سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين د پانګونې او سوداګرۍ نړيوال نندارتون د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ نوي فرصتونه ښيي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 10, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چين د پانګونې او سوداګرۍ نړيوال نندارتون د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ نوي فرصتونه ښيي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د پانګونې او سوداګرۍ ۲۵ م نړيوال نندارتون د سپتمبر په اتمه نېټه د دغه هېواد په شيامن ښار کې پرانيستل شو. دغه نندارتون چې د څلورو ورځو لپاره به دوام ولري، د چين يوازينی د دولت له خوا جوړ پر پانګونې متمرکز نندارتون دی چې په سږنۍ دوره يعنې ۲۵ مه دوره کې يې د څه باندې ۱۲۰ هېوادونو او سيمو استازو او پانګوالو ګډون کړی دی.

د چين دولت رئیس شي جين پينګ دغه نندارتون ته د مبارکۍ په پيغام کې ليکلي، چې هېواد به يې په لوړې سويې ورخلاصون ته دوام ورکړي، د سوداګرۍ او پانګونې د ازادولو او اسانولو اقدامات به غوره کړي او له نړۍ سره به پرمختيايي فرصتونه شريک کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

((له چین سره همکاري؛ په راتلونکي کې پانګونه )) د دغه نندارتون برجسته موضوع ده او ډېرو بهرنيو پانګوالو د چين پر بازار اوږد مهاله باور ښودلی دی. د اې بي بي ګروپ لومړي اجرائيوي رئیس ما تنګ چين د ده د ګروپ د نړيوالو چارو او د دغه راز د څېړنې او توليد مهم مرکز بللی. نوموړی وايي چې اوسمهال دغه ګروپ په چين کې تر ۳۰ زياتې تصدۍ او ۱۴ زره کارکوونکي لري او په شيامن ښار کې د دغه ګروپ د برقي وسایلوفابريکه په نړۍ کې خپل تر ټولو لوی توليدي او نوښتګر مرکز ګرځېدلی دی.

چين د نړۍ دويم لوی مصرفي بازار ، د لوی متوسط عاید لرونکي جمعیت لرونکی هېواد دی چې د مصرف او پانګونې بالقوه ځواک  يې په پرله پسې توګه د غوړېدو په حال کې دی. له ۲۰۲۱م کال څخه د روان کال تر مې پورې په چين کې د بهرنيو پانګوالو مستقيمې پانګې ۴.۷ ټريليونه يوانه ښودل شوې، چې د دغه هېواد د ديارلسم پنځه کلن پلان د مودې له حجم څخه هم زياتوالی ښيي. د ياد نندارتون په موده کې ډېرې تصدۍ د پرمختيايي فرصتونو د لټولو په موخه چين ته راغلې او د تايلنډ، بريټانيې او صربيا هېوادونو نندارځيو ته ډېر نندارچيان راجلب شوي دي.

د تايلنډ د سوداګرۍ وزارت قونسل یه سي ان وايي، چې سږ کال تایلنډ په لومړي ځل د ۳۵ شرکتونو جوړ پلاوی دغه نندارتون ته لېږلی چې مختلفې برخې لکه خوراکي مواد، څښاک او درمل جوړول تر پوښښ لاندې لري او هغوی د چين د بازار بالقوه ځواک ته ډېرې هيلې لري.

په جنوبي چين کې د امريکا د سوداګرۍ ټولنې رئيس هارلي سيدين وايي، چې په دغه نندارتون کې د ده د ټولنې ۵۰ غړې تصدۍ چې زیاتره يې څو ملیتي لويې تصدۍ دي، ګډون لري. د دې ټولنې د راپور له مخې، تر نيمايي زياتې بهرنۍ تصدۍ چين په نړۍ کې د پانګونې غوره هدف بولي او درې پر څلورمې برخې يې پلان لري چې په ۲۰۲۵م کال کې په چين کې خپلې پانګونې زياتې کړي.

بريټانيا د دغه نندارتون اصلي مېلمه دی او  تر سلو زياتې تصدۍ او ارګانونه يې پکې ګډون لري. په چين کې د بريټانيا د سوداګرۍ استازي وايي، چې په چين کې د پولي چارو، توليد او پاکو انرژيو په برخو کې ډېر فرصتونه شته دي.

د دې ترڅنګ چیني تصدۍ هم په نورو هېوادونو کې خپلې چارې پراخوي. په ۲۰۲۴م کال کې په نورو هېوادونو کې د چين لخوا اچول شوې پانګه ۱۹۲ ميليارډ او ۲۰۰ ميليونه ډالره ښودل شوې چې د ۲۰۲۳م کال په پرتله ٪ ۸.۴ زياتوالی ښيي او د مسلسلو دريو کلونو لپاره د نړۍ په مخکښو دريو ځايونو کې قرار لري. د ۲۰۲۴م کال تر پايه پورې په نورو هېوادونو کې د چين لخوا د اچول شوو پانګو حجم ۳.۱۴ ټريليونه امريکايي ډالرو ته رسېدلی او د نړۍ ۱۹۰ هېوادونه او سيمې يې تر پوښښ لاندې راوستلې دي.

د هنګري د پانګونې د هڅولو ادارې استازي وايي، چې د چين په پانګونې جوړ شوو پروژو په تېرو لسو کلونو کې هنګري ته تر ۳۰ زرو زيات کاري فرصتونه برابر کړي او چين د هنګري له ډېرو مهمو همکارانو څخه دی.

ډېرې چيني تصدۍ خپل تمرکز برانډونو، تخنيکونو او په بهر کې سرمايه ګزارۍ ته اړوي. په ۲۰۲۴م کال کې په بهرنيو هېوادونو کې څه باندې ٪ ۷۰ چيني تصدیو مثبتې ګټې ترلاسه کړي او يا لګښت او عايد يې برابر ښيي، بهرنيو هېوادونو ته يې ۸۲ ميليارډه او ۱۰۰ ميليونه ډالره ماليات ورکړي او  تر ۳۳ لکو زيات اتباع يې ګمارلي دي.

د چين XMXYG ګروپ په اندونيزيا کې د فلادو پروژه کې پانګونه کړې او ځايي خلکو ته يې ۱۵ زره کاري فرصتونه برابر کړي دی، دغه ګروپ په اندونيزيا کې د زېربناوو او عامه خېريه چارو کې هم فعال ګډون کړی او د ځايي خلکو لخوا ډېر ستايل شوی دی.

د بريټانيا د Everwell انرژۍ شرکت اجرائيه رئيس جوناسن مارون وايي، د چين زرغون اقتصاد  کې خورا زيات فرصتونه دي او شرکت يې له چيني تصديو سره د انرژۍ زېرمه کوونکو بیټريو د توليد مرکز د جوړولو تړون لاسلیک کړی دی. د چين د پانګونې او سوداګرۍ نړيوال نندارتون له چين سره د نورو هېوادونو د همکاريو  ژورولو او د ګډو ګټو د ترلاسه کولو مهم پلاټفورم ګرځېدلی او نړيوال اقتصاد ته يې ثابت پرمختګ او نوی خوځنده ځواک ورکړی دی.

Previous Post

زابل کې د ۴۷ روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې پیل شوې

Next Post

چين په نوي ډول صنعتي کېدو کې مهم برياليتوبونه تر لاسه کړي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چين په نوي ډول صنعتي کېدو کې مهم برياليتوبونه تر لاسه کړي دي

چين په نوي ډول صنعتي کېدو کې مهم برياليتوبونه تر لاسه کړي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د هېواد ۱۵ ولایتونو کې د کانکور ازموینې لومړی پړاو پيلیږي

د هېواد ۱۵ ولایتونو کې د کانکور ازموینې لومړی پړاو پيلیږي

مارچ 30, 2026
برادر: شته امنیت به د هېواد په پرمختګ کې مهمه رول ولري

برادر: شته امنیت به د هېواد په پرمختګ کې مهمه رول ولري

دسمبر 17, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ