د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۱۲مې نېټې په ماسپښين د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې د برېکس هېوادونو د ۱۸مې سرمشريزې په څنډه کې د دغه هېواد له صدراعظم نريندرا مودي سره ليدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملګرتيا په اړه مهمې موافقې ته رسېدلي دي.
شي جين بينګ وويل: چین تل له هند سره اړیکو ته د لوړ ستراتیژیک او اوږدمهاله لیدلوري له مخې کتلي او مخته یې بیولې دي. ده زیاته کړه: په تېرو دوو کلونو کې مې له صدراعظم مودي سره دوه ځلې ليدلي او د چین او هند اړیکې مو له « نوي پیل» څخه «نوي لوړوالي» ته رسولې دي.

شي جين پينګ وويل، که څه هم چین او هند بېلابېل ملي شرایط لري، خو بیا هم دواړه هېوادونه کولی شي، چې يو د بل له ځانګړتياوو څخه زده کړه وکړي، یو د بل ملاتړ وکړي او ګډه وده ومومي. د پيچلي او ګډوډ نړيوال وضعيت پر وړاندې چين او هند د نړۍ د دوو تر ټولو ډېر نفوس لرونکو هېوادونو او د نړیوال سراسري جنوب د مهمو غړو په توګه مهم مسؤلیتونه پر غاړه لري. دواړه لوري باید د بشریت راتلونکي او د خلکو هوساینې ته په پام کې نيولو سره، لاسونه سره یو کړي، څو د “لوی برېکس همکارۍ” ته باکیفیته پرمختګ ورکړي او نړيوالې سولې، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا ته لا زیاتې مثبتې انرژۍ برابرې کړي.
شي جین پینګ د چین او هند د اړیکو د ثابت او اوږدمهاله پرمختګ د تضمین لپاره څلور فقره ييز وړانديز کړی، چې له مخې يې دواړه خواوې دې خپلمنځي اړیکو ته په عيني او منطقي ليدلوري وګوري. چين او هند سيالان نه، بلکې همکاران دي او یو د بل لپاره ګواښ نه، بلکې پرمختيايي فرصتونه دي. دغه راز دواړه خواوې دې د ګټې- ګټې همکارۍ د مفکورې په رڼا کې يو د بل د برياليتوبونو ملاتړ وکړي، د متقابل درناوي او تفاهم له لارې دې خنډونه لرې کړي او د پرانيستي او ټولشموله څواړخیزې همغږۍ له لارې دې له نړيوالو ننګونو سره ګډه مقابله وکړي.
مودي وویل، ما له رئیس شي جین پینګ سره څو ځلې له لاسته راوړنو ډکې ليدنې کړې او د هند او چين اړيکې مو مثبت لوري ته بيولې دي، چې همدا له څه باندې ۲.۸ میلیارده نفوس له ګډو ګټو سره سمون لري. هند او چین د دوو سترو تمدنونو په توګه له زرګونو کلونو راهیسې راشه درشه لري او یو له بل څخه يې زده کړه کړې او په ګډه مخ پر وړاندې تللي دي. هند تل له چين سره اړیکو ته د ستراتیژیک او اوږدمهاله لیدلوري له مخې ګوري او غواړي چې د چین لپاره د سیال پر ځای همکار واوسي او د یو بل پرمختګ ته د ننګونې پر ځای د فرصت په توګه وګوري. هند خپلواکه بهرنۍ تګلاره تعقیبوي او له چین سره د اړیکو پراختیا یې د دریم لوري تر اغېز لاندې نه ده.
مودي زياته کړه، د چین د تایوان او شي ځانګ په مسئلو کې د هند پاليسي او دریځ نه دی بدل شوی او هند هېڅ ځواک ته اجازه نه ورکوي، چې د هند په خاوره کې د چین ضد فعالیتونه وکړي. هند به د متقابل درناوي او باور پر بنسټ له چین سره د لوړې کچې تبادلې وساتي، ستراتیژیکې خبرې به پیاوړې کړي، ګټې ګټې همکارۍ ته به وده ورکړي او د خلکو تګ راتګ او کلتوري تبادلې به ژورې کړي،څو دوه اړخیزې اړیکې لا لويې ودې ومومي.











