چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين د وارداتو نړيوال نندارتون د سوداګريز ورخلاصون او نړيوالې سوکالۍ اسانچاري کوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 5, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د چين د وارداتو نړيوال نندارتون د سوداګريز ورخلاصون او نړيوالې سوکالۍ اسانچاري کوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په داسې حال کې چې نړيوال اقتصاد له ننګونو سره مخ دی، د نومبر له پنځمې تر لسمې نېټې په شانګهای کې د چين د وارداتو نړيوال نندارتو جوړيږي چې د اقتصادي همکاريو لپاره خورا مهم دی. له تېرو اوو کلونو راهيسې دغه نندارتون يوازې نندارتون نه، بلکې د ازادې سوداګرۍ، اقتصادي نړيوالتوب او پرانيستي نړيوال اقتصاد لپاره د چين د ژمنې ثبوت دی.

د چين د وارداتو نړيوال نندارتون چې ۱۵۲ هېوادونه، سيمې او نړيوال سازمانونه پکې ګډون کوي، د نړيوالې اقتصادي ودې او هغو مخ پر ودې هېوادونو لپاره چې د بازارونو د موندلو په لټه کې دي، د منسجمو سوداګريزو هڅو باالقوه وړتيا را برسېره کوي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين د وارداتو د نړيوال نندارتون اهميت د عامو سوداګريزو نندارتونونو په پرتله خورا ډير دی. په داسې مهال چې ملاتړپالنې او منزوي کوونکو پاليسيو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پام ور اړولی، ياد نندارتون د يوه لوی اقتصادي قوت په توګه د پرانيستې سوداګرۍ د هڅونې په برخه کې د چين د رول څرګندونه کوي. دغه نندارتون چې هر کال په شانګهای کې جوړيږي د پولو پورې سوداګرۍ او د سوداګريزو خنډونو په وسيله د کمو شويو نړيوالو اړيکو د تقويه کولو لپاره د چين د حکومت ابتکار دی.

د چين د وارداتو نړيوال نندارتون پر ازادې سوداګرۍ په ټينګار سره، د روانو سوداګريزو محرکونو پر خلاف عمل کوي چېرته چې  زياتېدونکې ملاتړپالې پاليسۍ د نړيوال اقتصاد ثبات ګواښي. له ۲۰۱۸م کال راهيسې چې د لویو اقتصادونو له لوري د تعرفو د لوړولو او ملاتړپالو پاليسيو وضع کول پيل شوي، د اقتصادي بنديزونو او سياسي خنډونو له کبله د ازادې سوداګرۍ ګټې له پامه غورځول شوې دي.

د چين د وارداتو د نړيوال نندارتون له لارې د ازادې سوداګرۍ د سياستونو د جوړولو لپاره د چين پايدارې غوښتنې د شخړو پر ځای همکاريو ته د دغه هېواد د اوږدمهالې ژمنې څرګندونه کوي. د ګډونوالو لپاره نندارتون يو طلايي فرصت دی څو خپل تولیدات په خلکو وپېژني، پانګونې ورجلب کړي او پراخ مشارکتونه جوړ کړي.

د نړيوال اقتصاد موجوده وضعيت ته په پام سره د نندارتون د جوړيدو وخت هم خورا ستراتيژيک دی. نړيوال بانک تازه د نړيوالې اقتصادي ودې په تړاو پر خپلې وړاندوينې بيا کتنه کړې چې د انفلاسيون او جيوپوليټيکي ګواښونو په لړ کې په ۲۰۲۳م کال کې ۲.۱ سلنه او په ۲۰۲۴م کال کې ۲.۴ سلنه اقتصادي وده تخمينوي. په دغسې وضعيت کې د چين د وارداتو نړيوال نندارتون د سوداګريزو شبکو د بيا احيا کولو، د سوداګرۍ د ممکنولو او د نړۍ د دويم لوی اقتصاد بازارونو ته د مخ پر ودې هېوادونو د لاسرسي برابرولو په برخه کې د مهم محرک رول لوبوي.

چين د ۴۰۰ ميليونو منځنۍ کچې عايد لرونکو مصرفوونکي لري، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د توکو او خدمتونو غوره مصرفي بازار بلل کېږي. په ۲۰۲۲م کال کې چين د ۲.۷ ټريليونو ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي وو چې د تر ټولو مخکښ واردوونکي او د نړيوالې سوداګرۍ د پايې په توګه د چين رول ثابتوي.

پر دې سربېره، نندارتون د مخ پر ودې او نويو غوړيدونکو اقتصادونو لپاره د چين بازار ته د لاسرسي په برابرولو سره نېغ په نېغه په نړيواله اقتصادي وده کې ونډه اخلي. د چين د وارداتو نړيوال نندارتون د چين ستر مصرفي بازار ته د اسيا، افريقا، لاتينې امريکا او اروپا د کوچنيو او منځنۍ کچې کاروباريانو ته د لاسرسي زمينه برابروي.

د چين د وارداتو نړيوال نندارتون د مناسبو ابتکارونو په وړاندې کولو سره ټولشموله سوداګرۍ ته چې د مختلفو اقتصادي مخينو لرونکي هېوادونه پکې ښکېل وي، د چين تعهد په ډاګه کوي. د بېلګې په توګه، د لږ پرمختللو هېوادونو اړوندو کمپنيو ته ځانګړي مشوقونه وړاندې کيږي او دا زمينه ورته برابريږي چې په خورا کم لګښت سره په نندارتون کې ونډه واخلي. دغه اقدام لرې پرتو ملتونو ته د دې زمينه برابروي چې له نړيوال ارزښتي ځنځير سره مدغم شي، اقتصادي مقاومت او پراختيا یې تقويه شي.

د ازادې سوداګرۍ پر تقويه کولو سربېره، د چين د وارداتو نړيوال نندارتون د اکمالاتي ځنځير د مقاومت پر لوړولو هم تمرکز لري. له جيوپوليټيکي کشمکشونو رانيولې بيا تر کرونا وبا پورې وروستيو نړيوالو بحرانونو د نړيوال اکمالاتي ځنځير اسيب پذيري را برسېره کړه. د چين د وارداتو نړيوال نندارتون په پام کې لري چې د صنايعو او سيمو تر منځ اړيکې تقويه کړي او داسې مشارکتونه رامنځته کړي چې له راتلونکو ننګونو سره د مقابلې لوړه وړتيا ولري.

د ټکنالوژۍ، کرنې، روغتيا او لوجسټيک په څېر د سکټورونو له فعالينو تمه کيږي چې د اکمالاتي ځنځير نوې بڼه وړاندې کړي. د مصنوعي ځيرکتيا، ارقامو د تحليل او زرغونې انرژۍ په شمول د لوړې کچې ټکنالوژۍ پر مټ حل لارې به د نندارتون ګډونوال د دې وړ کړي چې نوي ابتکارونه را وسپړي او د اکمالاتي ځنځير انعطاف پذيري او پايداري لوړه کړي.

د چين د وارداتو د نړيوال نندارتون يوه بنيادي موخه د نوښتونو له لارې د پايدارې اقتصادي ودې لپاره زمينه برابرول ده. د ۲۰۶۰م کال لپآره د کاربن کچې د صفر کولو په تړاو د چين له موخې سره سم، د چين د وارداتو نړيوال نندارتون زرغونو او د لږ کاربن توليداتو او ټکنالوژيو ته لومړيتوب ورکوي. ياد نندارتون دغه راز نړيوالو کمپنيو ته د همکاريو يو چوکاټ هم په واک کې ورکوي. د ملګرو ملتونو د چاپېريال پروګرام ويلي چې پايداره وده د زرغونې ټکنالوژۍ په برخه کې په نړيوالې همکارۍ پورې تړلې او نندارتون د پايدارۍ په برخه کې د نړيوالو مخکښانو په معرفي کولو سره نېغ په نېغه دا اړتيا په پام کې نيولې ده.

پر اقتصادي اړخونو سربېره، د چين د وارداتو نړيوال نندارتون د کلتوري تبادلو په پراخولو کې هم مهم رول لوبوي. کلتوري نندارتونونه د نندارتون برخه دي چې مختلفو هېوادونو ته د هغوی د کلتوري ميراثونو د معرفي کولو لپاره ځانګړی چوکاټ برابروي. دغه ډول تبادلات د متقابل پوهاوی او درناوي د تقويه کولو او د نړيوالو مشارکتونو د دوام لپاره مهم او اړين دي.

Previous Post

د چين نړيوال وارداتي نندارتون ورخلاصون پراخوي

Next Post

شي جين پينګ د فيجي نوي ولسمشر ته د مبارکۍ پيغام وليږه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

شي جين پينګ د فيجي نوي ولسمشر ته د مبارکۍ پيغام وليږه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ د جيانګسو ولايت د پلاوي په بحث کې ګډون وکړ

مارچ 5, 2025
افغان او ازبکستاني لوري پر دوه اړخیزو اقتصادي موضوعاتو خبرې کړې

افغان او ازبکستاني لوري پر دوه اړخیزو اقتصادي موضوعاتو خبرې کړې

مارچ 13, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved