چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين د ښې  حکومتوالۍ په کمال دغه هېواد  وتوانېد، چې د اقتصاد په برخه کې ډېرې قناعت بښونکې او مثبتې نتيجې ولري

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 6, 2023
in نړیوال خبرونه
0
د چين د ښې  حکومتوالۍ په کمال دغه هېواد  وتوانېد، چې د اقتصاد په برخه کې ډېرې قناعت بښونکې او مثبتې نتيجې ولري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د څوارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه د مارچ په پنځمه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پيل شوه. د چين صدراعظم لي که چيانګ دغې غونډې ته کاري راپور وړاندې کړ، چې له مخې يې تېر کال د نړيوال  پېچلي حالت پر وړاندې چين په بنسټيزه توګه عمده پرمختيايي موخې تر لاسه کړې او د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت يې په سلو کې درېیو ته  ورسېد.

ټولو ته معلومه ده، چې تېر کال نړۍ له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخ وه، خو په دې حالت کې د چين اقتصاد پرمختګ موندلی دی. د چين د اقتصادي پرمختګ د يادونې په ترڅ کې پخواني افغان چارواکي  تخلص اورياخېل د چين د ميډيا ګروپ له خبریالې سره د مرکې په ترڅ کې  وویل، چې چین د ښې  حکومتوالۍ په کمال دغه هېواد  وتوانېد، چې د اقتصاد په برخه کې ډېرې قناعت بښونکې او مثبتې نتيجې ولري.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د ده په اند دا رښتيا ده، چې  تېر کال په نړۍ کې ډېرو کړکېچونو لکه کرونا او د اوکراين او روسيې ترمنځ جګړې، د ډېرو هېوادونو د داخلي توليداتو پر ګراف باندې ډېره منفي اغیزه کړې او تر اوسه هم دوام لري، خو چين لاهم خپل اقتصادي پرمختګ ساتلی دی او لامل يې د چين  له حکومتوالۍ سره تړاو لري.

هغه  زیاته کړه، چې د چین حکومت توان لري د اقتصادي پرمختګ په برخه کې قناعت بښونکې مثبتې نتيجې ولري، چې په سلو کې درې يې د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت، يوه له همدغو مثبتو پایلو څخه شمېرل کيږي. په ورته وخت کې چين خپله اقتصادي او همکاريزه لمن د نړۍ ګوټ ګوټ ته وغزوله، نو زه د چين د اقتصادي ودې په هکله ډېر خوشبينه يم. زما په اند د يو مملکت د اقتصاد تر شا بايد د اقتصادي متخصصينو يو ډېر تکړه او باتدبيره ټيم وي، چې د نړۍ د هر ګوټ په هکله خپله دقيقه ستراتيژي ډيزاين او تطبيق کړي. د چين ملت د همداسې يو تکړه اقتصادي ټيم خاوند دی.

د همدغه ټيم په هڅو سره د روان کال په فبرورۍ کې د چين د توليدي چارو د خرڅلاو ګراف يعنې پي اېم اې بيا لوړ شوی او د منځنيو او کوچنيو تصديو پرمختيایي ګراف هم له ټيټوالي څخه وتلی دی. د شنونکو په اند د چین اقتصادي حالت لا ښه شوی او پرمختيایي کيفيت به یې هم لوړ شي. ښاغلي اورياخيل چې څو ځلې يې له چين څخه ليدنه  کړې او له چیني شرکتونو سره يې معاملې  درلودلي، له چين سره د راتلونکي معاملې په هکله مثبت نظر لري. هغه وويل، چې د چين د توليداتو کيفيت او څرنګوالی  ډېر ښه دی. افغان خلک له چینايي توليداتو سره له  ډېرو لسیزو راهيسې اشنايي لري. نو زما پلان دا دی، چې د افغانستان په دننه کې شرکت ثبت کړم او تر هغه  وروسته د چینايي شرکتونو د ملتيا او همکاريو پر بنياد په افغانستان کې پانګه واچوم. د دې ترڅنګ غواړم، چې چينايي توکي افغانستان ته وارد کړم تر څو د افغان خلکو لپاره د کار زمينه برابره کړم.

نه يوازې چينايي توليدات، بلکې د چین بازار هم د بهرنيو شرکتونو  پام راجلب کړی دی. په وروستيو ورځو کې د ګڼو نړيوالو شرکتونو او تصديو مشرانو په جلا جلا توګه چين ته سفرونه کړي دي. د چين د سوداګرۍ وزارت یوه شمېرنه ښيي، چې تر اوسه پورې د  ډېرو نړيوالو شرکتونو عمومي مديرانو چين ته د سفرونو غوښتنليکونه وړاندې کړي دي.

ډېر بهرني شرکتونه غواړي، چې د چين په بازار کې پانګه واچوي. په دې اړه ښاغلي اورياخيل  وویل، چې چین ته د بهرنیو شرکتونو د پانګونې لیوالتیا زه ډېر ښه خبر بولم او زه اړیم، چې یوځل بيا خپله خبره تکرار کړم، چې د چین دولت داسې شرایط او زمینه مساعده  کړېده، چې اوس نړیوال چین او چینایي توکو ته لانور هم مخه  کوي او دا لیوالتیا به نوره هم ډېره شي.

څه موده  مخکې د چين يوه شرکت د یوه افغان شرکت له اړوندې څانګې سره د امو سيند د نفتو د استخراج په هکله تړون لاسليک کړي. رښتيا ده، چې  د چين او افغانستان ترمنځ ډېر همکاريز فرصتونه هم شته. ښاغلي اوريا خيل د مرکې په پای کې  د دوه اړخيزې همکارۍ د يادونې په ترڅ کې وويل، چې د کانونو او صنایعو په  برخه کې د افغانستان  له فعلي چارواکو سره د څو چینایي کنسورشیمونو او شرکتونو د تړونونو لاسلیک ته زه په ډېره هیلمنه سترګه ګورم. له افغانستان سره د چينايي شرکتونو اړيکې د دوه اړخيزو سوداګريزو اړيکو يوه ښه بېلګه ده او دا په خپله د دواړو هېوادونو خلکو ته مثبتې هيلې هم راژوندۍ کوي.

Previous Post

نیکلسون: افغانستان کې د ستونزو د حل یوازېنۍ لار بين الافغاني خبرې دي

Next Post

یونیسف: افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومان شمېر کم شوی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
یونیسف: افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومان شمېر کم شوی

یونیسف: افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومان شمېر کم شوی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغان څېړندوي: د امریکا او چين دوه اړخيزې ښې اړيکې نه یوازې د دغو دوو هېوادونو د وګړو لپاره بلکې د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره ګټورې دي

افغان څېړندوي: د امریکا او چين دوه اړخيزې ښې اړيکې نه یوازې د دغو دوو هېوادونو د وګړو لپاره بلکې د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره ګټورې دي

نوومبر 16, 2023

ولې چين او لاتينه امريکا د ګډ برخليک لرونکي طبيعي شريکان دي؟

نوومبر 18, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ