانه طبيعي زيرمې هم لري، په دې معنا چې هم د خامو موادو د صادرولو او هم د زراعتي محصولاتو صادرولو وړتيا لري، نو ځکه د چين نړيوال وارداتي نندارتون د افغانستان لپاره هم ډېر اهميت لري.

ما د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې د چين په لومړي نړيوال وارداتي نندارتون کې د راپور جوړولو په موخه شانګهای ته سفر وکړ او ياد نندارتون چارې مې له نږدې وليدې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت يوه پلاوي او يو شمېر افغان سوداګرو هم په ياد نندارتون کې ګډون کړی و.

 که څه هم د چين په لومړي نړيوال وارداتي نندارتون کې د افغانستان لپاره بېله کړی شوې څانګه د اسلامي معمارۍ په بڼه جوړه شوې وه او دپاسه پرې د افغانستان درې رنګه بېرغ ټينګ شوی و چې د زيات شمېر چيني او بهرنيو نندارچيانو توجه يې جلب کړې وه.

 هغه وخت د افغانستان څانګه کې، ښکلې لاسي غاليو، زعفراڼو، جلغزو او لاجوردو سيلانتيا ګوته په غاښ کړي وو.

 هغه وخت د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نندارتون چارو ادارې مشر ذبيح الله يوسفي ما ته وويل چې د چين نړيوال وارداتي نندارتون د افغانستان په شمول مختلفو هېوادونو ته ښه فرصت دی چې خپلو صادراتو ته يو نړيوال بازار پيدا کړي.

نوموړي زياته کړه، نندارچيان زموږ د ښکلو محصولاتو او صنايعو په کتو سره، يو ښکلی، په زړه پورې، مثبت او غني سرچينې لرونکی افغانستان وګوري او دغه افغانستان له جګړې او زورزياتي سره هېڅ تړاو نه لري. هغه څه چې موږ چين ته راوړي دي، د افغانستان باکيفيته هنري توکي، پر سولې د افغانانو اميد او ځانګړي توليدات دي.

ما د افغانستان لپاره پر ځانګړې شوې دولتي څانګې پر ليدو سربېره، (عظيمي برادرز) په نوم د افغانستان د يو سوداګريز شرکت غرفه هم پيدا کړه چې د چين په لومړي نړيوال وارداتي نندارتون کې يوازنۍ ګډون کوونکې افغان تصدي وه. دغه شرکت له ډېرو کلونو مخکې د چين او افغانستان ترمنځ سوداګريز مالونه وړي راوړي، اوس يې په شانګهای او يي وو کې خپل دفترونه جوړ کړي دي.

 دغه شرکت په پيل کې يوزاې له چينه افغانستان ته د ژوند ضروري توکي صادرول، خو له تېرو څو کلونو راهيسې هم له افغانستانه چين ته د لاسي غاليو، وچو مېوو او زعفراڼ په واردولو پيل کړی دی. کله چې ما د دغې عرفې تر څنګ د دغه شرکت له عمومي مېنيجر ښاغلي عيد محمد عظيمي سره خبرې کولې، د چيني شرکتونو زيات شمېر مسلکي پېرودونکي په مسلسل ډول دغې عرفې ته ننوتل او وتل او يو څه ګڼه ګوڼه وه.

 دوی له ښاغلي عظيمي څخه د توليداتو په اړه پوښتنې کولې او د همکارۍ خپله ابتدايي علاقه يې څرګندوله چې له دې امله آن څو ځله زما او عظيمي ترمنځ خبرې پرې شوې او مشتريانو سره به په خبرو شو. ښاغلي عيد محمد عظيمي ما ته وويل چې د چين حکومت د وارداتو د هڅولو لپاره يو لړ امتيازي تګلارې پلې کړې، لکه چې زموږ د بهرنيو شرکتونو ګمرکي تعرفې يې کمې يا ليرې کړې او نننی نړيوال نندارتون يې جوړ کړ. دا موږ ته ډېر قيمتي فرصت دی. موږ هيله لرو چې د دغه فرصت څخه په ګټې اخيستلو سره له غوره چيني شرکتونو سره ښې همکارۍ وکړو او چينايانو ته د افغانستان ځانګړي او غوره توليدات معرفي کړو.

په بېجينګ کې د افغانستان له سفارت د معلوماتو له مخې چې سږ کال ښايي ۵ افغان شرکتونه د چين په ۳ نړيوال وارداتي نندارتون کې ګډون وکړي او يو شمېر افغان سوداګر له دغه نړيوال نندارتون څخه د ليدنې لپاره چين ته راغلي دي.

(عظيمي برادرز) شرکت بنسټ ايښودونکي ښاغلي حاجي قيوم عظيمي (د عيد محمد عظيمي پلار) د ويچېټ له لارې راته وويل چې د ده غرفه چمتو شوې ده او هيله من دی چې له چيني شرکتونو سره لا زياتې همکارۍ وکړي.

د نړيوالو تصديو لپاره د بازار موندنې ښه فرصت

د چين نړيوال وارداتي نندارتون چې هر کال جوړېږي، نه يوازې د بې شمېره بهرنيو تصديو لخوا چيني مصرفي کوونکو ته د خپلو غوره توليداتو د معرفي کولو تر ټولو ښه ځای دی، بلکې د دغو بهرنيو تصديو ترمنځ د تبادلې يو مناسب ډګر هم بلل کېږي. د ۲۰۲۰ کال له پيل راپدېخوا په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا پر له پسې څپې را پورته کېږي او تر اوسه يې پر زياتو هېوادونو سخت اغېز کړی چې نو ځکه يې پر نړيوالې سوداګرۍ هم منفي اغيزه کړې.

په داسې سخت او پېچلي حال کې د چين درېيم نړيوال وارداتي نندارتون تر سره کېدل به خامخا د ټولې نړۍ د پام وړ وګرځي، او چين هم د دې وبا له اغېزو خوندي نه دی پاتې، مګر چين اوس له نورو نه مخکې خپل اقتصادی پرمختګ موندلی، د نړيوال وارداتي نندارتون په جوړېدو سره خپل کورني بازار لا زياتو بهرنيو تصديو ته پرانيزي او وارداتي چارې هڅوي. له دې څخه د چين لخوا د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د لا پسې ژورتيا ټينګ هوډ ښکاري.

دا د دې ښودنه کوي چې چين به د نړيوالې سوداګرۍ څواړخيز سيستم په ټينګه توګه وساتي او له نړيوالې ټولنې سره به د اوسنيو ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې وکړي.

No description available.

عيد محمد عظيمي له يوې چيني مسلکي پيرودونکې سره خبرې کولې

لیکنه: سپوږمۍ؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Previous Post

کرنې وزارت: روان کال د ۲۳۳جرېبه قوریو په جوړولو سره یو میلیون او ۹۶ زره نیالګي تولید شوي

Next Post

لوېدیځ؛ له پیغمبر سره دښمني او د یوه امت د نجات ستراتېژی!

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
لوېدیځ؛ له پیغمبر سره دښمني او د یوه امت د نجات ستراتېژی!

لوېدیځ؛ له پیغمبر سره دښمني او د یوه امت د نجات ستراتېژی!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين ملګرو ملتونو ته د هوانګ يان ټاپو د بحري قلمرو د بېس لاين اعلاميه او سمندري چارټ وړاندې کړی

دسمبر 3, 2024
په بادغیس کې یوې زلزلې ۲۲ کسان وژلي

په بادغیس کې یوې زلزلې ۲۲ کسان وژلي

جنوري 18, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved